((ښکلي ځوابونه)) کتاب چاپ شو

0 1,962
عبدالغفار جُبیر
په پښتو ژبه کي د ملحدینو ، مرتدینو، عیسایانو، هندوانو او نورو… په رد کي لومړی او یواځنی کتاب
دا کتاب ۴۰۰ پاڼې لري، د کندهار د پوهنتون مخامخ د عرفان خپرندویه ټولنې له لورې چاپ کړل سو، پر دې کتاب باندي د کندهار د پوهنتون استاد  پوهنوال ډاکتر محمد زکریا امیرزاده تقریظ هم پر لیکلی دئ.
په دې کتاب کي علاوه له دې څخه چي  د ملحدینو، مرتدینو، عیسایانو، یهودو ، هندوانو او نورو د شبهاتو رد په معقول ډول پکښې شتون لري، همدارنګه ځینې فقهي او نړیوال علمي مسائل هم پکښې څېړل سوي او و اعتراضونو ته ځواب ورکړل سویدئ، د بېلګې په ډول سره:
زه ولي مقلد یم؟
ایا علامه  سید جمال الدین رحمة الله علیه ایرانی وو؟
ایا رسول الله صلی  الله علیه وسلم عرب وو که مستعرب؟
واکسین لګول په اسلام کي څنګه دئ؟
ایا په حرامو شیانو سره درملنه په اسلام کي روا ده؟
امریکايي قرآن (فرقان الحق) څه شی دئ؟
ایا حضرت امام ابوحنیفه رضی الله عنه تابعي وو؟
او داسي نور…
د ملحدینو، مرتدینو، عیسایانو او نورو…  ټول سوالونه په عصري ساینس، معقول ډول او فلسفې په رڼا کي ځواب سویدي، تاسي کولای سئ چي له دې کتاب څخه استفاده وکړئ او و کولای سئ چي د دوی ټول پوچ سوالونه او شبهات په منطقي ډول سره ځواب کړئ.
زما نور چاپ سوي کتابونه:
۱: زما مناظره د یوه عیسايي راهب سره.
۲: اسلام او نوي ساینسي څېړنې ۱ ټوک.
۳: اسلام او نوي ساینسي څېړنې ۲ ټوک.
۴: اسلام او نوي ساینسي څېړنې ۳ ټوک.
۵: بایبل پېژندنه.
۶: عیسائیت په افغانستان کي.
۷: رسول الله صلی الله علیه وسلم د غیر مسلمانانو په آند.
۸: زه ولي مسلمان سوم؟
۹: ما ولي اسلام قبول کړ؟
۱۰: سوال ځواب.
۱۱: په انګلیسي ژبه کي تلفظ او بې غږه توري.
۱۲: لیک لارښود.
دلته یې تر لاسه کولای سئ!
درکونه:
کابل: اکسوس کتاب پلورنځۍ، مستقبل کتاب پلورنځۍ
جلال آباد: مومند کتاب پلورنځۍ
کندهار: عرفان کتاب پلورنځۍ، صداقت کتاب پلورنځۍ، افغان کتاب پلورنځۍ، علامه رشاد کتاب پلورنځۍ
خوست: رحیمي کتاب پلورنځۍ، ابدالي کتاب پلورنځۍ
پکتیا: علمي کتاب پلورنځۍ، ژوند کتاب پلورنځۍ
هلمند: تاج منور کتاب پلورنځۍ
زابل: خیر خوا کتاب پلورنځۍ
کوئټه: صدیقي کتاب خانه، کانسي روډ نزد حاجی غیبي روډ کوئټه بلوچستان

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply