د محمد اکبر کرګر داستاني کليات چاپ شو

0 783

 سيد اصغر هاشمي

يادښت

څو کاله د مخه مې استاد کرګر سره ملګرتیا پیل شوه او ما ته یې د لیکوالۍ او څېړنې په اړه هر اړخیزې مشورې راکولې، چې ټولې لارښوونې یې زما په ذهن کې دي او همدارنګه ما به تشویقوه چې خپل علمي او فرهنګي کارونه لا ګړندي کړي. هماغه وو، چې د استاد څو نوي کتابونه چاپ شول.

د علمي کارونو په دغه جریان کې مې ورته وویل: ستا داستاني کلیات تدوینوم، ځکه چې پخواني چاپ شوي داستاني اثار دې نه پیدا کېږي، خو استاد نه منله او داسې یې ویل: زما اکثر داستاني اثار چاپ شوي دي، د بیا چاپ اراده یې نه لرم، خو ما به په ځواب کې وویل: ستا د ۱۳۶۰ کلونو داستاني اثار نه پیدا کېږي او نوي چاپ شوي داستاني اثار دې هم هر چېرته نه شته. زما د ډېر تاکید وروسته یې ومنله او د یو کلن کار وروسته مې کار پای ته ورسوه او دا دی (داستاني کلیات« د محمد اکبر کرګر په قلم») په نامه چاپ شو.

دغه کلیات د اوو چاپ شویو او ناچاپ شویو داستاني اثارو مجموعه ده، چې د کرونولوژي په نظر کې نیولو سره «شېبې، سینده ځه، سینده بهېږه، چې ماشومان سندرې وايي، انځورونه که هېنداره، یادونه او نکلونه او له تورتمه روایت دی!» مخکې چاپ شوي وو او وروستۍ اوومه ټولګه«د ستورو شمېر» اثر چاپ شوی نه و او په کلیاتو کې چاپ شو.

د استاد کرګر په دغو داستاني اثارو کې لومړنی چاپ شوی اثر «شېبې» دی. په دغه اثر کې له ټولو پخوانی داستان «شپیلۍ» نومېږي، چې پر ۱۳۵۲ لمریز کال کې لیکل شوې او د وروستۍ ناچاپې ټولګې ډېر داستانونه پر ۲۰۱۸ میلادي کال کې لیکل شوي دي.

په دغو څلور نیمو لسېزو کې استاد کرګر د ژوند بېلابېلو مرحلو سره مخامخ شوی دی. کله چې د ځوانۍ په جوش او خروش کې و، په لیکنو کې یې کلیوالي انځورونه لیدل کېږي او په لیکنیزه ژبه کې یې هم تاثیرات شته. د سیاست د وخت لیکنې یې سیاسي، انتقادي، اصلاحي او ریالیستیک موضوعات لري. د بندي کېدلو وروسته یې لیکنې بل ډول وې او د مهاجرت د وخت داستانونه یې د عروج هغه مرحله ده، چې لیکنې یې د روانپوهنې، فلسفې، سیاست پوهنې، ټولنپوهنې او نورو علومو سره ډېره اړیکه لري، چې لوی دلیل یې د ارواپوهنیرو اثارو ډېره مطالعه، د فلسفې زده کړې، په سیاست کې ونډه او دا چې انسان ټولنیزه هستي ده، نو استاد په لیکنو کې ټولنیز مسایل هم لیدل کېږي.

د لیکوال پنځونې د انساني داخلي تاثراتو سره اړیکه لري، چې په دغو داخلي تاثراتو بهرنۍ اغېزې مهم رول لري او همدغه بهرني حسونه، د دننني حسونو په جوړولو او پیاوړي کولو کې مهم رول لري، نو ځکه د استاد کرګر لیکنې هم په بېلابېلو وختونو کې ویل شوي او ډول ډول منځپانګې لري.

د منظومو او منثورو کلیاتو تدوینول د متن څېړنې مېتودولوژي پورې اړه لري، چې ما په دغه کار کې  د داستانونو کرونولوژي په نظر کې نیولې ده او د استاد کرګر ټول داستانونه له پیله تر پایه په منظم ډول یو د بل پسې راوړل شوي دي.

د دې کار ارزښت په دې کې دی، چې د استاد ټول چاپ او ناچاپ داستانونه په یو اثر کې ټول شول او د ورکېدو مخه یې ونیول شوه او د کرګر صاحب ټول داستاني اثار په همدې کلیاتو کې موجود دي.

په پای کې د الله تعالی شکر ادا کوم، چې دا توانايي یې راکړه، چې د ډېرو بوختیاوو سره سره د کار دا برخه مې هم پای ته ورسوله او استاد کرګر ته د ډېر عمر لاسونه لپه کوم، چې پښتو ژبې ته نور کار هم وکړي.

په ټولیز ډول دغه اثر لاندې کتابونه او سرلیکونه لري:

ليکلړ

سرلیک         مخ

یادښت………………………………الف

کرګر او پښتو لنډه کېسه…………….ث

لومړۍ برخه

شېبې

شېبې ۲

سور سات……………………………… ۶

تريو تندی ۱۲

د لمر په لور ۱۶

ټپه ۲۱

نيمګړې کيسه ۲۶

دوه شاهينان ۳۰

تلپاتې مينه ۳۴

شېبې ۴۱

ملنگ د حسن په دوهۍ کې ۴۹

يوازېنۍ نښه ۵۴

وروستۍ دنده ۶۰

د اهنګر کاوه بيرغ ۶۶

د ژمي مازيګر ۶۹

شپېلۍ ۷۱

د وختونو په پرون ۷۵

دویمه برخه

سینده ځه، سینده بهېږه

د انديښنو څپې ۷۹

اوبه يو ګوټ وې ۸۷

ټوپک…………………………………….. ۹۵

وينې او نکريزي. ۱۰۴

د ماښام په تروږمۍ کې ۱۰۹

کوتر ۱۱۵

تړلې مټې ۱۲۱

له نيمکښو کړکۍ ۱۳۲

اهريمن د ورځې هم ليدل کېږي… ۱۴۲

سينده ځه، سينده بهېږه ۱۴۷

سينده ځه، سينده بهېږه ۱۵۵

درېیمه برخه

چې ماشومان سندرې وايي

نیم نګاهی به کتاب «چې ماشومان سندره ووايي» ۱۶۲

چې ماشومان سندره ووايي ۱۶۴

جهنم دی هر انسان د بل انسان ۱۶۹

تورې جامې ۱۶۷

حلاجي ۱۸۳

زمانو سندره ۱۸۸

يو سيوری يو تصوير ۱۹۰

لکه غڼه په خپل جال کې ۱۹۸

خونړۍ شپه ۲۰۵

يه لارويه! ۲۰۹

ترهه او کرکه ۲۱۵

ما ته د حسنک پوره کيسه وکه! ۲۱۹

د څېړيو په ځنګله کې ۲۲۵

تابوتونه، کفنونه ۲۳۳

زه همزولی د زمان ته سنګر د ژوبلورو ۲۳۸

د شوتلو بوی ۲۴۲

بې کچکوله ګډا ۲۴۴

څلورمه برخه

انځورونه که هېنداره

انځورونه که هېنداره ۲۵۱

د ليک پای ۲۵۹

سپكاوی ۲۶۵

زما تربور ۲۷۳

دردونه کړاوونه ۲۸۳

د شگو کوټ ۲۹۳

انځورونه که هېنداره ۲۹۵

ورکه لاره ۳۰۱

گونگوټان ۳۰۵

ژړا په سندره کې ۳۱۶

د ستنېدو سباوون ۳۲۰

درې شېبې ۳۲۴

هغه پانسي (په دار) شو! ۳۲۸

پينځمه ټولگه

یادونه او نکلونه

يادونه او نکلونه د نن او پرون روايت ۳۲۸

له نښې وروسته ۳۴۱

عينكې او زاړه بوټان ۳۴۶

سرې منگولې ۳۶۰

ترهه په تنونو کې ۳۶۷

بړبوکۍ ۳۷۲

زموږ برگ سپی ۳۷۵

يوه د راز خبره… ۳۸۰

د څو ماښامونو په تروږميو كې ۳۸۴

گرځون ۳۸۸

يادونه اونكلونه ۳۹۲

د خټو کوټنۍ ۳۹۷

شپږمه برخه

له تورتمه روایت دی!

زما د کلي له اسمانه ليرې ۴۰۲

خپه ارواوې ۴۰۴

مينه او خيالونه ۴۱۱

د يادونو پر بستر ۴۱۵

د انځر گلونه ۴۲۲

گوگوشتو ۴۲۶

کله به راشې؟ ۴۳۰

سبا نه بل سبا ۴۳۳

خاورې، دوړې او گردونه ۴۳۹

له ښاره تېښته ۴۴۱

ناپايه شېبې ۴۴۴

سرگردانه ارواح ۴۴۸

د ژوند پاڼه ۴۵۴

له تورتمه روايت دی! ۴۵۷

د ارواحو په دهلېزونو کې ۴۶۲

تر دې ځايه ماشومتوب ۴۷۰

د جامو رنگ ۴۲۷

امير او برهمن ۴۷۸

جهان اراء بېگم ۴۸۱

پور مې پرې کړ! ۴۸۵

اوومه برخه

د ستورو شمېر

وچه ونه او انځور يې ۴۹۲

گردجنه پيانو ۴۹۵

سره هېنداره ۴۹۷

د گل له پاڼو سره ۵۰۳

زه مې له سيوري سره ۵۰۵

زما د پلار او د هغو… ۵۱۱

د ليک ځواب دې د زمان په پلن دهليز کې ورک دى۵۱۸

د کاغذونو تړلې غوټه! ۵۲۲

د سهار تورتم او روانې اوبه ۵۲۴

د ژوند په ځنگله کې ۵۲۷

دنگ دېوال او د پاى ټکى ۵۳۱

د سرکار تر زنې لاندې ۵۳۴

د ستورو شمېر ۵۴۵

تلپاتی درد ۵۴۹

تر پايه تورتمونه ۵۵۳

بنجاره بيا په کلي راغی! ۵۵۶

يوه بله دونيا ۵۶۱

سپي او زنداني مېرمن ۵۶۷

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply