عبدالجبار قهرمان څوک و؟ / نثار احمد احمدي

0 1,653

عبدالجبار قهرمان د يوه غريب هټۍ وال زوی، د کابل له حربي پوهنتونه فارغ او د وطن د ميني خورا لېونی عاشق و. کله چي د هلمند پر مرکز لښکرګاه د سقوط توپاني سېلۍ ور سېخه وه، شهيد قهرمان پر هماغه مازديګر د لښکرګاه د بست پر هوايي ډګر په داسي حال کي له الوتکي راکښته سو چي د ميدان څو کلومټرۍ ته طالبان ناست ول، د ميدان په شمول د ښار ټولي برخي تر جدي ګواښ لاندي وې.

تر دې مازديګر څو ورځي ور ها خوا هغه کسان چي ځانونه د هلمند استازي ورته ښکاري، او د جهاد او مجاهدې غرور پر سر اخيستي، له لښکرګاه يې خپله هستي او نېستي ټوله لېږدولې وه. موټرونه، مهم شيان او د کورنۍ د غړو په شمول يې خپل ډېری خپلوان هم له ښاره ايستلي ول. دا کار يې ځکه کړی و چي د لښکرګاه ښار د سقوط احتمالي بېري په سر نيولی و. له ټولو ښاريانومرال تللی و.

د وسلوالو طالبانو تبليغاتو د خلکو پر دماغونو او د ټولني پر زړه ډېر ناوړه سېوری غوړولی و. د هر چا زړه ته ور لوېدل چي لښکرګاه نور د پاڼ غاړي ته نيژدې سوی. نور د کندزو په څېر د سقوط غوټې وهي. لښکرګاه ښار ته چي له سقوط سويو ولسواليو هم په زرګونه کډوال را ستانه سوي ول، يو مخ د سکوت افت پر خپور و. د جګړې د جنګياليو په ګډون د ډېری ښاريانو پر شونډو د خپګان او ارمان داغونه پراته ول.

جبار قهرمان د لښکرګاه عاجل نيولي ښار ته تر لمر لوېدو وړاندي راکښته سو. سمدلاسه د ولايت مقام ته ولاړ. له هماغه ځايه يې د تبليغاتي جګړې پر ضد خپله ياغي او توپاني ژبه پرانيسته. هغه چي د لښکرګاه د سقوط هدف يې فرضي بللی و، د شهيد قهرمان تر تبليغاتي جګړې لاندي راګېر سول. قهرمان د مليت په ګډون د جګړې ټولو جنګياليو ته خورا ستر مرال او غښتلې انګېزه ورکړه. پر سيمه ييزو او ټولنيزو رسنيو د شهيد قهرمان توندي او قهرجني خبري خپرې سوې.

له دې سره مرال ژوندی سو. انګېزه وغوړېده. د ښار پر دروازو د ور په منډه توري بلا مخته خنډونه جوړ سول. د جګړې ستړو او مرال خوړلو سرتېرو بيرته خپل توپکونه د دښمن پر لور ور واړول. بيرته يې د جګړې ګرمه وينه پر خروښ راغله. بيرته يې د وطن لېونۍ جزبه په رګونو کي وجوشېده. شهيد قهرمان د غښتلي تبليغاتي جګړې په څنګ کي عملاً د جګړې کرښو ته مخ ور واړاوه. د هلمند د هغه وخت د ملي امنيت د رئيس تورن جنرال ياسين خان سره يې په ګډه د سونګريانو توريالی لښکر د خپل دښمن پر مورچو ورمرش کړ.

سونګريان چي موټرونه، وسلې او جامې يې د وسلوالو مخالفينو په څېر دي؛ په دې وتوانېدل چي د خپل دښمن منځ ته ځانونه ور واچوي، د نفوذي لاسته راوړنو تر څنګ په جبهي جګړه کي هم ور ښکېل سول. شهيد قهرمان سمدلاسه خپله ځيرکتيا او استخباراتي تجربه په کار واچوله. د عملياتي قوې قوماندانان او سرتېري يې راغونډ کړل. د جګړې لپاره يې پر واحدي قوماندې سلا کړل. قهرمان د ولسمشر اشرف غني په هدايت سره د هلمند جګړې ته د يوه ځانګړي استازي او اپراتيفي مشر په توګه لېږدول سوی و.

قهرمان د باباجي په خط کي سرتېرو ته په خطاب کي د خپلي وينا پر مهال وويل چي تر بارامچې به خپل توريالی لښکر بيايي هلته به د رواني جګړې رسۍ وشکوي. ښاغلی قهرمان که څه هم خپله بارامچې ته نه ولاړ، خو له هغه ځايه بيا تر موسی کلا، سنګين، او نوزاد پوري په ډېری ساحو کي يې پر خپلو دښمنانو د خپلو ځيرکو همکارانو پر مټ نفوذي بريدونه وکړل. ډېری وسلوال يې ترې ووژل، څه ناڅه يې راوتښتول.

له دې کار سره پر لښکرګاه د منظم سويو جګړه مارانو ډله وارخطا سوه. هغوئ نور د لښکرګاه د نيولو پر ځای د خپلو ځانونو د پيوندولو او په خپل منځ کي د ور ننوتلو حکومتي نفوذيانو د پېژندلو په غم اخته سول. وسلوالو مخالفينو څو ځايه په خپلو منځو کي د بدګومانۍ له مخي جګړې وکړې. يو پر بل يې نيتونه بد سول. د نيژدې ملګرو ترمنځ يې بې اتفاقي ور ګډه سوه.

جبار قهرمان د يوه غښتلي مبليغ او قوي ژبغړاندي سياستوال په توګه د مطبوعاتو له لاري هېوادوالو ته مرال او انګېزه ورکوله. بل لور ته يې د جګړې رهبرۍ ته لاسرسی درلود. د جګړې ټولو سرتېرو ته يې په ټينګ هوډ سره مرال او انګېزه ورکوله. درې مياشتي وروسته د هلمند جګړه بلي خواته ولاړه.

د لښکرګاه د سقوط بيره وکوچېده. په پاکستان کي د پنجاب سينه وجوشېده. چا چي د بيت المال او عام المنفعه شتمنيو د ترلاسه کولو، او د لښکرګاه په سقوط کي د غنيمتونو د موندلو خوبونه ليدل، يو په بل پسې په تورو اوبو لاهو سول. جګړه کرار-کرار د لښکرګاه له څنډو ګوښه کېده.

د جبار قهرمان او ياسين خان مشترکي برنامې د لښکرګاه ټولو امنيتي قواوو ته مرال ورکړ. دا مرال د دې سبب سو چي له ښاره د جګړې مخ واوښت. که څه هم د ښاغلي قهرمان پر وړاندي يوڅه داخلي ستونزي پرتې وې، خو بيا هم هغه په دې وتوانېد چي خپل د راتګ اغېز وښيي او له ښاره توره سېلۍ وشړي.

دا جبار قهرمان و چي له هلمنده په ولسي جرګه کي د خلکو استازی و. ما مخکي درته وړاندي کړه چي په ولسي جرګه کي د هلمند د خلکو د ټولو استازو په ګډون، د ولايتي شورا تر ډېری غړو، تر نورو امنيتي مقاماتو او هغو پوري چي هلمند يواځي د ځان ګڼي، پر دې سخته ورځ په توربين کي هم نه ښکارېدل. نه يې پر ټلوېزيون د هلمند د غم او درد ناره پورته کړه، او نه يې د هلمند په غېږ کي را بهېدلو وينو ته ملحم ورکړل.

شهيد قهرمان چي د وطن لېونۍ ميني پر سر اخيستی و د هلمند دې توپاني سېلۍ ته وږه ورکړه. راځئ اوس د قهرمان او دا نورو د شتمنۍ او فساد محاسبه وکړئ. قهرمان چي ما پېژنده نه يې څوک پر چوکۍ ګومارلی و، نه يې ګوماری. نه يې چوکۍ پر خپلوانو وېشلې نه يې، رشوت اخيست. نه يې دولتي کور درلود، نه يې شخصي. نه يې ګارډان درلودل، نه يې زرې موټرونه. نه يې ماڼۍ درلودې، نه يې جايدادونه. نه يې پيسې پاته سوې، نه يې دعوې.

قهرمان د وطن او خلکو په درد غمجن و. له هغه سره به چي تل مخامخ سوې، اوله خبره به يې د وطن په اړه وه. هغه ويل: نه د روس پر ټانګ راغلی يم، نه د امريکې په الوتکه کي. قهرمان ويل: زه شاګرد وم چي روسيې پر افغانستان يرغل وکړ. شهيد قهرمان تر شهيد نجيب الله را وروسته د وطن او خلکو تور دښمن خورا ښه پېژندلی و. هغه روانه جګړه منصوعي بلله، او داسي جګړه چي د ده په وينا کيلۍ يې له سور برېتو سره ده.

شهيد قهرمان تل پر سوله ټينګار کاوه. افغانان يې خپلمنځي اتحال ته رابلل. هغه دا او نور ټول جنګونه پردي ګڼل. هغه سپارښتنه کوله چي دا جګړې پردۍ، دي، تر هغو چي موږ يې په خپله ونه دروو نه درېږي. له شهيد قهرمانه يو کوچنی زوی او دوې لورګاني پاته سوې. قهرمان به تل د وطنپرستو هېوادوالو په زړونو کي وي. د هغه توندي او له حقيقته ډکي خبري د هيچا نه هيريږي. قهرمانه ستا شهادت ډېر ځورلي يوو. له ربه لوړ جنتونه درته غواړو.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply