سروې؛ د نړيوال اسلامي پوهنتون لوی سند

0 611

وحيدالله مصلح  

اسلامي پراختيايي بانک په ننګرهار کې د امکاني مطالعې Feasibility Study لپاره ۲۰۰ زره امريکايي ډالر بسپنه ورکړې وه، دغه مطالعه د ماليزيا نړيوال اسلامي پوهنتون ترسره کړه. کله چې نوموړې مطالعه ترسره شوه، وروستی راپور يې له ټولو اړونده ادارو سره شريک شو. په نوموړې مطالعه کې دا ثابته شوې چې ننګرهار د نړيوال اسلامي پوهنتون لپاره يو مناسب ځای دی؛ که داسې نه وای نو دغه امکاني مطالعې به دا هر څه په ډاګه کړي وای، چې ګنې ننګرهار د ياد پوهنتون ظرفيت نه لري.

امکاني مطالعه يو لوی سند دی، چې په ننګرهار کې د ياد پوهنتون د جوړېدو منطق زباتوي. دا چې ايا د دغه امکاني مطالعې نهايي راپور چې د کتاب په بڼه چاپ شوی ولسمشر او نورو تصميم نيونکو ته رسېدلی که نه؟ دا پوښتنه وارده ده.

په دغه مطالعه کې د ننګرهار هوا، اوبه او خاوره ټول ارزول شوي، په نوموړې مطالعه کې نړيوال اسلامي پوهنتون لپاره بزنس پلان جوړ شو، Governance Models يې طرحه شول، اکاډيميک پلانونه يې جوړ شول، Conceptual Master Plan يې جوړ شو، Conceptual Landscape Master Plan يې جوړ شو، زيربناوې يې طرحه شوې او قېمت گذاري يې ترسره شوه.

د زرغونو سيمو لپاره هغه ونې په پام کې ونيول شوې چې د ننګرهار د آب و هوا سره سمون ولري.

امکاني مطالعه؛ ودانۍ او قېمت ګذارۍ:

د دغه طرحې له مخې به په ياد پوهنتون کې لاندې ودانۍ ابادېږي:

لومړی اکاډيميکې ودانۍ:

انجنيري، اقتصاد او Islamic Finance، قانون، Fundamental Knowledge and Interdisciplinary Studies، ساينس، Human Sciences & Education، طب او غاښونو طب، Environmental Design، معماري، ICT، Allied Health Sciences

دويم مرستندويه يا Supporting ودانۍ:

اداري ودانۍ، سپورټ کمپلکس، مسجد، مرکزي تالار، د محصلينو مرکز، کتابخانه، د ژبې مرکز، تجارتي اسانتياوې يا Commercial Amenities، د معلوماتي ټيکنالوژۍ مرکز، روغتيايي مرکز، مرکزي ګراژ او ورکشاپ، د حفظ مراقبت واحد، امنيتي وداني.

دريم د اوسېدو ځای:

د لوړپوړو اوسېدو ځای، VP/Staff/Guest Housing، د نارينه زده کوونکو ليليه، د ښځينه زده کوونکو ليليه او د واده شويو زده کوونکو اوسېدانې ځايونه.

نوموړې ودانيزې چارې به په درې مرحلو کې د ۲۱۳۵۸۰۰۰۰ امريکايي ډالرو په لګښت سرته ورسېږي.

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply