ښارو او کارغه

هاجره حرکت

112

يو و او يو نه و، يو کارغه او يوه ښارو وه، دواړو به کله کله له يو بل سره د زړه خواله کوله. يوه ورځ چې هوا سړه  وه نو ښارو وپتيله چې وريجې پخې کړي. په کوټه کې نغرې و، اور يې په کې بل کړ او په وړوکي ديګي کې وريجې پخې کړې..

دلته د ښآرو پام شو چې مالګه نه لري او کارغه د مالګې په غره کې اوسيده، ښارو له ځان سره وويل:

کارغه ماما به راته ضرور مالګه راکړي.

له خپل کوره والوتله، ډير مزل يې وکړ او ستړي ستومانه د مالګې غره کې د کارغه کورته ورغله. کارغه ته يې داسې وويل:

لږه مالګه مې په کار ده، دومره لري لار کې د يو چونګي مالګي پسې راغلي يم. کارغه چې پر خپل د مالګې په کور ډير نازيده  داسې يې کړه:

نه  نه زه تاته مالګه نه شم درکولې،ځکه چې زما کور له مالګې جوړ دې او که زه ترينه تاته مالګه رابيله او درکړم، بيا زما د  کور ښايست نه پاتې کيږي.

ښارو داسې تمه نه لرله چې کارغه دې له يو چونګي مالګي ورکولو ډه ډه وکړي، نو يې داسی دوعا وکړه:

خدايه شړقنده باران کړي. د کارغه ماما کور وران کړي. له دې ښيراو سره په بیړه والوته او د مالګي غره له ډډ څخه يې يو چونګې مالګه رابيله کړه،په ستنه خپل کورته راغله.

کور ته له راتګ سره سم يې په  وريجو کې مالګه واچوله. لږه شيبه وروسته شړقنده باران شو او د کارغه ماما کور وران شو.

کارغه هره خوا والوت، خو ډير لوند خيشت شو او سړو وواهه. د ښارو کور ته يې پام شو چې هلته ځان ژغورلې شي، د هغې کورته يې په ډير زيار ځان ورسو او داسي غوښتنه يې ترينه وکړه:

ګرانې ښارو!

پر ما غریب شه مهربانې ښارو!

د کور په کنج کې مې لږ پریده چې لوند خیشت یمه!

باران وهلې اوس به مړ شم چې اړیس یمه.

 ښارو کړه:

کارغه ګوره    مخ تور ګوره   سکړک په تبۍ سپور ګوره     راځه کارغه راځه!

د ښارو په کور کې چې د کارغه ډه ډې لږې وچې شوی، د وريجو خوږ بوي پرې ورغي، په کرار د نغري خواته ورغې، وږی وږي يې ښارو ته وکتل، چې په خوند يې وريجې خوړلې او بيا يې ورته وويل:

وریجو بوي ډير خوندور دی، ډير وږې يم. ښارو کړه:

کارغه ګوره  مخ تور ګوره   سکړک پر تبۍ سپور ګوره.  راځه کارغه راځه.

کارغه ژر له ښارو سره د وريجو په خوراک پيل وکړ.

د شپې تياره خپره شوه او بيا هم شړقنده باران وو. کارغه د ښارو کور په دالان کي له يخه ريږدیده. نو يې ښارو ته وويل چې د خوب په کوټه کې د ښارو کټ پښو کي د خوب اجازه ورکړي.

ښارو کړه:

د مالګې په کور نازیدي   ګوره څنګه خواريدي.  چې کړي کبر کارغه ګوره.   لالهانده او مخ توره.   زما کور کي اسوده شه   اوس راځه د کټ پر پياړمه مې  ویده شه.

په دې ډول ښارو کارغه ته اجازه ورکړه چې، کارغه د کت پر پياړمه يې شپه تيره کړي،خو له شرمه خپلې سترګې ښکته ونيسي او ویده شي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.