څنګه ځان خوښ ساتلی شو

0 820

ژباړه: واحد ګل هاشمي

سرچینه: WikiHow

خوښي یو الهي نعمت دی چې په نه شتون کې یې بشري ژوند له کړاوونو سره مخ وي، خو ځینو خلکو خپل خوښ ژوند په لوی لاس د ځان لپاره ستونزمن کړی وي. دوی د بیلابیلو دلایلو له کبله له خپل شته قوت څخه کار نه اخلي او یواځې خپل ژوند او قسمت غندي، نو لاندې پنځه نقطې له تاسې سره مرسته کولی شي چې تاسې خوښ ژوند ولرئ.

له خپل ځان سره مینه کول زده کړئ

له ځان سره مینه کول په ژوند کې د خوښي ترلاسه کولو لپاره ډېر اړین دي، یعنې کله چې تاسې له ځان سره مینه وکړئ تاسې په دې باور ترلاسه کوئ چې زه په رښتوني ډول یو څوک یم. ددې تر څنګ که تاسې له خپل ځان سره مینه وکړئ دا به ستاسې پر ژوند هم مثبت اغیز ولري او تاسې به تر بل هر وخته په ځان ډېر باوري یاست.

همدارنګه ښه به وي چې تاسې د خپل ځان د وړتیا اړوند یو لست ولیکئ، هر هغه وړتیاوې او مهارتونه چې تاسې یې لرئ په کې بیان کړئ. دا لست تاسې سره هغه وخت ښه مرسته کولی شي چې تاسې کله خوشیني ووسئ. همدارنګه خپل ژوند او ځان په واقعي ډ‌ول ومنئ او تل چې د ښیښې پر وړاندې دریږئ په جرعت او لوړ غږ وویاست چې زه له خپل ځان سره مینه لرم او څه چې زه یم په دې راضي او خوښ یم. همداشان د خپل ځان د صحي وضعیت پاملرنه وکړئ او د لیکوال په خبره د خپل ځان ښه ملګري جوړ شئ.

وویاست چې زه یې کولی شم

که تاسې د یوې ستونزې سره مخ شوئ او په دې باوري وئ چې زه ددې ستونزې څخه د وتلو وړتیا نه لرم دا نور هم تاسې خواشیني کوي او له تاسې د مناسب عکس العمل کولو جرعت اخلي. نو ددې په ځای چې په لوی لاس ځان د ستونزو کندې ته وغورځوئ هڅه وکړئ چې وویاست چې زه یې کولی شم او دا وړتیا لرم چې له دې ستونزو په ښه شان ځان وژغورم. په یاد ولرئ چې هیڅ وخت له ناکامي مه ویریږې ځکه ناکام کیدل پخپله د زده کړې یو چانس وي چې په راتلونکي ژوند کې تاسې ورته متوجې کیږئ.

ځان له نورو سره په تله کې مه اچوئ

زیات شمیر خلک ددې له امله خوښ ژوند نه لري چې تل ځان له نورو سره په تله کې اچوي یا هم خپل ژوند له نورو سره پرتله کوي او تل خپل ژوند ددې له امله غندي چې دوی زیات شمیر هغه اسانتیاوې نه لري چې نور ترې برخمن وي. تاسې هم په خپل حال شکر وباسئ او له نورو سره خپل ژوند مه پرتله کوئ تاسې په خپل ځان کې یوه هستي یاست او وړتیا لرئ، نو څه اړتیا ده چې ځان له نورو سره پرتله کړو. د لیکوال په باور چې په اوسني وخت کې ټولنیزې رسنۍ ددې لامل شوې چې یو څوک د نورو له ژوند او اسانتیاوو خبر شي، که پر تاسې دغسې حالت اغیز کوي نو ډیر کم وخت تاسې د ټولنیزو رسنیو کارولو ته ورکړئ او یا خو ترې بیخي ډډه وکړئ.

خپل ځان وبښئ

زیات شمیر خلک د یوې خطا او غلطي د ترسره کولو وروسته له خپل وجدان سره په جنګ وي چې دې چارې د ژوند ټولې خوښۍ ترې اخستې وي، تاسې داسې مه کوئ ددې پر ځای چې تاسې وزوریږئ خپل ځان وبښئ او د بیا ځل لپاره ددې عمل له کولو ډډه وکړئ. همدارنګه لومړی خطا د ځان لپاره یو درس وګڼئ.

په چارو کې توازن په نظر کې ولرئ

د یوه خوښ ژوند لپاره اړینه ده چې تاسې د ژوند اړوند په ټولو چارو کې توازن مرعات کړئ، یعنې د خپل کاري چاپیریال تر څنګ تاسې ته اړینه ده چې یو څه تفریح وکړئ، ټولنییزې اړیکې وپالئ، خپلو او دوستانو ته ورشئ، سپورت وکړئ او د خپل صحت ساتنې په پار ځان ته متوجې ووسئ. همدارنګه هغه مناسب او وړ کارونه ترسره کړئ چې تاسې ته په ذهني توګه ارامښت دربښي. که دا موضوع لا روښانه کړو نو زیات شمیر خلک ددې له امله خوښ ژوند نه لري چې دوی په یوه مثلث کې ژوند کې کوي کور، دفتر او بازار ته ځي. په ژوند کې تفریح او چکر ته ارزښت نه ورکوي او یا هم په چارو کې توازن نه ساتي مانا چې دوی د ځان خوښ ساتلو ځینې اړینې چارې نه ترسره کوي نو د همدې کبله یې ژوند تریخ وي او تل ستړی او نا ارامه وي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply