سکه، پیر دې زورور دی! / احسان الله ارینزی

0 687

دا کیسه به یا رښتیا وي او یا به راوی، د کابل پخواني او د بلجیم اوسني اوسیدونکي، خوستی ویچارسنګهـ جوړه کړې وي؛ خو ډېره په زړه پورې ده.

ویچار ویل چې د دوی کورنۍ هغه وخت د وطن پرېښودو ته اړ شوه چې مجاهدینو په کابل د توغندیو د ویشتو وس وموند.

ویچار ویل چې د دوی اته کسیزه نارینه ډله د یوه لارښود په ملتیا، د ځدراڼو په دره، پاړه چنار ته روانه وه چې له مجاهدینو سره مخامخ شوه.

ویچار وایي چې موږ اوریدل چې مجاهدین په دوو ډلو وېشل شوي وو. یوې ډلې غوښتل چې موږ له موټره ښکته کړي؛ خو دوهمې کمکۍ ډلې مخالفت کاوه او ویل یې چې دا په ښکاره سکان او کافران دي؛ نو موږ څه غرض پرې لرو؟ خو د لومړنئ ډلې مجاهدینو ټینګار کاوه چې باید دا خلک وپوښتل شي او که مجرم وختل؛ نو حدود به پرې تطبیق کړي!

ویچار وویل چې دی کمکی ډلی ویل چی سکان او هندوان په دولت کی کار نه کوی، په پوځ کی نشته او پخپلو شخصی کارونو بوخت دی؛ خو اومړنی ډلی ټینګار کاوه چی نه په دوی کی هم خلقیان پیدا شوی چی دوه واره کوپار بلل کیږی!!
ویچار وویل چی د مجاهدینو د یوې لفظي شخړې په پای کې، لومړی ډله زوروره وخته، موږ یی له موټره ښکته کړو او په یو کتار کې ودرولو.

ویچار وویل چې یوه پوښتنه داسې وه چې خدای ولی تاسو سرو – سپینو او دنګو ځوانانو ته په غوسه شوی چې، سکان یې پیدا کړي یاست؟

ویچار وویل چې لومړنی سک ځواب ورکړ چې دا خو د لوی خدای کار دی او موږ نه پوهېږو! ما ته همدومره معلومه ده چې زه مور او پلار به خوست کی سک زېږولی یم او هغه هم سکانو میندو او پلرونو زېږولی وو او همداسې تر پایه!

ویچار وویل چې دا وخت یو بل خیرن مجاهد وړاندې شو، دا سک یې د ټوپک په شپیلی لږ پوری واهه او پوښتنه یې وکړه چې نو تاسو څه بلا وهلي واست چې بسلمانان شوي نه یاست او ځانونه مو د کوپر له بلا څخه نه دی ژغورلي!

ویچار وویل چې زموږ یو بل سک ځواب ورکړ چې لوی خدای چې یو شی په یو چا پیرزو نه کړي؛ هغه داسې وي لکه موږ!
بیا یی شااوخوا ولاړو ببرسرو کسانو ته وکتل او وویل چی د اسلام مبارک دین خو په تاسو غوندې خلکو ښکلی ښکاري؛ خو الله د ټولو دی او ځکه هغه لوی ذات، ځان رب العالمین بولي!
ویچار وویل چې د الله د نامه په اورېدلو سره په دوه – دریو مجاهدینو اوربل شو او په دې بېوزلی سک یې یرغل وکړ چې ای کوپرهُ سکهـ، ته په دې ناولې خوله د الله پاک نوم مه اخله چې اوس به په کلاشینکوف سوری – سوری کړو، هسې هم د کوپارو او شورویانو په ضد جخات روا دی، دا یې یو څو تاسو هم پکې!

ویچار وویل چې لویه ګډوډي پېښه شوه، ګیټونه کش شول او موږ د مرګ په پوله ودرېدو!

بیا د مجاهدینو خپلمنځي لانجۍ زور واخست، ځینو ویل چې په دې خلکو جخات کوو؛ خو ځینو ویل چې هسې دنیا په کوپارو ډکه ده، موږ خو ټول نه شو وژلای!

ویچار وویل چې آخر پرېکړه دا وشوه چې سکانو که له مرګه ژغورل غواړي؛ نو کلیمې ووایي او بسلمانان شئ!

ویچار وویل چې موږ په سترګو کې سره وپوهول چې د دې خلکو له منګولو د خلاصون یوازنئ لار همدا ده چې (هو) ووایو او ځانونه د دوی له شره روغ رمټ وباسو!

د ویچار په قول چې تر ټولو مشر سک، مخامخ مجاخت ته دا خبره وکړه چې سمه ده وروره، موږ د کلیمې ویلو ته چمتو یاستو!

ویچار وویل چې په دې وخت کې ډېر مجاهدین د کوم کار له پاره لاندې وخوځېدل او دوه کسان پاته شول چې موږ د اسلام په مبارک دین باندی مشرف کاندي!

ویچار وویل چې لومړی مجاخت، زموږ مشر ته وویل چې وایه له خیره کلیمه چې بسلمان شي!

ویچار وایي چې مشر، مجاخت ته وویل چې زه خو په کلیمه شریفه نه پوهېږم، ته یې اول په کراره – کراره راته ووایه چې زه یې زده کړم او بیا یې ووایم او بل دا چې زما اودس نشته! له اودس پرته به د کلیمی شریفی ویل مناسب کار نه وی.

ویچار وویل چې مجاخت وویل چی په جخات کی اودس ضرور نه دی او بله دا چی دلته اوبه هم نشته، که زما تیموم زده وای، اوس به دواړو تیموم کړی وای؛ خو کلیمه …. هـ ….. کلیمه ….اودس نه غواړی! بس وایه یی!

ویچار وویل چی سړی لاورکی غوندی شو او ها بل مجاخت ته یی مخ واړاوه.
دوهم سړی وایی چې ولا زما د ابا کلیمه زده وه؛ خو هغه اوس مړ شوی!
د ویچار په قول لومړی مجاخت، موږ ټولو او بیا شاوخوا ته وکتل، ورو یې وخندل او بیا یې وویل:
یاره سکهـ لکه چې پیر دې ډیر زورور دی! زموږ هم کلیمه نه زده چې تاسی پرې بسلمانان کړو!

ویچار وايي چې له دی وروسته مجاختینو موږ ته اجازه راکړه چې بې له کلمې او مسلماني حرکت وکړو او په دې توګه له مرګه وژغورل شوو!

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply