افغانستان کرار کرارځان بسیاینې ته ځان نږدې کوي/ محمدروښان ښاد

0 494

ولسمشر غني په بار بار ویلي دي چې بهرنۍ نړیوالې مرستې نه د اوږد مهال لپاره زموږ ستونزې حلولی شي او نه هم د خودکفایۍ په برخه کې موثرې تمامېدلی شي، نو له همدې امله نوموړي د نړیوالو مرستو پرځای د کورنیو عوایدو زیاتوالي ته پام ډېرکړی.

نوموړي په بین المللي کنفرانسونو کې او همدارنګه له ولسمشر ډونالډټرمپ سره په خپله لومړۍ کتنه کې په واضح توګه وویل، چې موږ سپین چک او بې قید او شرطه بسپنې نه غواړو، بلکې په دوه اړخیزو ژمنو ولاړې مرستې غواړو. په لومړیو کې ډېرو د ولسمشر غني دغه څرګندونه نمایشي بلله، مګر دادی د څلورو کالو په تېرېدو سره موږ ولیدل چې په دې برخه کې نه یوازې عملي ګام پورته شوی، بلکې محسوسې او پام وړ لاسته راوړنې هم لرو.

افغان ولسمشر تېره اونۍ په سویس کې د جنیوا کنفرانس ګډونوالو ته د وینا پرمهال وویل، ”موږ په سیستماتیک ډول هر کال خپل عواید ډېروو، د آی اېم اېف د ټاکل شويواهدافو لمخې له ۲۰۱۵ کال راهیسې زموږ عواید هر کال ډېر وي. له ۲۰۱۴ څخه تر ۲۰۱۷ زموږ کورني عواید ٪۷۰ ډېر شوي.

د عوایدو زیاتوالی د جنګ ځپلي افغانستان لپاره ښه زېری دی، دا موږ ټولو ته د دې هیله او ډاډ راکوي چې د پرمختګ په لور مو حرکت پیل کړی، د خودکفایۍ او ځان بسیاینې په لور چې که په همدغه سرعت مخته لاړ شو، نو ډېر ژر به په خپلو پښو ودرېږو او د پردیو له احتیاجه به خلاص شو، مګر که په هیواد کې روانه بدمرغه جګړه چې ولسمشر غني یې د ودرولو او ختمولو هڅه کوي پایته ورسېږي، نو باور دی چې د خودکفایي په لور دغه سفر به څو برابره نور هم چټک او هم موثر شي.

یاد کنفرانس ته د وینا پرمهال ولسمشر غني دا هم وویل: ”زموږ د مالیې وزیر ډاکټر قیومي،موږ سره دا ښه خبر شریک کړ چې دوه ورځې مخکې زموږ کورني عوایدو د IMF ټاکل شوی هدف ترلاسه کړ.

افغان حکومت د ولسمشر غني په مشرۍ په داسې وخت کې کار پیل کړ چې په هیواد کې انارشي، فساد، جنګ، د قوانینو پر وړاندې بې تفاوتي، اداري ضعف او هر څه خپل اوج ته رسېدلي وو، له همدې امله په خلکو او ټولنه کې د خپل راتلونکي او برخلیک په اړه وېره موجوده وه، مګر ولسمشر غني په خپلو هلو ځلو دغه وېره بېرته په هیله او باورمندي بدله کړه او د افغانستان د بقا اندېښنه یې له منځه یووړه.

د جمهور رئیس محمد اشرف غني په مشرۍ د کابینې په پرونۍ (۱۳۹۷ل د لېندۍ ۱۴ – پنجشنبه) غونډه کې د مالیې وزارت مالي معین د عوایدو راټولولو په اړه غونډې ته د معلوماتو ورکولو پرمهال وویل، د روان کال د لېندۍ تر ۱۳ نیټې (۱۷۹)میلیارده افغانۍ راټولې شوي چې دا شمېر د مالیې وزارت او IMF له تعیین شوي هدف څخه لوړ دی.

په تېرو څلورو کالو کې موږ ګورو چې افغان دولت د عوایدو په برخه کې کال په کال ښه پرمختګونه لري، سره له دې چې لا هم د عوایدو په برخه کې ستونزې او فساد موجود دی، مګر ولسمشر غني او حکومت یې په دې برخه کې د شته ستونزو له منځه وړلو ته ژمن دی او که خدای کول د دغو هڅو او پرمختګونو له برکته به افغانستان ډېر ژر د نورو له مرستې پرته په خپلو امکاناتو، عوایدو او منابعو په پښو ودرېږي او خپلو خلکو ته به د اسانتیاو او خدماتو برابرولو جوګه شي.

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply