د هجرت موده

110

هغه ورځ  مې په ليمو کې خپلې اوښکې ډنډولې

وي روان او د سفـر موزې چې تا په پښـو کولې

ما پر ټول توان خپلې سترګې له تا بل خـوا اړولې

چې راتلې پر مخ نه شی اوښکې ستوري مرغلرې

ما ويلې هسې نه چې  په ژړلو غمـجن لاړ شـــي

د غـمـونـو دانې  پټـې پـر خپل زړه  مـې  وکـرلــې

مودې وشوې چې تیريږې د ځوانۍ خيرازی عمر

پاس غونډۍ کې وم ولاړه چې ته ښکته له ما تللې

ګرانه وشـو اته کاله سـتا وعـده د شپـږو مياشـتـو

مهاجره  دا لـړۍ  دې  ده تـر اوســــه  غــزولــې

مازديګر لمر پريواته به دلته تـم وم ستا لـيـدو ته

اوس د توت ونې ته ناسته چې وعدې به مو کولې

د دې ونـې ډډ پر کرښـو ستا د نـوم نښې لـټـومـه

خو ليکنې شوي کمـزورې دي بـاران جګـړ لـوټلې

دا پـه ياد لره جـانانه کله را چـې شـي نـا ځــوانـه

پر خپل قبر به مي وي درته د غم مصرعې ليکلې

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.