غزل / شاهنواز باقر

0 919

د محبت راز ته په داسې اظهار اور ورکړم
لاس چې د چا سره ميلاو کړمه. نو زور ورکړم

څه عجيبه دکانداري مې شروع کړې خدايه!
چې زندګي د چا پکار وي ، زه يې پور ورکړم

زه به ترې خلاص شم ، د هغې به پرې څه کار وشي
خاموشي نشته؟ چې د خپلې برخې شور ورکړم

د خداى نه زار شمه ، همهغه کس په ما مين شي
چاته چې زه د ستا لپاره خپل انځور ورکړم

هغه زما په ټول وجود باندې قبضه واچوي
باقره! چاته چې په خپل زړګي کې کور ورکړم

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply