عبدالغني برادر د ګوانتانامو بندیانو په څیر د قطر سیاسي دفتر د غړیتوب حق لري !

0 608

02/11/2018 

 دوکتور محمد عثمان تره کي

عبدالغني برادر د ګوانتانامو بندیانو په څیر د قطر سیاسي دفتر د غړیتوب حق لري !

د میډیا د خبرونو له مخې طالبانو قطر سیاسي دفتر ته پراختیأ ورکړې ده.

د ګوانتانامو نه آزاد شوې پنځه تنه بندیان د قطر سیاسي دفتر د مرکچیانو په توګه ګمارل شویدي. دغه کسان د یو توافق لیک په بنسټ ( نوامبر 2011 ) چه د امریکا او قطر حکومتونو تر منځ لاسلیک شوې وو د ګوانتانامو نه د آزادیدو د نیټې څخه ( 2014 ) تر نن پورې په قطر کې تر کلکې څارنې لاندې وو: افغانستان او د افغانستان ګاوندیو هیوادونو ته د مسافرت حق نه درلودل، په عامه او مطبوعاتي غونډو کې د ګډون  او د چندې ته‎ټولولو نه بې برخې وو. په لنډو د آزاد شوېو بندیانو په مدني او سیاسي حقونو باندې بندیزونه لګول شوې وو.

بندیانو ته د قطر دفتر غړیتوب ( په واقعیت کې یو امتیاز ) وربښل پدې مانا ده چه دوي بشپړه سیاسي حق تر لاسه کړیدي.

د بشر د حقونو  ځینې مدافعین ګوانتانامو ته د ځمکې په سر د دوزخ نوم ایښي وو. د ګوانتانامو بندیان د افغان په خاوره باندې د امریکا د تیري د لمړنیو قربانیانو په ډله کې راځي چه بې له محاکمې نه کلونه د ګوانتانامو په دوزخ کې تیر کړل.  دغه بندیان مستحق ترین ډله شمیرلي  شو چه  باید په قطر کې د افغانستان د خپلواکي په موخه له یرغلګرو قوتونو سره حساب او کتاب ته کیني.

بندیانو ته امتیاز ورکول ښه خبره ده پدې شرط چه د ټولو بندیانو سره یو شان چلند وشي.

د سولې په پروسه کې د ګډون  دوهمه مستحقه ډله هغه بندیان دي چه د پاکستان په جیلونو کې د اوږدمهال بند موده تیره کړیده. پاکستان، د امریکا سره د ستراتژیک ملګرتیا په بدل ګنشمیر طالب مشران ووژل او یا بندیان یې  کړل. ملا برادر، مولوي عبدالصمد ثاني، ملا محمد رسول و ملا

سلیمان آغا د پاکستان د افغان دشمن سیاست قربانیان دي.

یو ډاډمن او غوره امنیت، دائمه سوله او خپلواکي چه د امریکا سره د مذاکراتو زیږنده وي او په کې افغانان ګټونکې وي نه د طالبانو سره په تعامل ګاوندیان،  دا ایجابوي چه باید د قطر دفتر په سیاسي ترکیب کې اندول رامنځته شي : که سولې مذاکراتو ته ورګدیدل بندیانو ته د امتیاز ورکولو په مانا وي، د قطر د دفتر د لارې د سولې په خبرو کې باید نه یوازې د امریکا د ظلم نه تاواني شوی بندیان ، بلکې په کې د پاکستان د خیانت نه زوریدلې زندانیان هم برخه ولري.

پر وسله وال مقاومت باندې تور لګول کیږي چه په افغانستان کې د آي، اس، آي اجندأ تطبیقوي او امریکایي اشغال په پاکستاني اشغال بدلوي. د قطر دفتر په ترکیب کې د ملا برادر او د ده ملګرو په شاملولو کې وسله وال مقاومت عملاً ثابتوي چه د ګاوندي هیواد د اشغال د ګمارل شوې لشکر په توګه دنده نه ترسره کوي.

د قطر دفتر کمي او کیفي پراختیا او د هغې نه د سولې ملي مرکز جوړول بل اړخ هم لري :

د افغانستان د څلویښت کلنې جګړې د پیچلتیا له کبله چه په کې مذهب، حقوق، سیاست،   اقتصاد، ژیوپولتیک یعنې عقیدوي او علمي ضوابط  سره په تړاو کې ده ، اړینه ګنل کیږي چه طالبان  هڅه ونکړي چه د  سولې پروسه پخپل قبضه او انحصار کې وساتي.

د اشغال په ضد د  طالب مقاومت سرشیندنه د افغانستان په حماسي تاریخ کې ځانګړې فصل جوړوي. خو اوس  چه د سولې پراخه او  پیچلې پروسه د میز په سر باندې ده یو بل  واقعیت  ته هم باید پام واړوو: د زیرک او مکار دشمن سره  واقعبینانه، عملي او عقلاني چلند ایجابوي چه د مذهب ( جهاد ) تر څنګ د مختلفو علمي برخو د متخصصینو د پوهاوي نه ګته پورته شي .

د قطر دفتر پدې باندې تورن دي چه د سولې او جګړې په اړه د پاکستان د امر او نهي تر تبعیت لاندې دي. د ملا او غیر ملایانو نه د سولې یو ملي مرکز جوړول له یوې خواه دفتر ته سیاسي انډول ور په برخه کوي او له بلې خواه د مداخله ګرو هیوادونو په وړاندې د دفتر خپلواکي تضمینوي. مهمه دا چه افغانانو ته ډاډ ورکوي چه طالبان د سیاسي قدرت د انحصار په لته کې ندي او د خپل تیر امارت غلطی نه تکراروي. ’’ پاي ‘‘

فرانسه – 01/11/2018

دوکتورم،ع، ت

 

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply