ټاکنې باید له ټولو نېمګړتیاوو سره،سره سیاسي نه شي

0 702

احسان الله ارینزی   

د نړۍ ټول هغه ولسواک هېوادونه چې وخت په وخت ټاکنې کوي، د ټاکنو او د شکایاتو د اورېدو خپلواک کمیسیونونه لري چې د حکومتونو او نورو اړونده بنسټونو په مرسته د خلکو رایې ټولوي او د ټاکنو پایلې اعلانوي.

البته په دې هېوادونو کې ملی ظرفیت هم داسې حد ته رسیدلی وي چې ټول اړخونه خپل رسالتونه او مسوولیتونه په سمه توګه پیژني. دولتونه له خپل ټول مشروعیت، هیبت او صلابت سره د ټاکنو د خپلواکه کمیسیونونو شا ته ولاړ وي، قوانین  تطبیق کېږي، مدني ټولنې، سیاسي ګوندونه او رسنۍ خپلې دندې په سمه توګه سرته رسوي او خلک په دې پوهېږي چې د دوي رایې څومره مهمې دي او همدا دوی دی چی د واک او مشروعیت اصلي سرچنیې بلل کیږي او د خپلو ګوندونو یا فردي پرېکړو له مخې، داسې کسان ولسي جرګو ته لېږي چې وړتیا یې ولري او د یوه ښه استازي یا وکیل په دندو، صلاحیتونو، مسوولیتونو او رسالت پوره پوه وي!

د افغانستان د ولسي جرګې د اوولسم پړاو ټاکنې د غزني او کندهار ولایاتو پرته، د روان کال د میزان یا تلې په 28 وشوې چې پایلې به یې په لنډه موده اعلان شي.د کندهار ټاکنی اونئ وروسته وشوی او د غزنی لا نه دی شوی.

ویل کېږي چې په دې ټاکنو کی ستونزې، نېمګړتیاوې، تېروتنې او حتی درغلۍ شته، ځینې خلک او د ټاکنو خپلواک کمیسیون دا ټاکنې د افغانستان په شرایط کې بریالی بولي؛ خو ځینې خلک، ډلې او ګوندونه د ټاکنو خپلواک کمیسیون دارالانشا او کمیشنران پخپلو دندو کې بریالي نه بولي او د ټاکنو په پایلو شکونه څرګندوي.

ښکاره خبره ده چې په افغانستان غوندې هېواد کې چې تقریباً نیمه خاوره یې د وسله والو مخالفینو په ولکه کې ده او په پاته کې هم د قانون په ځای د زورواکو، ټوپکیانو، مافیا او غلو شتمنو راج چلېږي، د پوره، ناپېیلو، رڼو، عادلانه او سراسري ټاکنو امکان نشته؛ خو دا خبره په دې مانا نه ده چې خلک دې هرې غلطي او نیمګړتیا ته په دې پلمه غاړه کېږدي چې جګړه ده او امنیت نشته!
له بلی خوا هیڅوک له دی هم سترګی نه شی پټولای چی که درغلئ هم شوی وی، یوازی د ټاکنو کمیسیون ملامت نه دی؛ په دی کی د ځینو نوماندانو، ناظرینو، د کمیسیون د مامورینو، امنیتی ځواکونو، والیانو، ولسوالانو، قوماندانانو، زورورو، ملیونرانو، ملایانو، خلکو او په تیره بیا ځینو ځوانانو ملامتی هومره درنه ده چی خدای ج به یی هیڅکله و نه بښی. دی ټولو د خپلو ګټو له پاره دا ملی پروسه بدنامه کړی ده! ویل کیږی چی د دی درغلیو له پاره په ملیونونو ډالر لګیدلی او ډیرو کسانو پوره پیسی ګټلی دی!!

په هر صورت موږ باید له یو ځایه پېل وکړو. سمې، رڼې، سراسري او عادلانه ټاکنې د هېوادپاله او مسلکي ولسي جرګې بنسټ جوړوي. سمه او فعاله ولسي جرګه به د مناسبو قوانینو د تصویب او په حکومت باندې د منظم څار له لارې، د دولت د مشروعیت له لوړولو سره مرسته وکړي او بیا به په دولت باندې د خلکو باور پیاوړی شي، د خلکو او دولت تر منځ واټن به کم شي او ټول هېواد به د نیکمرغۍ په لور په مخ وخوځي.

په هر صورت په ټاکنو کې به نیمګړتیاوې ډېرې وي او په دې کې هېڅ شک هم نشته؛ خو د ملي بنسټونو او ملي پروسو بې اعتباره کول یا د هغوی پرستیژ ته زیان رسول هم سم کار  نه دی او هېواد ته درانه زیانونه رسولی شي.

بله خبره دا ده چې ټاکنې باید له خپلو ستونزو سره- سره سیاسي نه شي، دولت هېچا ته باید دا حق ورنکړي چې د خپلو تنظیمي، سمتي، مذهبي، قومي، منفعتی او حتی استخباراتي ګټو له پاره، د هېواد له برخلیک سره لوبې وکړي او په خړو اوبو کې ډېر کبان ونسي!

ولسواکي د خلکو په مټ جوړېږي. خلک د تاریخ خوځنده ځواک او د برخلیکونو ټاکوونکي دي. د افغانستان خلکو په دې ټاکنو کې رایه ورکړې او په ډېرو سختو شرایطو کې يی رایه ورکړې، دې رایو ته باید درناوی وشی او یوه- یوه شمار شي!

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply