د انګلستان تعلیمی اسناد! ددویمې برخې پاته برخه

0 499

عبدالله وردک

ګرانو او قدرمنو لوستونکو!

السلام علیکم و رحمت الله و برکاته!

الله(ج) د وکړي، چې ټول روغ، او جوړ وئ.

ګرانو او قدرمنو لوستونکو!

د انګلستان په پوهنتونو کې، محصلین، د زده کړې، په آخریني کال کي د (Final Year Project)، په نامه یو مضمون لري، چې د هغه اهمیت، د ۲ مضامینو، د اهمیت سره برابر وي.

نوټ: که چېرې تاسې زما دویمه برخه په غور سره لوستلې وي، نو تاسې ته به معلومه شوې وي،چې د آخري کال د پروژې ارزښت نوي فیصده۹۰) دی. نه، داسې نده، او د هغې ارزښتسل فیصده۱۰۰)، دی. نو لوستونکي شاید ووایي، چې لس فیصده ( ٪ ۱۰) نمرې یې څهشولې!؟

یا په بل عبارت، لومړی راپور چې د (Definition Report) په نامه یادیږي، لس فیصده۱۰) اهمیت لري، دوهم راپور چې د (Progress Report) په نامه یادیږي، لس فیصده۱۰) اهمیتلري، او همدارنګه، دریم راپور چې د (Final Report)، په نامه یادیږي، اویا فیصده۷۰) اهمیت لري، چې دغه ټولې نمرې نوي فیصده۹۰) کیږي.

هېره د نه وي، چې ټول شاګردان خپلې پروژې، نورو داخلي او خارجي مېلمنو ته په یوه معینهورځ، چې هغو ته (Poster Day)، وایي، د لیدلو دپاره ور وړاندې کوي. پدغه ورځ ټول شاګردان،استادان، او د خارجي مؤسسو او کمپنیو نمایندګان برخه اخلي، او ټول کولای شي، چې دشاګردانو څخه د دوی د پروژو په هکله هر ډول پوښتنې وکړي.

دغه پاتې لس فیصده۱۰) نمرې د شاګردانو، Logbook ،Logfile، د سوالونو ځوابونو، اوPoster، ته ورکول کیږي، چې جمله ټولې سل نمرې (۱۰۰) پوره شي.

شاګردان په خپل Logbook کې د پروژې په هکله خپل ورځني کارونه ریکارد کوي، او هغه داستاد او شاګرد په اونیزه مجلسونو کې، د استاد له خواه کتل او امضاء کیږي.

همدارنګه، Logfile، د هغو علمي مقالو مجموعه ده، چې شاګرد هغه د خپلې پروژې په هکلهلوستلي وي، او د هغو څخه یې د خپلې پروژې په هکله ګټه پورته کړې وي.

 

د پام وړ ټکي:

غواړم چې دغه ټکي ته یوځل بیا اشاره وکړم، چې تر کومه وخته پورې به مونږه، د نورو خلکولاسته راوړنې، خپلو وطنوالو ته وړاندې کوو!؟ کاشکي، دغه فکر هم وکړو، چې الله(ج) د هغهوخت هم زمونږه په ژوند کې راولي، چې نور خلک، زمونږه لاسته راوړنې، د نړۍ نورو خلکو تهوړاندې کړي.

همدارنګه، زه یو ځل بیا دواړه لاسونه، د الله(ج) لوی او مهربان دربار ته، په ډېره عاجزۍ د دعادپاره پورته کوم، او دعا کوم، چې الله(ج) د هغه شانته سوله په افغانستان او په ټوله نړۍ کېراولي، چې هغه الله(ج) ته مقبوله او منظوره وي. آمین یارب العالمین.

والسلام.

زما اړیکه:

abdullahwardak53@gmail.com

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply