د افغانستان اصلي د ښمنان ځینې ګاونډیان او ورسره همغږي افغانان دي

0 572

محمد انور ولید

۱۳۹۷ لمریزکال ـ د لړم ۱۳ مه 

افغانستان په نړۍ کې یوه پېژندل شوې لرغونې جغرافیه ده چې د تمدن قدامت یې ترپنځه زروکالوهم وراوړي اود موقعیت له کبله یې د آسیا د زړه لقب ګټلی ، خوپه ستراتیژیکي اوفزیکي لحاظ یې د خپل تاریخ په اوږدوکې د نړیوالوپام ځانته وراړولی دی . د آسیا په وچه کې افغانستان د یوه داسې څلورلارې په توګه کارول شوی چې غرب له شرق سره ، اوشرق له غرب سره تړي . ځکه له پخوا راهیسې د تمدنونواوسوداګریزوتوکود لېږد را لېږد اود سیاسی اړیکود ټينګېدویوازینی دهلېزهمدا هېواد ؤچې متأسفانه د وخت د زبرځواکونوله خوا د هغوی د باروتي فیلانوترپښولاندې شوی ، ځمکنۍ بشپړتیا ، هوایي حریم اوخپلواکۍ ته یې په سپکه سترګه کتل شوي ، افغانان په کې وژل شوي ، شتمنۍ یې لوټ شوې اوترډېره د پردوترسیوري لاندې اسیرپاتې شوی دئ .

هلته هم ځینوافغان سیاسي ژباړونکود افغانستان د ملت ، ځمکنۍ بشپړتیا اوخود ارادیت پرخلاف له پردوزبرځواکونواوکینه کښوګاونډیانوسره د ملت په غیاب کې لاسونه یوکړي، د خاورې تمامیت، خپلواکي اویکه تازي یې هغوی ته په واک کې ورکړې اومرګ ژوبلې اود اقتصادي ، کلتوري ، دیني اوملي ارزښتونو نه جبرانېدونکې زیانونه اونا څرګند برخلیک یې غریب ملت ته په میراث ترشا پرې اېښی . ځکه خود افغانستان غریب اوځورېد لی ملت ترنن پورې د خپلوملي شتمنیواو خپلو اوبو ترڅنګ وږی، تږی لوڅ بربنډ اوبې برخلیکه یرغمل ساتل شوی دئ.

تاریخ دا ثابته کړې چې ځینوپخوانیو افغان واکمنود استعمارپه پوځي اومالي ملاتړسره د افغانانود خوښې خلاف د جبراوزورحکومتونه په بهرکې جوړکړي ، زموږ په هېواد کې د ننه یې مهندسي اومدیریت کړي ، بیا یې په ملت کې د ننه ډول ډول د نفاق تخمونه په کې کرلي اواستعمارخپل ځانته په افغاني خاوره کې د بقاء اوپاتې کېدو زمینه پرې برابره کړې ده .ځکه غل تل د خپل مل په واسطه په پردي کورباندې وراوړي ، د منقولو شتمنیو ځایونه ورته ښیي ، په کورکې بېداراوويښ خلک یې ورباندې وژلي اوبیا یې په قلاره د کورټولې ملي شتمنۍ ترې لوټ کړې دي .

خوچې د خپل زړه بړاس اوآرمان یې نه دئ ورباندې ختلی ، نوبیا یې ترمنځ د جنګ جګړوجوړولوهډوکې د بیا ځلې مداخلواوپوځي ، سیاسي اواقتصلدي یرغلونوله پاره په میراث په کې پرې اېښي دي چې دادي ترنن پورې هره ورځ له موږڅخه د سراومال قرباني اخلي.            

   حقیقت څه دی اوموږ ولې پردې باندې مجبوراومکلف شوي یوچې زموږ په خپل کورکې پردو را ته د خپلوباروتي فیلانوغوبل جوړکړی او ترپردیو پرمختللو تکنالوجیکي وزرولاندې د مرګونوپه تبه باندې مرو؟

ولې پردوته افغان غلامان دومره ورنږدې اوګران دي چې هم یې په خپلو پوځي غدیوسره بدرقه کوي ، هم یې د بقاء د پاره په مخکې قرباني ورکوي، هم یې په سیا سي ، مالي او پوځي لحاظ تمویلوي، هم یې د واک پرګدیوباندې د پاسه ورکښېنوي اوهم یې بېرته په خپل یا ددښمن په لاس له منځه وړي؟

د دغوغلامانو کمال په څه کې دی اواستعمارته څومره جذاب دي چې د هېواد ، خاورې ، خپلواکۍ اوهېواد والوغلیمان آن ترپوځي نیواک پورې له ځان سره را کاږلی شي ؟

د استعماري ځواکونومینه اول ېوالتیا څومره ده اوڅشي دېته اړکړي چې د خپل سراومال په بدله د پردیوهېوادوتسخیراو نیواک ته زړه ښه کوي ؟ آیا په مزدورانوباندې مین دي اوکه د هېوادونوپه لوڅواوپټوشتمنیوباندې ؟

که استعماري زبرځواکونه په دغه دول مزدورانوباندې مین وي ، نوبیا یې ولې له منځه وړي . اوکه په پردیو شتمنیو لوټ کولوباندې یې خپل زړونه بایللي وي ، نوبیا خودغه ډول مزدوران هسې ورته د کبانوښکارکولود توت ارزښت هم نه لري اویوازې هغوی پردیوهېوادوته پرته له کوم ټکس او ویزې لګولوڅخه د خپل ځان رسولوپه خاطراستعمالوي اوبس؟

ګاونډیان ولې زموږ هېواد ته دومره پاخه ناست دي چې هره ورځ له همدغو افغانانو څخه په سر او مال دواړو باندې خپل غچ اخلي ؟ آیا افغانان د خپلوګاونډیانودومره پوروړي دي چې په تېروڅلوېښت کلنوپرله پسې ځاني اومالي مرګ ژوبلواوقربانیو ورکولوکې هم دهغوی پوروراداء نه شوکه څه ؟

 که چېرته کینه کښ ګاونډیان افغانان د خپل سر او مال پوروړي بولي نو ترافغانانو مخکې تزاریانویو ځل مخکې  په مروه او پنجده باندې حمله وکړه ، افغانانو په تزاري روسانوباندې حمله نه وه کړې ، تزاریانو(۲۰۰۰) افغان پوځیان په کې شهیدان کړل اوپه مروه او پنجده باندې یې خپلې ګونډې ووهلې چې ترنن پورې د روسي پلوه حکمرانانو په لاس کې پاتې ده.

بیایې په (۱۳۵۸) لمریزکال کې د جدی په شپږم تور ماښام پرټول افغانستان باندې د ځمکې اوهوا له لارې پوځي حمله وکړه ، ټول افغانستان یې اشغال کړ، په مېلیونوافغانان یې په خپل ټاټوبي کې شهیدان ، ژوبل ، زنداني اومهاجرکړل ، کورونه ، کلي ، ښارونه اوملي تأ سیسات یې ورونړول ، وروسته بیا خپله له شرمېدلې ماتې سره مخ اوله افغانستانه ووتل.

همداسې که چېرته ایران افغانان د ځان پوروړي ګڼي ، نوهغوی خو(۳۰۰) کاله وړاندې په افغانستان کې هره ورځ د افغانانو( دوه ) سېره پزې ، غوږونه ، شونډې او د بدن غړي ورپرې کړی ، آیا د ګرګین هغه کړي ظلمونه د ایرانیانوهېردي اوکه په قصدي توګه ریښتینی تاریخ د حسن چپ د کندو شاته ورغورځوي ، نوبیا څه شي دېته اړکړي چې په افغانستان کې له تخریب پرته بل رغنده کاراو مرستې ته اوږه نه ورکوي اود افغانستان د خپلواوبو پرسریې له افغانستان سره دښمني پیل کړې اوافغان چارواکې د خپلو اوبو مدیریت ته په قلاره نه پرېږدي ؟

همدغه رازد پخواني برتانوي استعمارپه میراث ناست پاکستان له تېرو(۷۰) کالو را په ایسته د افغانستان په اړه خپل سترا تیژیک حمق داسې په خوب ویني لکه ښکاري پشۍ چې موږک ته دغارپه خوله کې غلې ناسته وي .

له نن نه دوه نیم سوه کاله وړاندې برتانوي استعمارپرافغانستان باندې خپلې حملې پیل کړې اودری ځلې یې د لوی برتانوي هند له لوري پرلوی افغانستان باندې بریدونه پیل کړل . خود خود ارادیته اود قربانیوحس لرونکوافغانانوله خوا یې دري ځلې ماتې خوړلې ، او وروستۍ هغه یې له نن څخه (۹۹) کاله وړاندې د پای ماتې وه چې افغانانوخپل استقلال په زورترې ترلاسه کړ.

کله چې په افغانستان کې د برتانوي پوځ پښې وښوئېدې ، ورسره جوخت یې په نړۍ کې استعماري طلسم مات اوامپراتوري یې هم ړنګه شوه.

خواوس د چرچل له توصیې سره سم وروسته له (۹۹) کالوله نړیوالوسره یوځای یوځل بیا راغبرګ شول ، په پردیو جغرافیوکې د خپل ځای ناستي پاکستان په ملاتړیې د تریاکوجګړه افغانستان ته راوړه ، د سنلېس مافیایي غړو د روا والي اومشروعیت تبلیغونه ورته کول اود ترورېزم په پلمه یې د افغانستان په هلمند ولایت کې د تریاکوکښت ، حاصلاتو راټولولو، قاچاق اود یورانیمو زېرمو غلاکولوپه سیمه کې یې د خپلې استثماري بېړۍ لنګرواچاوه چې په افغانستان کې ترټولوآرامه سیمه یې ورسره نا آرامه کړه.

له دوی سره په څنګ کې د افغانستان ځينې کړۍ هم په دې مافیایي تورتجارت کې شریکې وې چې په لنډه موده کې یې ځانونه ور سره لک پتي کړل.

له بلې خوا ناټوپه افغانستان کې له ترورېزم څخه د بني اسرائیلوغواجوړه کړه ، له پاکستان او روسیې څخه افغانستان ته د اکمالاتي کتارونولېږد را لېږد د ترورېزم اومافیایي کړیود توردرامد هغه د شیدوغوا جوړه شوه چې په تېرو( ۱۷) کالوکې یې پۍ شیدې وچې نه شوې . چې له دې درکه د افغانستان ترټولولوېدلي مافیایي ګروپونه د توروپانګوڅښتنان شول.

اوس همغه مافیایي ګروپونه د حکومت سیستم ته ورننوتي ، وکالتونه ، وزارتونه ، نورې خپلواکې څوکۍ په توربازارکې پرپیسو ځانته رانیسي چې پرمټ یې په حکومتي سیستم کې بېخرته رشوتونواواختلاسونو ته لارې خلاصې کړې اوافغانستان یې د نړۍ د مفسدو هېوادو په کتارکې ورباندې ودراوه.

اوس چې د افغانستان اجرائیي ، تقنیني او قضائیي سیستمونه له قانوني اعتبارڅخه لوېدلي ، نو ښکاره خبره ده چې راتلونکی زعامت هم ورسره په خطرکې لوېدلی ، ځکه د ملت اکثره روږدوکسانوخپل ځانونه ، خپل فامیلونه او خپل قامونه په پیسو باندې پلورلي او د پیسو په بدل کې یې خپلې رائیې مافیا یي کړیو ته ورکړې دي ، کله چې دا پارلمان په غوڅ اکثریت له مافیایي کړیو څخه تشکیل شي ، هغوی به وزیرن هم د تور بازار له لارې اجرائیې ته راولي ، قضائیي سیستمونه به هم همداسې در ته ولړي ، امنیتي سیستمونه به هم د پردیو په خوښه درته تشکیل کړي ، بیا چې پردیو هر ډول شرطونه ور باندې اېښودل ، په پټو سترګو به یې ور سره لاسلیک کوي او افغانستان به تر لسیزو کالو پورې د تېر په څېر د پردیو جګړو او وسلو آزمویلو ډګر او آزمون ځای وي چې بیه به یې بیا هم همدغه خلک پرې کوي چې نه چا د رائیې ور کولو حق ورکړ، او نه یې سیاسي ، نظامي او مالي ملاتړ شته.

پایله داچې که دغه ډول رائیې او دغه ډول مشروطې ټاکنې بیا هم دوام پیدا کړي ، نو د افغانستان برخلیک او راتلونکې نا څرګنده ، رژیم ، استقلال او د خاورې تمامیت یې ټول په خطرکې دي . د افغانستان اصلي دښمنان همدغه ډول ګاونډیان او کورني ، سیمه ئیزې او نړیوالې مافیایي کړۍ دي چې افغانستان یې لومړی سره استعمار ته ، او ور پسې یې تور استعمار ته په لوی لاس ورتسلیم کړاو د افغانانو په مېلیونونو ځاني او په میلیاردونو مالي قربانیو او ټولو ملي ، دیني او فرهنګي ارزښتونو ته یې په سپکه سترګه کتلي دي او ګوري.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply