سوله څه ته وايي؟ / محمد انور ولید

0 1,931

سوله ډیرتعریفونه لري. کیدای شي چې ځینو خلکو ته سوله د ډلو او دولتونو تر منځ د جګړو، شخړو او اخ او ډب د نه شتون یا په بل عبارت د ډز بندۍ په معنا ګڼي. خو که چیرې په یوهیواد کې پورته یادې شوې ستونزې شتون هم ونه لري خو چې خلک خپلو روا حقوقوته لاسرسی اوعدالت شتون و نه لري او په ټولنه کې عدالت حاکم نه وي، نو د خلکو حقوق به تروړل کیږي چې په دې صورت کې به خلک بیا هم اړ شي چې د خپلو حقوقو د ترلاسه کولو له پاره لومړی د قانون په چوکاټ کې خپلې غوښتنې مطرح کړي اوکه چیرې د قانوني لارې دا کارعملي نه شي نو د حقوقو څخه محروم خلک به په هره لاره چې وي د خپلو روا حقوقونو ترلاسه کولو لهپاره بله لاره چاره غوره کوي که هغه لاره نرمه وي یه سخته ، سړه وي او یا ګرمه. داسې باور کیږي چې سوله هغه مهال شتون لري چې په ټولنه کې لاندینی حالت حاکم وي:

·    خلک، د ډاراویا تاوتریخوالي له ګواښ پرته په خوندیتوب کې ژوند کوي، یعنې د ټولنې هرغړی کولای شي چې په ډيرډاډ سره د ژوند ټولې چارې له هرډولوېرې او ډارپرته سرته ورسولای شي. هیڅکله هېڅ ډول تاوتريخوالي او ظلم په  قانون کې د منلونه وي ، او هیڅ ناروا عمل د بښنې وړنه وي. 

·   قانون د ټولو په وړاندې یو شان پلی کیږي، خلک په قضايي سيستم باندې باور لري، او د خلکو حقونه په عادلانه اواغیزمنه توګه د قصايي/عدلي اوامنیتي اداروله لورې په خوندي توګه ساتل کیږي.

·  هرڅوک کولای شي چې په سیاسي چا رواو سیاسي پریکړو لکه د قوانینو، مقرارتواو پالیسیو په جوړولوکې ګډون وکړي. حکومت خلکو ته حساب ورکوي او د ملت د یو خدمتګار په توګه عمل کوي نه د یو حاکم په توګه. البته په ټوټالیتر نظامونو او سیسټمونو کې حکومت هیچا ته ځواب ویونکی نه وي، خو ددې پرخلاف جمهوري نظامونه بیا د پورته یادو ځانګړنولرونکي وي.

·  هرڅوک بنسټیزو اړتیاؤ لکه خوړو، پاکو اوبو، سرپناه، ښوونې اوروزنې، روغتيا پاملرنې اود ژوند سپیڅلي چاپیریال ته پرته د جنس، قوم، ژبې، ملت، مذهب او نژاد په پام کې نیولویوشان لاسرسی لري. له شک پرته دا کارهغه مهال شونی دی چې په ټولنه کې یوعدلانه نظام حاکم وي. ټولې فیصلې د قانون له مخې اود خلکوله خوا مطرح شوي اود قانون په چوکاټ کې ترسره کیږي.

·  خلک د هغوی د ځانګړي هویت په پام کې نیولو پرته د کار او ژوند، یو شان فرصتونه لري. هغوی ته د هغوی د وړتیا سره سم د کار شرایط برابریږي او د هیواد په هره برخه  یا سیمه کې يې چې  خوښه وي سکونت اختیارولای شي اوله هرډول ګواښ پرته خپل عادي ژوند ته ادامه ورکولای شي.

د پورته یادو شوو حالاتو شتون د عدالت په رڼا کې شونی دی کوم چې په خپل وار سره د رښتوني سولې ضمانت کوي اولاره ورته هواروي.

سوله د مثبت او منفی حالت په بڼه راڅرګندیږي:

لکه چې پورته ورته اشاره وشوه ځینې خلک په ساده باور د تاوتریخوالي او جګړې نه شتون ته سوله وايي. د سولې دې ډول ته منفي سوله وايي. منفي سوله د هغه يو نامطلوب حالت ښکارندويي کوي، چې نه واقع کیږي، لکه د بیلګې په توګه د اوربند له امله جګړه درول شوې ده، آن تر دې چې که چیرې د نورتاوتريخوالي د خپریدوامکان لا تراوسه هم شتون ولري.

کله چې تاوتریخوالي او بې عدالتۍ په هره بڼه وي ، که هغه مستقیم اویا کلتوري شتون ونه لري، نودې حالت ته مثبته سوله وايي. د مثبتې سولې موخه د ټولنې د بیلا بیلو ډلو، لکه د ښځو او نارينه وو، ځوانانو او سپين ږيرو ترمنځ او همدارنګه د ښاري او کلیوالي سیمو د خلکو ترمنځ د واک توازن رامنځته کول دي. مثبته سوله د هغې ټولنیزې سولې په معنا ده چې د ټولنې ټول غړي سرچینو ته لاسرسي و لري او و کولای شي چې خپلې لومړنۍ بشري اړتیاوې پوره کړي. سوله د هر ډول جګړې یا شخړې د بشپړ نه شتون په معنا نه ده، ځکه چې جګړه یا شخړه زموږ د ژوند یوه طبیعي او اړینه برخه ده. د هغې سمه معنا دا ده چې جګړې یا شخړې، خپل ځای سوله ایزو لارو چارو ته پریږدي او د درناوي له لارې باید د ټولو ښکیلو وګړو روا (قانوني) اړتياوو او ګټو ته د عدالت په رڼا کې پاملرنه و شي. له همدې امله، سوله هغه بهیرته ویل کیږي چې شخړې (جګړې) د سوله ایزو لارو له لارې د خلکو تر منځ تلپاتي مثبتې او رغنده اړیکې بیا رامنځته کړي، د خلکو دردونو ته مرهم وګرځي، پخلاینې ته پاملرنه وکړي او داسې  ټولنيز سيستمونه رامنځته کړي چې د ټول نفوس اړتياوې پوره او د شخړو د حل له پاره رغنده کارتر سره کړي. خودا یواوږد بهیردی چې پای ته رسیدل یې هېڅوک نه غواړي.

سوله څرنګه راځي؟

د سولې راوستل یو مفهوم دی چې په هغه کې بیلابیل بهیرونه، کړنلارې او پړاوونه دې ته اړ دي چې ویجاړونکي شخړې په پایښت لرونکو اړیکوکې شاملې، بدلې او تلپاتې وساتي. دا اصطلاح په همدې توګه په پراخه کچه یو لړ فعالیتونو ته وايي چې د سولې د رسمي تړونونو څخه د مخه او وروسته تر سره کیږي. د دې پوهې په رڼا کې، سولې ته نه یوازې د یو پړاو يا حالت، بلکې د یو روان بهیر په سترګه کتل کیږي. ځکه سوله داسې یو بهیردی چې یوڅوک پرته له دې چې کوم شخصي هدف ته په کې ورسېږي ، باید په کې بوخت شي .

د سولې راوستل د ډیرو بیلابیلو ښکیلو اړخونو لکه حکومتونو، مذهبي سازمانونو، مدني ټولنو، دودیزو مشرانو او جوړښتونو، رسنیو، او سوداګریزو ټولنو دنده ګڼل کیږي: دا د ټولنې په ټولوعلمي بنسټونو اوحکومت، ښوونځيو او سوداګریزو مرکزونواوهرکلي او ښارکې د ټولنیزو مرکزونو په  کچو کارغواړي. د سولې راوستل د ارزښتونو، د اړیکو د مهارتونو، تحلیلي چوکاټونو، او ټولنيزو بهیرونو یوه ټولګه ده.

د سولې د راوستلو لپاره د خلکو او د هغوی د چاپیریال تر منځ د رغنده اړیکو جوړولو مهارتونو ته اړتیا لري. په داسې حال کې چې جګړې د ټولو اړیکو یوه طبیعي برخه جوړوي، خلک کولای شي له هغو مهارتونو سره ځان بلد او باور پرې پیدا کړي د کومو لارو څخه په استفادې سره له نورو سره اړیکه جوړه کړي، تر څو د ژوند په څرنګوالي کې ښه والي راولي. اړیکي او پوهاوی، پوښتنې او ځوابونه، منځګړیتوب او خبرو اترو مهارتونه د سولې د راوستلو لپاره د بهیرونو اصلي برخه جوړوي.

د سولې راوستل په جګړه ځپلو هیوادونو کې د پایښت لرونکي بشري امنيت اوعادلانه پرمختګ د رامنځته کولو بنسټ ګڼل کیږي.

سوله ئیز بهیرونه:

·  له تاوتریخوالي پرته د شخړو سمبالول: د داسې یو ملاتړ اړتيا شته چې د يوې ډلې د ځواک د زياتولو له لارې د هغوی ستونزوته د حل لاره پیدا او د اړینو شرایطو له لارې اړیکو ته بدلون ور کړل شي.

·  د مستقیم تاوتريخوالي کمول: هڅې بايد و شي ترڅو مستقیم تاوتريخوالي لږ شي. دا کار بايد عدالت ته د سرغړونکو (عاملينو) د را کش کولو، قربانيانو ته د هوساینې برابرولو اود تاوتريخوالي د مخنیوي، او د سولې د راوستلو فعالیتونوته د یوخوندي چاپیریال برابرولو، کوم چې د تاوتريخوالي اصلي لاملونه ګڼل کیږي، د پام کولو له لارې ترسره شي.

·  په اړیکو کې بدلون راوستل: داسې هڅو ته اړتیا ده چې موخه یې د داسې بهیرونو رامنځته کول وي چې دردونو ته درمل وګرځي، شخړو ته د پاې ټکی کیږدي او عدالت رامنځته کړي، تر څو د خلکو او هغوی په اړیکو کې بدلون راولي. دا بهیرونه خلکو ته فرصتونه ورکوي چې د اوږدې مودې له پاره، پایښت لرونکې حل لارې رامنځته او د هغوی اړتياوو ته پاملرنه وکړي.

·  د وړتیا لوړول: هغه فعالیتونه، چې موخه يې يوازې د داسې جوړښتونو رامنځته کول وي چې د سولې د یوه پایښت لرونکي کلتور مخکښ جوړشي، بايد پلان يې جوړاوپلي شي. نو دا بیا پردې سربيره د خلکو له پاره ممکنه ده چې د اوږد مهالې سولې راوستلو د هڅو په اړه فکر وکړي ترڅواړتیاوواوحقونوته دځواب ویلوجوګه شي ، د ښوونې او روزنې، پرمختګ، پوځي بدلون او تحول، څیړنې او ارزونې له لارې د تاوتريخوالي د مخنيوي شته وړتیا وې لوړې کړي.

د سولې راوستو له پاره غوره بنسټيز اصول:

·  ارزښتونو ته پام کول: رواني، شخصي او سازماني غبرګون ته پام کول چې د سولې د راوستلو پروګرامونه د هغوی د ارزښتونو سره څه ډول تړاولري. 

·  بنسټيزواړتیاوواوحقونوته پام کول: د سولې راوستل له خلکو سره مرسته کوي ترڅوهغوی لومړنیو اړتیاوو او حقوقوته لاسرسی ولري په داسې حال کې چې د نورو اړتیا وې اوحقونه هم ومني.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply