Browsing Tag

پوهاند لعل پاچا ازمون

شپون و، بل څوک نه و/ لومړۍ برخه

له امریکا غږ نه به مې کله ناکله یو خوږ غږ اورېد، له سپوږمۍ سره یې ما غوندې د خوشکو لیکونه لوستل او په ټوکو ټوکو کې به یې یوه نیمه سر بداله خبره په پسته پسته کې وهله، په خوګیاڼواله ژبه غږېده، د کندوز  خان آباد، درقد،  بنګي غاړه او سمڅې یې…

د کابل د سقوط یوه خاطره

ځه بچو ته به یې هم خوند واخلې د ۱۳۷۱لمریز کال د حمل باد د ونو څانګې تخنولې، د شګوفو رنګونه د ونو پر مړندونو شرنګېدل، د غوټیو له چوپتیا د شیدو وږمه راخته، د تاکونو سر پرېکړو څانګو ورو ورو ځان غځونو ته برابراوه. مرغیو د خټین دېوال پرهرونه…

یوه شمع دوه پتنګان

د شلمې پېړۍ ملنګ جان او یویشتمې پېړې ګیله من سریزه تخییلي او تصویري ادبیات په ټوله کې د یوې ټولنې د وګړو هیلې او ارمانونه انځوروي، هره ټولنه په خپل وخت کې یو لړ پیغامونه او د خپلې زمانې خبرې لري. شاعران دغه خبرې د ادب په بېلابېلو چوکاټونو…

د راشد زور د راشد شور

لکه خوشحال په رنتبور وخوري چې چپاتي څوک د لاهور وخوري یو ورځ د غرونو دا رڼې اوبو به خپلې چوپتیا په شور تک (تور) وخوري د کندهار انار جوړېږي ترېنه شونډې اوبه چې د سره اور وخوري خور یې یې سوره په تکو تورو مني نغواړي مرګ یې سر د ورور…

د ازادۍ شپېلۍ

زخم ته شنه مرۍ مې جب نه واخله توره سره شنه پټۍ مې جب نه واخله چې ستوماني د هجر ودې باسي یو څو خوږې لنډۍ مې جب نه واخله که زما سترګې شوې بچیه پټې د آزادۍ شپېلۍ مې جب نه واخله زه در نه ځم او ته دې خپل امانت سپینه هغه خولګۍ مې جب نه…

ایجادي ادبیات د شعور او لا شعور زېږنده دي

پر ایجادي ادبیاتو بحث تحلیلي او څېړنیز ادبیات دي چې شعور پکې لاس لري. دلته لیکوال په شعوري توګه هڅه کوي چې د ایجادي یا تخلیقي ( تخییلي ـ تصویري) ادب بېلابېلې خواووې را وسپړي او ویې شني. دلته د شعور پر موادو عقل کار کوي، لیکوال د خپلو…

د ګندمک شرمېدلي تړون ځمکه ۱۴۴کلنه شوه

د ۱۸۷۹زېږدیز کال د مۍ ۲۶مه او د پسرلي وروستۍ میاشت وه، د وړانګو تود شور د ځمکې په شنو فصلونو پسې د غرمو لرونه رااخستي وو، کلیوالو د شنو دنګو چینارونو سیورو پسې کټونه ګرځول، د چینارونو ډډونو ته چاټۍ او ګړي له سړو اوبو شړپېدل. د سبناري تاو…

“رنګونه او اغېز یې”دویمه برخه

۲ ـ رنګ د اسطوريي ارزښت په توګه اسطوره یا سوچه افسانه د لومړنیو یا پخوانیو انسانانو لومړني فکرونه یا کیسې وې چې د یو شي په باب یې څرګندولې او عقیده یې پرې لرله او په طبیعي بڼه یې رامنځته کړې وې. ((... دلته تر ټولو مهمه خبره د انسان عقیده…

پانګوالي او خاني د فکر تولیدونکي

پانګوالي او خاني د فکر تولیدونکي(لومړۍ برخه) پانګوالي او خاني د انسان د ذهني ودې او پیاوړتیا په برخه کې اغېزمنه ده. د فکر تولید ارام ذهن غواړي، ارام ذهن په ځان بسیاینه کې نغښتی. ځان بسیاینه په سوداګرۍ او خانۍ کې نغښتې. هغه کسان چې د…