هیله/ اجمل اند

0 700

کله بیا که په دې غرو کې د ډول ډنګ شو
ډکې، ډکې هدیرې به په نڅا شي
دنګ، دنګ ژڼي به له تورو خاورو پاڅي
او اتڼ کې به له څیرمې په ګډا شي

کله بيا که په دې غرونو واورې وشوې
د شينکۍ څيړۍ ټپونه به پټۍ شي
د رود غاړه به د ستړو دمه ځاى وي
او د غره لمن به بیا کیږدۍ، کیږدۍ شي

په کمر، کمر به شنه بوټې راشنه شي
اوروژلي چينارونه به ژوندي شي
سنګرونه به شي ځالې د مرغانو
په کورونو به د ټول کلي سړي شي

چیرې بیا که ها خوماره بېرته راغله
ددې وران کلي چينې به مېخانې شي
هلکانو ته به بيا لنډۍ په ياد شي
تورې سترګې به د نجونو پيمانې شي

خو باداره ! ولا ډيره بدمرغي ده
ډول مو مات ، خوماره نشته ، وچکالي ده
لاخو کلى د خنجر سيوري ته پروت دى
لا تر اوسه پرې د جبر واکمني ده.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply