د اصف غفور د پام وړ :/سيد حسين پاچا

0 481

پنجاب ته خدای پر قهر شوی

ټرمپ لا تر اوسه تاسې ته د ژغورنې ((توبې)) کړکۍ خلاصه پرېښې

اولاد که هر څومره ستر شي، خو موروپلار ته يې د ضُعف ټکي روښانه وي

اليس الصبح بقريب؟

رڼا ژر راتلونکې ده

غني خان :

خوب وينم عالمه که يې څوک راکړي معنی

د ارواښاد فيلسوف غني خان خوب ريښتينی کېدونکی دی.

داسې برېښي چې د پنجابي پوځي establishment بنسټ ظالمانه پاليسي او بېرحمه حکمراني مخ پر زوال (زوړ) او پايې رانژدې شوې ده. پنجاب په سيمه کې په ميکروبي سرطان اوښتی او علاج يې اړين دی. پنجاب چې د مذهب پر نامه کوم طلسم او دوه مخې لوبه روانه کړې وه او د وريځو اوښان يې جوړ کړي وو هغه وخت نور تللی دی، پنجاب بايد پر خپلو کړنو او تګلارو له سره غور وکړي.

پنجاب بايد د ګواښنو پر ځای ولسونو ته ځواب ووايی. که غر لوړ دی پر سر يې لار شته. پښتانه وبلوڅ او نور قومونه ستاسې ګواښنې، ناړامي او لېونتوب زغملای نه شي. 

ښاغلی خليلزاد دې هسې بېځايه ورونه نه ټکوي او نه دې ښاغلی ټرمپ له داسې په سرطان اخته شويو نه د سړيتوب تمه نه کوي، بلکې د دايمي علاج (حل) او لارې ته يې د راوستلو فکر وکړي. پښتانه يو متل کوي :

چې چېرته ډب وي، هلته ادب وي.

ښاغلی غفور لږ نه، بلکې ډېر بې ادبه دی او د ښاغلي ټرمپ له لورې ورته يو ښه سم ډب په کار دی چې عقل يېسر ته راشي چې سيمه او ګاونډ ترې په ارام شي.

په درنښت


د پښتون تحريک د پوځ د ‘حد نه د نه وتلو’ خبرداري ته سخت ځواب

https://www.pashtovoa.com/a/army-threatens-ptm-of-severe-consequences-/4689662.html

د پاکستان پوځ د پښتون ژغورنې غورځنګ ته خبرداری ورکړ

د پاکستان پوځ وايي، امريکا دې د سيمې د يوه دوست په توګه له افغانستانه ووځي

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply