د باباجي د جګړې تر شا درې کلنه کيسه / نثار احمد احمدي

0 695

له درې کلونو وروسته د لښکرګاه پر څلورمه حوزه( باباجي) ملي بېرغ ورپېد. درې کلونه وړاندي پر هلمند د توپاني جګړې په سېبلاونو کي باباجی هم له ملي حاکميته ووت. باباجی چي په لښکرګاه پوري اړونده حوزه ده؛ د نادعلي له چاه انجير او هغې خواته په ګرشک پوري له نښلېدو ساحو سره وصل ده. پر باباجي درې کاله د حکومت وسلوالو مخالفينو حاکميت درلود.

د باباجي د کرني وضيعت څنګه و؟

دا ساحه چي د بولان او لښکرګاه لپاره د کرني يوه توليدونکې فابريکه بلل کېږي، له ۳ کلونو راهيسي يې په کروندو کي د کرنيزو توکو پر ځای چاودېدونکي توکي بادېدل. د جورو، لوبيا، غنمو، پنبې، او نورو کرنيزو توکو د بوی پر ځای پکښې د باروتو بويونه تاو راتاو کېدل. د باباجي په غېږ کي تېره سوې پخه لاره يې چي لښکرګاه او ګرشک سره وصلوي، د ټرافيکو پر مخ تړل سوې وه. د لاري په اوږدو کي مځکني ماينونه ځای پر ځای سوي ول.د باباجي، مالګير، سپين مسجد، او دغې شاوخوا ته د نيژدې ساحې استوګن يوه برخه يې په لښکرګاه کي کډوال ول، نور يې ګرشک، او بله برخه يې نورو خواوو ته بار سوي ول. هغه کسان پر خپلو مېنو پاته ول چي يا يې د بارېدو توانايي نه درلوده، او يا يې کورونه لږ تر لږه د حتمي ډزو او جګړې له خطر څخه خوندي ول. باباجی او په دې ساحه پوري نښلېدلي سيمي چي د دښت او د هلمند سين سره پر بغل پرتې دي، داسي زرغونه وطنونه او کلي دي چي د ژوند لپاره ډېري اسانتياوي پکښې برابري وې.

هلمند10پر باباجي او اړوندو ساحو درې کلني جګړې داسي افت نازل کړی و چي کرنه يې فلج وه. حاصلات يې په خورا ستونزمن ډول تر بازاره لېږدول کېدل. ښځي، ماشومان او نور کليوال د کښتيو په مرسته تر هلمند سين اوښتل او بيا يې خپلي اړتياوي پوره کولې. له کښتيو څخه د حکومت وسلوالو مخالفينو هم ګټه اخيسته، چي همېشه به له امنيتي خطرونو سره مخامخي وې.د دې ساحې مځکوال، او کروندې والا له خورا کړاونو او اقتصادي ګوزارونو سره لاس و ګرېوان ول. نه يې چا ږغ اورېد، نه پخه لاره ورته خلاصېده او نه يې خپل کرنيز توکي په سمه توګه تر خرڅلاو ځي پوري لېږدولی سول. د هوا له لاري د ډرون له بريدونو سره او د مځکي لخوا د ښخ سويو ماينونو سره مخامخ ول. هره شېبه يې د مرګ و ژوند د کرښي پر غاړه وه. کله چي باباجی د جګړې په تنور بدل سو لاري يې وتړل سوې او ملي بېرغ ترې را ولوېد، مځکوالو او بزګرو ته په ميلونونه افغانۍ تاوان واوښت. دا توان پسې وغځېد، درې کلونه يې دوام وکړ. د باباجي له شنو فصلونو د موسم او پسرلي مارغان کډه سول. د هغوئ د بلبلانو، چوغکو، او تاروګانو د رېزونو پر ځای پکښې د جګړې درانه او خطرناکه ږغونه پورته کېدل. د دې ساحې د مځکي طبيعت د غوړېدو پر ځای د جګړې باروتو او چاودېدونکو توکو ځوانېدو او تازه کېدو ته نه پرېښود. درې کلونه پر باباجي درې سوه کلونه سول. نه يې لاره خلاصېده، نه يې کرونده ازادېده. خلکو ته په ميلونونه اقتصادي زيانونه ورسېدل.

د خلکو د ژوند څرنګوالی څنګه و؟

د دې ساحې استوګن د پاڼ او پړانګ په منځ کي راګير ول. د باباجي له سقوطه چي درې کلونه يې تېر سول تر نن ورځي پوري دا کيسه روانه وه چي نن حکومت سيمه نيسي، نن عمليات کوي، او نن يې کليو ته عسکر ور کښته کړي. دا خبرو درې کلونه وخت ونيو. هلته د راکړي ورکړي، او د ژوند نور کاروبار تقريباً په ټپه درېدلی و. هره شپه د چاپې بېره وه. هره ورځ د بمبار بېره وه، او هره ورځ د مځکني ماين د چاودېدو خطر و.کليوالو ځانونه خوندي نه احساسول. کلی و کور يې خپل نه ګاڼه هر وخت د جګړې د پېښېدو او هره شېبه د بم د چاوېدو غم خپور و. د باباجي او له دې ساحې سره د نښلېدو سيمو خلک ډېره برخه يې کډوال سوي ول، په نورو ځايونو کي يې تر شنه اسمان لاندي د ژوند ترخې شېبې تېرولې. له ډېرو استوګونو څخه د کورونو ټول امکانات د جګړې پر ډګرونو پاته سول. سرايونه يې د جګړې په سنګرونو بدل سول. د کلي و کوڅې لاري يې په ماينونو فرش سوې.هغه کليوال چي ازاد او خوشال ژوند يې لاره، لکه مارغان قفسونو ته واچول سول. خوښي او کليوالي بوختياوي يې جګړې ترې وخوړې. زوی د پلار، پلار د زوی، او ورور د مور په وير اخته و. هلته داسي يوه کورنۍ نه پيداکېږي، چي خپل خپلوان يا يې د کورنۍ غړي په دې جګړه کي له لاسه نه ورکړي. دې جګړې نه هېرېدونکي ځوانان خاوري کړل. په سلګونه ميندي يې بې زويه کړې، او ډېری ناوې يې بې مېړونو کړې.د کليوالو له خپلو خپلوانو سره کورنۍ اړيکي سختي سوې هر چا په خپله خوښه او هر وخت تګ راتګ نه سو کولی. د تلو راتلو لپاره يوه مشخصه لاره جوړه سوې وه چي پر هغې تلاښي هم کېده، پوښتني هم کېدې او له دولت سره د همکارۍ بحث هم ورسره مطرح کېده. چي لمر به ډوب سو، بيا څوک په ډاډمن زړه له خپله کوره نه سو راوتلی. ځوانانو بنډارونه نه سول کولی. انساني خپلواکي تر محدوديتونو لاندي راغله، خپله مرضا ترې واخيستل سوه. په ازاد ډول د موټر او موټرسايکل تګ راتګ په هر وخت کي ناممکن و.ډېري داسي پېښي وسوې چي چا به د خپل کور بېړنی ناروغ لکه مور، خور يا بل څوک د موټرسايکل تر شا اخيستی ، پر مځکني ماين به ور برابر سو ځای پر ځای به يې ټوټې – ټوټې کړ. دا کیسې يوه نه وه. دا ډول ډېري پېښي رامنځته سوي وې. حتی داسي پېښي هم رامنځته سوي چي کومه حامله ښځه به تر روغتون پوري رسول کېده، پر لاره به يې ساه ورکړه. له ماشوم سره به يې ژوند له لاسه ورکړ.

د جګړې تاوانونه:

د لښکرګاه له بولانه تر باباجي او هغې خواته تر ګرشک پوري پر دې ټولو ساحو د حکومت مخالفين درې کلونه حاکمان ول. د جګړې له پيله تر نن ورځي پوري په سلګونه افغانان ووژل سول. ډېری ميندي کونډي و بوري سوې. ټولګټي بنسټونه وران سول. پخې لاري په ماينونو والوځول سوې. پلونه او پلچکونه ويجاړ سول. کرنه فلج سوه. خلکو په ستره کچه مالي تاوانونه واوښتل. د ولسي وګړو شتمنۍ لوټ – لوټ سوې. کورونه يې د جګړې په خزو بدل سول.په زرګونه هېوادوال کډوال ول. مېني يې ترې پاته وې. روغتيايي او تعليمي خدمات پر بند ول. ناروغان يې د لارو په اوږدو کي مړه سول. ماشومان يې درې کلونه له زده کړو بې برخي ول. د ډېری ځوانانو لاسونه و پښې يې پرې سوې. ټليفوني خدمات پکښې بند ول. ډېری کليوال له خپلو شناخته ګانو حال نه درلود. د پرمختګ او د خلکو د ستونزو د حلېدو خدمتونه پکښي سقوط ول. د سيمي د خلکو روحيات جګړې ور خراب کړل. ياني لنډه يې دا چي جګړه هيڅ ګټه نلري، نو زه به د جګړې نور کوم تاوانونه در وليکم؟

د باباجي اوسنی حال:

 موږ نن له درو کلونو وروسته دې ساحې ته ولاړو. که څه هم زموږ شاوخواته د جګړې ډزونه اورېدل کېدل، او د بريدونو خطرونو ول، خو داسي ښکارېده چي له دې کليو جګړه او چاودني مخ پر ټولېدو دي. موږ د ملي اردو دې پوستې ته راغلو. دا ځای درې کلونه مخکي د حکومت د مخالفينو ترواک لاندي و. ځايي اوسېدونکي عملياتو ته ډېر خوشال ول. له جګړې او بندو لارو ډېر ستړي ول. ټينګار يې کاوه چي هر څومره ژر کېدلی سي، حکومت دي، عمليات ګړندي کړي.نن له درو کلونو وروسته د باباجي پر نړېدلې حوزه د وطن ملي بېرغ ورپېد. دا نو د سيمي د خلکو لپاره يوه داسي خاطره ده چي هيله درلوده، خو د پوره کېدو باور يې کم سوی و. د باباجي د نيولو خبري دومره تکراري سوې، چي اخر د هيچا زړه نه منله چي حکومت به بيا دا ساحه ونيسي. د هلمند د والي ياسين خان په ځانګړې پاملرنه پر دې سيمه عمليات وسول، او دا دی نن له اوږده ځنډ وروسته باباجی او ګرشک سره وتړل سول.نن هلته روحيات بدل ول. خلکو نوې ساه اخيستې وه. باباجی له سقوط وروسته د لومړي ځل لپاره په افغان سرتېرو او ملي بېرغ ښايسته و. د ځايي هېوادوال درې کلن ارمانونه پورل سوي ول. سرتېري خړ – خړ مخونه د باباجي او لوی مانده په کليو کي ګرځېدل. د عملياتو دا بهير تر هغو روان دی چي دا ساحه په بشپړه توګه تر ملي حاکميت لاندي نه وي راغلې. دا ځل يواځي عمليات نه دي، دا ځل د سيمي د ساتلو لپاره افغان پوځ ته ماموريت ورکول سوی چي ټوله ساحه وساتي. زه پر دې ډېر خوشال سوم چي پر باباجي مي يوار بيا د وطن بېرغ رپاند وليد.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply