د کارځای ملګرتوب: ښه که بد؟/ قدرت الله هېواد

0 830

انسان ټولنيز مخلوق دی او غواړي چې له نورو سره واوسي، او د همدې اړتیا په رڼا کې له ښوونځي نيولې تر پوهنتون او عادي ژونده، هر چيرې ملګرتوبونه لټوي، او ځينې وخت تلپاتې ملګري پيدا کوي، په عمومي توګه ملګرتوبونه ښه ګڼل کيږي، او له کار ځای بهر ملګرتوبونه د ټولنيزې او رواني اړتيا په رڼا کې پرمخ ځي، خو آیا د کارځای ملګرتوبونه هم په هماغه اصل عمومي ښه دي که نه؟ موږ دلته هڅه کوو پر دې پوښتنه يو څه وغږيږو، او ورسره دا هم څيړو چې که غواړئ په دفتر کې ملګري ولرئ څه وکړئ.

اکثره خلک فکر کوي چې دفتر له سياستونو ډک وي، څوک پر يو بل اعتبار نه کوي او هر يو غواړي د بل پښې ووهي، خو څيړنې ښيي چې نږدې په هرو پنځو کې څلور په دفتر کې نورو ته د ملګرو په سترګه ګوري، او آن ځينې خو وايي چې زما تر ټولو ښه ملګری له ما سره په دفتر کې دی، ډير خلک پدې ارمان دي چې په دفتر کې نور ملګري او اعتمادي خلک ولري.

په اداره کې هر څوک د يوې رسمي دندې لپاره استخداميږي، او اکثره اشخاص رسمي موقف لري، تاسې نه پوهيږئ چې څوک به له تاسې سره په يوه ډله کې يوځای شي يا څوک به دروسپارل شي. ځينې وخت دا دفتري اړيکې د اړتیا پر اساس رامنځ ته کيږي، او خپل اهداف لري، چې دا اهداف کولای شي د اشخاصو تر منځ مختلف وي چې له کبله به يې ستاسې اړيکې له نورو سره د رسمياتو پر اساس وي، نه دا چې ورته اړتيا ولرئ، دا ټول د ملګرتوب د اصولو خلاف ځي، نو ځکه په رسمي چوکاټ کې يو ښه ملګرې کيدل خپلې ننګونی لري، چې کيدای شي د ادارې لپاره هم خپلې اغېزې ولري.

group of people doing fist bumps

د کارځای ملګرتوبونو یو تر ټولو نقص پر سختو پریکړو سترګی پټول وي، څيړنې ښيي چې په ډله ييز چاپيریال کې چيرې چې تاسې همفکره او ورته خلک سره راغونډ شوي وي هلته خلک پر سختو پوښتنو سترګې پټوي او قصداً نه غواړي د ډلې له مزاج مخالف نظر وړاندې کړي، لکه تاسې وسايل سپارئ هغوی چې پر تاسې ګران وي ښايي هغوی ته له پوښتنې او حساب پرته ډير څه ورکړئ، خو په مقابل کې يې نورو سره د ټکي ټکي حساب وشي.

ورسره ځينې څيړنې دا هم ښيي، چې خلک له خپلو ملګرو سره پر سختو موضوعاتو بحث نه کوي، دا فکر ډير عام دی چې ورکوه يې رسمي چارې دي سبا به دفتر وي یا نه، خو زموږ ملګرتوب بايد تلپاتې وي، يا پر رسمي چاره څوک نه شم خپه کولای، خو دې ته نه ګوری چې همدا اداره تاسې د خپلو ګټو ساتلو او مسؤليتونو احسنې اجرا لپاره استخداموي، ستاسې همدا له ځينو سره نه حساب او پر سختو پوښتنو سترګې پټول له ادارې سره د جفا او نااهلئ په کتار کې راځي.

د دفتري ملګرتوبونو بل نقص د هغوی دی چې ستاسې له دايرې بهر وي، هغوی چې تاسې ويني چې له ځانګړې ډلې يا خلکو سره د ملګرتوب پر اساس مختلف سلوک لرئ، او دوی ستاسې د ملګرتوب په دایره کې نه دي، نو په اکثره مواردو کې پر هغوی زړه ماتوونکې او ناوړه اغېزه لري.

woman putting a stick note on the wall

اداره عموماً د مراتبو يوه سلسله لري، نن سبا ټولنيزې شبکو او ټکنالوژئ هم د ملګرتوبونو او مراتبو دې سلسلې حدود تت کړي دي، خو په ريښتوني ژوند کې دا مراتب شته. تاسې به له يو چا سره ملګرتوب ولرئ، هغه ښايي له تاسې په رتبه کې ټيټ يا لوړ وي، همداسې ښايي پر خپل د فيسبوک پاڼه شخصي يا د رخصت عکسونه راځړوي، ډير داسې څه به وي چې له رسمي چارو سره سمون نه خوري، يا آن د هغې شخص د رخصت پر مهال چې په لامبو بوخت وو يا ځنګله ته په چکر وتلې وو، ستاسې د همکار مهم بريښناليک ته يې ځواب ورنه کړ، ښايي هغه شخص فکر کړي چې زما پروژه يا چاره د دې له لاسه خرابه شوه، پداسې حال کې تاسې سره په اړيکه کې وو او د نورو اړيکې يې نه ځوابولی.

د کارځای ملګرو او اړيکو لپاره اصول نه شته او لکه څرنګه چې ملګرتوبونه او کلتورونه فرق کوي، دا هم شخص تر شخصه فرق کوي؛ خو اصول وټاکئ، مهمه نه ده چې تاسې خپل ملګري ته په کومه سترګه ګورئ، مهمه داده چې هغه په رسمي چوکاټکې د يوې چارې لپاره استخدام شوی دی، هغه کار کوي بهتره ده چې هغه هم کار ته پريږدئ او پخپله هم کار وکړئ، او نورو ته دا احساس ورنه کړئ چې دلته د پيژندنې او ملګرتوب اصول کولای شي د ادارې پر اصولو د سترګو پټولو سبب شي.

اکثره ادارې پر ملګرتوبونو پيليږي، د پوهنتون یا شخصي ملګري سره يوځای کيږي او ادارې رامنځ ته کوي، په پيل کې د ملګرو تر منځ همدا اړيکې د دې ادارې د پرمختګ او ودې سبب ګرځي، ډير څه نامعلومه وي، او هر څوک چې هر څه کولای شي پر مخ يې وړي، خو څومره چې اداره وده کوي، اداره بايد رسميات رامنځ ته کړي، ستونزې او ننګونی بیلابیل خلک په مختلف ډول اغېزمنوي، نو ځکه د اصولو ټاکل کولای شي هغوی ته چې دې ادارو ته وروسته راځي لاره وروښايي، داسې بې شمېره بيلګې شته چې نوو خلکو په اداره کې ځان پردې احساس کړی يا ځينې وخت زوريدلی احساس کړی او لوی دليل يې دا وو چې اداره پر ملګرتوبونو روانه وه او زه د هغې دايره برخه نه وم، يا له ما سره ناوړه سلوک وشو او څوک نه وو چې زما غږ واوري، ځکه ټولو يو بل شخصي پيژانده او نه يې غوښتل زما لپاره ورسره جدي وغږيږي.

ملګرتوب پر همفکرئ ولاړ دی، تاسې عموماً هغه چا ته ځان راښکلی احساسوئ چې تاسې ته ورته فکر ولري، نن سبا ځينې ادارې د متنوع او مختلف فکر هڅولو لپاره خپل کارکوونکي هڅوي چې د ادارې له بیلابیلو څانګو کاري ډلې غړي وټاکي، له داسې چا سره دې شريکوي چې په عادي حالت کې به تاسې له هغې سره ونه غږيږئ.

د اشخاصو لپاره بهتره ده چې په ملګرتوبونو کې حدود وټاکي او توقعات مشخص کړي، تاسې به د يو چا ډير ښه ملګري ياست، خو بايد پوه شئ چې په غونډه کې به د يو بل پر نظر انتقاد کوئ، د هغې په پريزنټشن کې به نقص لټوئ، تل به ورسره همفکره نه ياست، ښايی نورو سره د دوی د فکر په وړاندې ودريږئ، او دا هر څه پدې معنا نه دي چې زه شخصاً له تا خپه يم، بلکې دا مې دنده ده او مسؤليت لرم.

د شخصي ملګرتوبونو اصولو بل اړخ يو بل کار ته پریښودل دي، ملګرتوب په دې معنا بايد ونه اوسي چې زه ټوله ورځ بيکاره يم، او هر وخت دې زړه وشي راځه او کيسې به کوو، ملګرتوبونه بايد د يو بل له کاره ويستلو پر معنا نه وي، که ډير مو زړه غيبت ته کيږي، له دفتر وړاندې، ډوډئ پر وخت يا له کاري ساعتونو وروسته سره غوږ په غوږ شئ.

grey hallway rug

اوس مو که چيرې نوې دنده اخيستې وي، يا وغواړئ چې په دفتر کې ملګري پيدا کړئ، عموماً داسې ګڼل کيږي چې دا پنځه لارې چارې ښه نتیجه ورکوي:

۱. ور وړاندې شئ: دا انساني فطرت دی مخکې لدې چې پر چا اعتبار وشي هغه ارزول کيږي، او تاسې به په همدې فکر ياست چې ولې له چا سره ملګرتوب وکړم لومړې بايد زما باور حاصل کړي، خو پام مو وي چې ستاسې همکاران هم په همدې فکر دي، نو ځکه بهتره ده چې ور وړاندې شئ او اول ګام تاسې واخلئ. له همکار سره مو مرسته وکړئ، هغوی ته باور ورکړئ چې د برياليتوب لپاره ورسره کار کوئ، ښايي ستړي شئ خو پدې فکر واوسئ چې په راتلونکي به له تاسې سره هم همکاري وکړي.

۲. پام وکړئ: موږ اکثره ښه اوريدونکي نه يو، اکثره خلک له موږ سره خپل احوال شريکوي، خو موږ ورته پام نه کوو، د نورو خبرو ته پام وکړئ، غوږ ونيسئ، اکثره وخت ښه غوږ نيونه د ښې اړيکې پيل وي.

۳. مثبت اوسئ: نړۍ له نیمګړتياوو او بدو ډکه ده، څوک له خپل آمر شکایت لري، څوک د ادارې له پاليسيو سر ټکوي، څوک له نورو همکارانو په عذاب وي، غوږ ونيسئ، وايې ورئ خو هڅه وکړئ چې خپله وينا او خبرې مثبتې وساتئ. ښايي ډيرې ګيلې او ګرويږنی واورئ خو که چيرې مثبت واوسئ مقابل لورې به پوه شي چې تاسې منفي خبرو ته نه اوړئ او باور به مو ډير شي.

۴. ځان د ډلې برخه وګڼئ: د نن کاري چاپیريال پر ډلو راڅرخي. وګورئ چې څرنګه کولای شئ له نورو سره مرسته وکړئ، دې ته هم پام وکړئ چې څرنګه نور له يو بل سره مرسته کوي، او آن که مرستې ته اړتيا لرئ مرسته وغواړئ، هر څومره چې تاسې د يوې ډلې په توګه پرمخ ولاړ شئ همدومره د يوه ښه کاري چاپيریال رامنځ ته کيدو سبب ګرځي.

۵. پر خپله خبره ودريږئ: که چيرې ژمنه کوئ يا واياست چې يو کار کوئ، ويې کړئ، هیڅ څه د شخص اعتبار ته دومره زیان نه رسوي لکه څومره چې له خبرو او ژمنو وروسته کیدل هغه زيانمنوي.

two people holding hands

کاري چاپيریال د ملګرتوبونو او زده کړې لپاره بهترين ځای دي، او څومره وخت چې موږ په دفترونو کې تيروو دا هم امکان نه لري چې مصنوعي شخصيت سره پر مخ ولاړ شو، يو نه يو وخت د اشخاصو اصل څيره راڅرګنديږي، تاسې د بل پر نيت او اعمالو واک نه لرئ خو خپل په واک کې ساتلای شئ. هغه ملګری واوسئ چې يې غواړئ، له نورو سره داسې سلوک وکړئ چې تاسې ترې تمه لرئ، داسې ګڼل کيږي چې انسان عکس العملي مخلوق دی، موږ هغه څه نقلوو چې نور يې کوي، له نورو سره ښه وکړئ له تاسې سره به هم ښه وشي.

د کارځای ملګرتوبونه بيشمیره ګټې لري، او نوې څيړنې د کارکوونکو تر منځ ټولنيزې اړيکې هڅوي، خو د ملګرتوبونو د ښوونځي او پوهنتون تعريف بايد پر کارځای عملي نه شي، تاسې او ملګری مو د رسمي چارو لپاره استخداميږئ او په ډيرو مواردو به له شخصي اړيکو زيات رسمي چارو ته لومړيتوب ورکول کيږي، د ملګرتوب هر اړخ بايد دومره پوخوالی ولري چې پر دې نزاکت او حدودو پوه شي.

د دفتري ملګرتوبونو تر ټولو لوی امتحان دا وي چې آیا تاسې خپل ملګرتوب د ادارې پر ګټه لوړ او مقدم ګڼئ؟ يا آیا ته ما د دې وظيفې او ادارې لپاره خپه کوی!!!

hiwadpal.com

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply