په سیاست او جګړه کې عامه ذهنیت/ عبدالرقیب سایل

0 864

د افغانستان په اوسنۍ جغرافیه کې په بېلابېلو رنګونو، فکرونو، ژبو او د ټولنیزې پوهنې له نظره خلک سره ډير توپیر لري. دا خلک ځينې عقیدوي فکر لري، ځینې غواړي، چې ملي ګټو ته کار وکړي، خو داسې خلک هم شته، چې یوازې خپلې ژبې او کلتور ته لومړیتوب ورکوي.

بل خوا ځینې داسې خلک هم بیا شته چې د انحرافي ډلو په همغږيتوب سره، د خلکو تیروېستو او عقلانیت د حاکمیدو لپاره ټول امکانات کاروي او د ګمراهي لپاره په هڅه کې دي، ترڅو دین پرستي ختمه او پر ځای یې سکلوریزم رامنځته کړي. فکر کوم، دا حالت په ټولو هېوادونو کې دی خو هلته عامه ذهنیت ډير جوړ وي.

افغانستان د مختلفو وروڼو اقوامو ګډ هېواد دی. له کلونو – کلونو را پدیخوا دلته خلکو ډير عجیب ژوند درلودلی. ددې سیمې خلکو هېڅ وخت د دښمن پر وړاندې ځان تنها نه دی احساس کړی؛ هرومرو یې له سیمې ملاتړ شوی. له دې پرته د تاریخ پر قول؛ ویل شوي، چې افغانانو په پوره میړانې سره، د زبر ځواک مخه نیولې او پر شاه یې تمبولي دي. دا یو واقیعت دی، چې هر افغان پرې ویاړېدلی شي، خو اوس ځینې ډلې راپیدا شوې، چې همدا حقیقت ننګوي او بحث پرې کوي.

د علومو په پرمختګ او لا سپړنې سره په کار ده، چې د عامه ذهنیت جوړونې لپاره کار وشي او باید د وېښتابه جذبې راپورته شي، ترڅو خلک د ژوند له حقایقو سربیره؛ ټولو عقیدوي، کلتوري، او نورو ارزښتونو ته په پوره ډاډ ورسیدلی شي او تل اطمنان ولري.

د نورو اړخونو په پرتله، عامه ذهنیت په روانه جګړه او سیاست کې ډير کړاو لیدلی دی او لا یې هم قرباني دی. دلته په سیاسي بحث کې، روانه جګړه یو مهم فکټور دی؛ کوم چې زموږ ټول اقوام وروڼه په کې ښکیل دي ځکه جګړه مستقیماً تل پښتون قامي له خوا رهبري شوې او په دې وروستیو کې ځینې جګړې د ایراني فاطمینو او سپه پاسدران پر هدایت هم رامنځته شوې چې موخه یې د وروڼو قومونو د بېلتانه مسئله ده.

په اصل کې جګړه او سیاست عامه ذهنیت رامنځته کولی او همدا ذهنیت بیا ژر تر اغیز لاندې هم راوستلی شي. دلته د ناسم سیاست او جګړې غزېدو ټولییز لامل هم د عامه ذهنیت غلط پوهای او تیر وېستل دي، چې تر ننه پورې ترې غلطه استفاده شوې ده.

دا باید په زغرده ومنو، چې د عامه ذهنیت جوړېدنې لپاره هېڅ کار نه دی شوی؛ که شوی وي، نو تاسې یې بیلګه را وښيي.

وګورئ د دومره زیاتو حزبونو را پیدا کېدل، دا ټول د ځاني موخو لپاره، چې یو وخت واک ته ورسیږي او بس. په همدې ډلو کې که لږ هم چا نفوذ تر لاسه کړی نو ښکاره ده، چې دوی به په عامه ذهنیت کار کړی وي او څه نا څه به یې قانع کړي وي.

نه غواړم چې په منفياتو مو سر در ګنکس کړم. په دې تاسې اوس ټول پوهیږئ. تاسې ته حکومت هم در معلوم دی او احزاب هم. مګر یو څه چې ډیر مهم دي؛ هغه زموږ او د عامه ذهنیت ترمنځ د فاصلې له منځته وړل دي.

دا چې دا فاصله څنګه له منځه وړل کېږي، نو ددې لپاره په کار ده، چې ټول په پوره اخلاص او صداقت سره، د هېواد جوړونې او پرمختګ لپاره؛ همدارنګه د عقیدې د ټینګښت په موخه سره یو ځای کار وکړو او یو و بل ته سره د ورورۍ لاس ورکړو، ترڅو نور مو هېڅ لوری تیر نه باسي او پر سرونو مو لوبې ونه کړي.

موږ باید د وېښ ولس غوندې ژوند ولرو او ډير ژر باید دا ثابته کړو، چې د بدلون غوښتونکي یو او کولی یې هم شو.
۱۳۹۷ هـ ل، لړم ۳۰مه

 

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply