په افغان سوله کې پاکستان تاريخي ماته خوري /نثار احمد احمدي

0 812

کله چې د افغانستان د جګړې يا سولې خبره کوو، د پړې اساسي ګوته پاکستان ته نيول کېږي. پاکستان زموږ پر وجود تور داغ دی. د هرې بدمرغۍ او ناکرارۍ شا ته مو پټ دی. پاکستان له خپل زېږونه تر دې ځايه خپله ډېره انرژي د افغانستان پر تباهۍ لګولې ده. د پاکستان د پيدايښت او زموږ سره يې د دښمنۍ په اړه بحث دومره اوږد دی چې کتابونه پر ليکل کېږي. زه خپله خبره د افغانستان د سولې د تازه جريان پر لور راکږوم او په دې کې دا را په ګوته کوم چې زموږ د وطن برخليک او د سولې روانه برنامه کومې خوا ته روانه ده؟
د سولې په تازه مزاکراتو کې چې د امريکا له لوري د افغانستان په چارو کې د ځانګړي استازي زلمي خليلزاد له لوري سمبالېږي د هيله‌منديو تر څنګ پکې يوه برخه اندېښنې هم افغانانو ته ور لوېدلي دي. د خبرو اترو په دې توده بېړۍ کې چې تراوسه لا د يوه نامالوم سمندرګي پر لور روانه ده تر ټولو دا موضوع د نړۍ وال بحث وړ ګرځېدلې چې د امريکا ولسمشر ټرمپ له افغانستانه د خپلو نيمايي عسکرو پر وتلو سلا مشورې کوي. 
له افغانستانه د امريکايي ځواکونو د وتلو پر سر سلا مشورې وروسته له دې رامخته سوې چې زلمي خليلزاد د امريکا په استازيتوب له طالبانو سره مخامخ خبرې وکړې، د هغوی غوښتني يې واورېدې او دواړو خواوو خپل شرايط يو بل ته وړاندې کړل. د سولې په اړه د دې او نورو مذاکراتو توپير دا دی چې له افغانستانه د امريکايي ځواکونو د وتلو احتمالي بحث پکې مطرح سوی دی. ظاهراً طالبانو خپل لومړی شرط چې تل يې وړاندې کړی، همدا دی چې بهرنۍ قواوي دي له افغانستانه ووځي، بيا دوی سوله کوي. اوس دا غوښتنه او نېټه دواړې يو بل ته پر نږدې کېدو دي. 
د امريکايي ځواکونو پر وتلو تاريخي اندېښنې
دا ځل د سولې په مذاکرو کې يوه تر ټولو نوې خبره عملاً د امريکايي ځواکونو د وتلو ده. امريکا د افغانستان د سولې د روان بهير په څنګ کې له سوريې خپل عسکر راوويستل چې په دې سره يې روشيې ته چانس ورکړ چې د افغانستان په جګړه کې مداخله و نه کړي او له اورپکو سره همکاري و نه کړي. دغه رنګه يې له افغانستانه د خپلو ۷۰۰۰ عسکرو پر وتلو هم سلا مشورې شروع کړي چې له موافقت وروسته به يې وباسي. کله چې عربي متحده اماراتو کې د سولې تر دوې ورځنۍ غونډي وروسته لوېديځو رسنيو له افغانستان څخه د امريکايي ځواکونو د وتلو کيسه رسنيزه کړه، سمدلاسه ورسره په کور کې دننه اندېښنې، انتقادونه او شکونه را پيدا شول.
دا اندېښنې او شکونه تر يوه حده بې څه نه دي. افغانستان د روشيې له يرغله همدغسې يوه ترخه تجربه لري. هغه مهال چې روسانو افغانستان پرېښود، مجاهدين او د هغه وخت حکومت د پاکستان په انحصار کې راکښېوت. مجاهدين، خو د پاکستان شخصي ملېشه ول. حکومت ډېر جګړو ځپلی و، داخلي اختلافات يې درلودل. هر څه يې وران ويجاړ ول. بلاخره سقوط شو. د حکومت تر سقوط وروسته مجاهدينو يو په بل پسې سوټيان راواخيستل. لاري يې وتړلې. هر ولايت کې يې ځانته جلا ملک الطوايفي حکومتونه اعلان کړل. د ولشي وګړو عزتونه يې لوټ کړل. لواطتکاريو او جنشي ځورونو ټول وطن پر سر واخیست. غلاوي شکوني او ربړوني اوج ته ورسېدې. له مجاهدينو د الله اکبر ناره هېره سوه. د روس د جهاد فلسفه يې د قدرت په نشه کې غرقه سوه. 
د بې عدالتيو ، غلاوو او قتلونو پر لور ور شيخ ول. چې وس يې کار کړی وای، د ښه کار پر ځای يې بد کار کار کاوه. پر افغانستان توري شپې تېرېدې. هره ورځ يې د کال په څېر اوږده وه. هره شپه يې د نېستۍ، و خوارۍ کره مېلمنه وه. افغانان چې د روسانو ظلمونو خورا ځپلي ول، هر څه يې مجاهدينو ترې هېر کړل. دوی تر روسانو بدتر ظلمونه رواج کړل. د وحشت و بربريت نوي دروازې يې کښېنولې. 
مجاهدينو هغه مهال پاکستان خپل سکنی ورور ګاڼه. پاکستان يې فکرونه داسې ور مينځلي ول چې تر افغانستان هغه ورته مهم و. مجاهدينو د افغانستان د ټولګټو شتمنيو لوټول جهاد ګاڼه. د دې لوټونو او چپاولونو په ترخو پړاونو کې يې د افغانستان ټوله شتمني پر پاکستان ليلام کړه. پوځي وسايل يې ور وړل. الوتکي يې ور کړې. ټانکونه يې ور وتښتول. له الفه تر يا پورې ټولې پوځي وسلې يې تر پاکستان قربان کړې. له دې ځايه به يې د برق ستنې غلا کولې، پاکستان ته به يې تښتولې. 
حکومتي زغره وال موټرونه، د مخابراتو لينونه او مهم سندونه يې ټول د پاکستان پوځ او استخباراتو ته د پاکستان د دفاع په نوم جګړه کې ور خيرات کړل. مجاهدينو هغه کانې وکړې، چې نه کفر کړي وې، نه اسلام. مجاهدينو له ډېر غرورو او جهالته د جهاد احکام دومره بدنام کړل چې د وطن سپين سري او سپين ږيري به ناست ول، د دوی د نابودۍ، تباهۍ او ورکېدو ښېراوي به يې کولې. 
هغه مجاهدين چې د روسانو پر ضد د افغان دربدره ميندو دوعاوي ور پسې وي، هغوی ته يې برياليتوبونه غوښتل، وروسته په شيطانانو او ابليسانو واوښتل. بيا هغو ميندو مجاهدينو ته د دوعاوو پر ځای ښېراوي کولې. هغوی يې د افغانستان لپاره په زيان بلل. همدا و چې يو مخ افغان ملت دې ته په تمه و چې د دې وحشانو او زناکارانو پر ضد يوه بله ډله راپيداسې او د دوی له شره دا وطن خلاص کړي. 
يوه برخه افغانان چې نن د سولې په دغه ډول مباحثه کې د امريکايي ځواکونو د وتلو خبره اوري، هماغه د تاريخ ترخې شېبې يې ذهن ته درېږي. فکر کوي چې خدای مکړه، بيا افغانستان هماغشي يواځي پاتېږي او له نړۍ وال ملاتړه بې برخي کېږي او بيا پاکستان خپل رباب او سورنا پکې ږغوي. دا يو فکر دی، خو يو حقيقت نه دی. افغانستان نور له هغې دورې راوتلی دی. زموږ روابط يواځي اوس له امريکا سره نه دي. 
دا حکومت د مجاهدينو د دورې په څېر حکومت نه دی چې يواځي په روس پوري تړلی و. دا حکومت په هيچا پورې تړلی نه دی، بلکې له ټولو سره تړلی دی. افغانستان اوس له ټولي نړۍ سره اړيکي لري. ځانته داسې پوځ او قدرت لري چې پر ګوندي ګټو نه بلکې پر وطني ګټو متمرکز دی. د افغانستان پوځ د پخوا په څېر اجير نه دی. نه د جلب په زور ځوانان د خدمت ليکو ته سوق کوي. 
دا مهال د افغانستان د پوځ ځانګړي ځواکونه په شيمه کې ساری نلري. هغه چې زموږ سره لاس په لستوڼي جنګېږي، هغوی هم زموږ د پوځ دغه ډول فوق العاده مهارت ته ګوته پر غاښ پاته دي. د افغانستان حکومت اوس د پخوا په څېر د ټانګونو په په زور ارګ نه جوړوي، نه حکومتي حاکمان تر بالښتونو لاندي وژني، نه يې په جبر واک ته رسوي او نه يې له واکه غورځوي. 
دلته ولسواکۍ وده کړې. دلته انتخابات کېږي. دلته خلک خپل په خوښه خپله راتلونکې ټاکي. دا جلا خبره ده چې په ټاکنيز نظام کې فساد موجود دی او اصلاحاتو ته اړتيا ده. هغشي د امريکا په ټاکنيز نظام کې هم د ورته اندېښنو خبره کېږي او ستونزي موجودي دي. 
افغانستان له پخواني حالته راوتلی دی. اوس يې خپل ځان ته مستقل زور او د ساتنې قوت موندلی دی. د دې باوجود امريکا په هيڅ صورت افغانستان دغشي پر بيابان نه پرېږدي. امريکا د خپلي برنامې له مخي طالب ته موقع ورکوي چې د نيمايي عسکرو په وتلو سره سوله کوي، خپله خبره پر ځای کوي، که بيا جګړې ته دوام ورکوي؟
موږ ګورو چې له ۲۰۱۱ کال راهيشي امريکا څو ځله له افغانستان څخه د خپلو عسکرو د ايستلو خبره مطرح کړې ده. حتی دا چې پر ۲۰۱۴ يې خپل زرګونه عسکر وویستل. هغه وخت هم داسې اندېښنې رامخته سوې چې ګنې د امريکايي ځواکونو له وتلو وروسته به د افغانستان حالات کړکېچن شي، حکومت به بېخي دوام و نه کړي. مګر هر څه د دې برعکس ثابت شول. موږ وليدل کله چې له هلمنده امريکايي قوتونه ووتل، پر ټول هلمند د ظاهرشاهي واکمنۍ زېري پرېوتل. له موسی کلا تر خانشينه ټولي ساحې افغان پوځ وساتلې. 
دا چې بېرته ولې د هېواد امنيتي حالات خراب شول، د کورنيو فاسدو قضاياوو تر څنګ نړۍ والي لاسوهني هم پکې شاملي وې چې دلته بحث نه پر کوم. که د امريکايي ځواکونو له وتلو وروسته امريکا په رښتنې توګه د افغان ځواک تر شا درېدلې وای، په هيڅ صورت به کندزو فراه اوغزنی د پاکستان او ايران منګلو ته نه وای لوېدلی. دا ځيني کارونه دلته د امريکا په رضايت کېږي. امريکا هر څه د خپلو ګټو له مخي عيار کړي، هر څه د يوه قوي پلان له مخې څاري. امريکا پر ۲۰۱۴ کال له افغانستانه خپل عسکر وايستل. درې کلونه وروسته بېرته د اورپکو د جګړې تر شا نړيوال لاسونه ملګري شول. د هېواد جګړه په تاوده تنور بدله سوه. امريکا او نړۍ مجبوره سوه چې د دې تنور د سړېدو لپاره نور ځواکونه راولېږي چې دا کار يې هم وکړ. دا يو تصادف نه و. دا يو پلان و.
اوس هم امريکا د دغشي يوه پلان له مخي له هېواد څخه د اووه زره امريکايي عسکرو پر وتلو غور کوي. د دې عسکرو له وتلو سره د طالبانو بانې هم ختمېږي. طالبان به ثابت شي چې د عسکرو له وتلو وروسته سوله کوي، که جګړه. دا به مالومه شي، چې دوی يواځي د سولې په اړه د امريکايي ځواکونو د وتلو غوښتنه د شعار په توګه بدرګه کوي که يې دا خپله سياسي داعيه ګڼي او يا د دې کار تر شا په رښتيا هم د دوی سياسي خپلواکي نغښتې ده. سره له دې چې دا د طالبانو دويم پرلپسې امتحان دی. دوی يوار پر ۲۰۱۴ کال هم دا ادعا کوله چې د افغانستان له کليو امريکايي عسکر ووځي، دوی به هلته خپلي جګړې ودروي او په هغه ځای کې به وجنګېږي چيري چې بهرني عسکر موجود وي، مګر له بده مرغه طالبانو پر هغو شيمو تر پخوا ډېره جګړه پيل کړه له کومو چې بهرني عسکر راووتل او هلته يې جګړې کمي کړې چيري چې بهرنيان موجود ول.
لنډه يې دا چې د نيمايي امريکايي عسکرو وتل د طالبانو د ثبات لپاره يو امتحاني شرط دی. په دې سره به طالبان مالوم شي چې سوله کوي، که هشي بانې کوي. 
افغانانو ته څه په کار ده؟
امريکا په نړۍ کې لومړی زبرځواک طاقت دی. افغانستان د نړۍ د همدغه غښتلي طاقت سره ملګر دی. د افغانستان حکومت ته په کار ده چې له دې طاقته عظیمه ګټه واخلي. تېر ۱۵ کلونه امريکا يواځي موږ په مړه ګېډه وساتلو. وړيا ډالرونه يې راباندي را ايله کړي ول. زېربناوي او بنسټيز کارونه ترسره نه شول. موږ په دې يوه نيمه لشيزه کې دومره پيسې او چانس له لاسه ورکړ که د ګټي پر ځای مو لګولی وای، دا وطن داسې په جوړېدی چې نه بيا د پاکستان وس کار پر کاوه، نه د ايران او نه د بل هېواد. 
د افغانستان حکومت چې له ښې لوري را واخلې، ډېر ښه روان دی، خو چې د نيمګړتيا برخي ته يې وګورې ستونزي هم لري. په ټوله کې د افغانستان د حکومت په اړه داسې باور موجود دی چې اوس په هر صورت له خپله ځانه دفاع کولی شي. د دې اثبات يې موږ شاهدان يوو. دا څلور کلونه کېږي افغان امنيتي ځواکونه د يوې خورا پېچلي او استخباراتي جګړې پر ضد درېدلي دي. د سلګونو ځوانانو په قربانيو يې د خپل وطن حيثيت ساتلی دی. 
تاسي وګورئ دلته جګړه موسمي بڼه لري. مثلا: دا درې مياشتي مخکي د افغانستان وضيعت بدي خواته روان و. وروسته تر درو مياشتو راهيشي وضيعت بېخي بل لور ته روان سوی دی. هره ورځ د جنګي ډلو مشران په نښه کېږي، پر افرادو يې بريدونه کېږي او هيڅ ځای نه‌شي پټېدلی. د دې مانا دا ده چې د دې جګړې د ډېرېدو او کمېدو واک د يو چا په لاس کې دی. 
بله مهمه دا ده چې د سولې مسئله يواځي د حکومت کار نه دی. دا د ټول افغان ملت مشترک ارزښت دی. دا يوه خورا ستره ملي برنامه ده. کله چې دلته سوله حاکمه وي، د ټول ملت ګټي خوندي پاتېدی شي، مګر که سوله نه وي، هيڅوک نه ګټه ترلاسه کولی شي، نه واک ترلاسه کولی شي. اوس افغانستان يو نوي فصل ته ور روان دی. داسې فصل چې له سياسي مخالفانو نيولې، تر طالبانو، جنګي تنظيمونو او ټولو پوري ځانونه متحد کړي او په ګډه په افغانستان کې د سولې خېمه ودروي. 
اوس د قدرت د غوښتلو، يا د قدرت طلبۍ لپاره د حکومتي دستګاه د تخريبولو منطق د هيچا په ګټه نه دی. افغانستان دا تاريخ شاته پرې ايښی دی. د روسانو ماته، د ډاکټر نجيب الله له حکومت سره د سولې خبرې، تر هغه را وروسته کورنی بحران چې د پاکستان له لوري د يوه پلان له مخي عملي سو؛ يو تر سترګو لاندي جريان دی. روسان ووتل، په اصطلاح وطن له اشغاله په امان شو. ښه بيا څه ترې جوړه شوه؟ پر لويي لارو پاټکونه د چا لپاره ول. د خلکو د عزت ليلام، د بيت المال چور د پوځ ټوټه کېدل، پر پاکستان د عامه شتمنۍ ليلامول، دا د کوم جهاد لپاره وو، دا د کومو مجاهدينو اعمال وو؟
تر ټولو اول طالبانو ته په کار ده که وطن او ملت پر ګران وي او په واقيعت هم ځان د پاکستان له حاکميته په امان کې غواړي، خپل لومړيتوب دي وطن وټاکي. د قدرت نشه دي له فکره وغورځوي. د امارت د بيا جوړېدو هوايي خوبونه دي هېر کړي. د وطن پر دربدره مېرمنو دي زړه سوی وکړي. د وطن پر حال دي رحم وکړي. نور دي د ايران په ګډون د پاکستان مريتوب ته د وطن ارزښتونه نه ټيټوي. هيچا ته دي د تسليمۍ احساس نکوي، يواځي دي وطن ته ځانونه تسليم کړي. وطن ته تر تسليمۍ غټه مېړانه په نړۍ کې نسته. طالبان دي لطفاً دغه نغاره بس کړي چې موږ له افغان حکومت سره خبرې نه کوو، موږ يې له امريکا سره کوو. امريکا، خو دا ده وځي، بيا به نو له چاسره کښېنږئ او څه غواړئ؟
له حامد کرزي او د ده له پخوانيو ملګرو نيولې د حکومتي دستګاه تر ټولو مخالفانو ټولو ته په کار ده چې د سولې په دې ستره مساله کې له پوره ځيرکۍ او هوښيارۍ کار واخلي او د شخصي ګټو پر ځای ملي ګټو ته لومړيتوب ورکړي. دوی بايد له حکومت سره وږه پر وږه ودرېږي او د سولې دا رنځوره بېړۍ تر سمندره سلامته پوري باسي. چې وطن نه وي، نه کرزی لويه جرګه جوړولای شي، نه ګلبدين حکمتيار ټاکنې ځنډولای شي، نه طالبان جهادي نغارې ډينګولای شي او نه د حکومت سياسي مخالفان د مطبوعاتو مېزونه ډبولای شي. اوس وطن ته لومړيتوب ورکړئ. وطن يوار مرام ته ورسوئ، بيا ستاسو ټولو ګټې خوندي کېږي.

د طالبانو په جګړه کې د پاکستان سياسي ماته
پاکستان چې د روسانو پر مهال يې د افغانستان له جهاده په ميلياردونه ډالر ګټه ترلاسه کړل، يوار بيا په دې تلاښ کې دی چې د طالبانو او امريکا ترمنځ د سولې له مذاکرې دغشي ګټه يوشي. البته پاکستان پر دې هم پوهېږي چې د افغانستان اوسنی حکومت له هغه وخت سره ډېر توپير لري چې دوی په جهادي تنظيمونو رانسکور کړ. پاکستان د افغانستان په روانه ۱۵ کلنه جګړه خپله ټوله انرژي مصرف کړه. له ټولو ديني او عقدوي سويچونو څخه يې کار واخيست. د جګړې لپاره يې هر ډول تاکتيک وکاروه. د دې ټولو باوجود يې له ترهګرۍ د مبارزې په نوم له امريکا او نورو بې حسابه ډالر واخيستل. 
پاکستان هر څه وکړل، خو نه يې حکومت نسکور کړ او نه يې حکومت ته غټه ستونزه جوړه کړه. د افغانستان لپاره د مخکني ولسمشر حامد کرزي واکمني يوې خوته او د ولسمشر غني واکمني بلي خواته. اشرف غني چې دا څنګه واک ته ورسېد، په ډېري بيدارۍ سره يې ځان پاکستان ته ور نږدې کړ. د افغانانو د توقع خلاف يې عسکر د روزني لپاره ور ولېږل. ستراتيژيک روابط يې ورسره تازه کړل. دواړو خواوو يو بل ته سفرونه وکړل. بلاخره د پاکستان زړه يې ور خوشال کړ، مګر پاکستان بيا هم خپل مکاريتوب پرېنښود. له دې موقع يې ګټه وانه خيسته له افغانستان سره يې نيت سپا نکړ. 
البته دا د پاکستان کم‌عقلي نه بلکې هوښياري ده. پاکستان داسې افغانستان غواړي چې د ده تر قيادت لاندي وي. هر څه يې د ده په خوښه وي. پاکستان هيڅ وخت داسې افغانستان نه زغمي چې د ډېورنډ کرښي تر کچي پخوانۍ داعيې پکې راپورته شي او نړۍ والي محکمې ته وړاندې شي. پاکستان په تېرو څلورو کلونو کې له افغانستانه ډېره ماته خوړلې ده. ټول پلانونه او هدفونه يې شنډ سوي. د پاکستان پر وړاندې د افغان ولس او حکومت ټينګ عزم او ښکاره مخالفت د دې سبب سو چې د دې هېواد اصلي څېره نوره هم برملا شي. 
پاکستان په روانه جګړه کې د روس د جهاد په ډول په هلمند، غزني، کندهار، زابل، کونړ، ننګرهار او ډېرو نورو ولايتونو کې څرګندي او ښکاره حملې وکړې. هر څومره فشارونه يې وارد کړل، خو هيڅ يې لاس ته نه ورغلل. پاکستان تر ټولو دې ته وارخطا دی چې افغان ولس يې پر ضد د حق چيغه پورته کړې ده. پاکستان اوس د دې لپاره ډېره هڅه کوي چې د ځان په اړه زموږ د ولس کرکه ماته کړي. بيرته داسې فضا جوړه کړي چې افغانان دي پاکستان خپل ورور وګڼي. 
ها خوا ته له افغانستان سره د هند نږدېوالی، د هېواد د اقتصادي بنسټونو د رغاونې پروګرامونه، له نړۍ سره زموږ د صادراتو او وارداتو د تازه لارو پرانيستل او په نړۍ کې افغانستان د يوه جوړېدونکي هېواد په توګه راوړاندې کول د پاکستان لپاره ستره ناکامي ده.
بل پلو په پاکستان کې د پښتون ژغورنې غورځنګ ولس حرکتونو لړۍ ګورئ چې ټوله نړۍ يې د دې خبيث ملک جنايتونو او ظلمونو ته متوجې کړې ده. پاکستان ته اوس ډېر غمونه ور له غاړې دي. يوې خوا ته يې له امريکې سره روابط خرابې مرحلې ته رسېدلي، بل پلو هند ورته قهرېدلی، په داخل کې پښتون ملت پر را پورته شوی، دلته زموږ پوځ او حکومتي بنسټونه ورته قوي شوي او هلته يې خپلې کورنۍ لانجې اسمان ته پورته شوي چې دې پاکستان د ناکامۍ کچې ته روان کړی. 
په داخلي کچه د حکومت د مخالفانو وضيعت سختې بدي خوا ته روان دی. هره ورځ يې په لسګونه کسان وژل کېږي. مالي منابعي يې ختمېږي. ملاتړ يې کمېږي. په ولس کې يې د فکري او عقدوي ملاتړ کچه کمېږي. پر روانه جګړه يې د کابل د درې نيم زره ديني عالمانو سترې غونډې او د عربستان له مکې څخه نړيوالي فتوا خورا بد اغېزونه وکړل. دې ټولو موضوعاتو د پاکستان سياسي کردار له شکست سره مخامخ کړی دی. 
پاکستان دا وار هم داسې نيت لري چې د افغانستان د سولې په مساله کې به له امريکا سره خبرې وکړي. له دې خبرو واضح ده چې پاکستان غواړي د طالبانو لپاره په خپله خوښه حکومت جوړ کړي. پاکستان يوار بيا دې ته ناست دی چې دا حکومت بيا ووېشل شي. بيا يې هر څه چور و تالان شي. بيا يې هر څه له الف څخه شروع شي. بيا د قدرت پر سر کورنۍ جګړې پېښې شي او پاکستان خپلې ګټې ترې تر لاسه کړي. پاکستان غواړي پر امريکا د دې احسان هم واچوي چې طالبان مو سولې ته درسره کښېنول، جګړه مو ودروله. دا چې افغانان په خپل منځ کې جګړه کوي، يا د قدرت پر سر نه سره جوړېږي، دا د هغوی خپل داخلي مشکل دی. 
البته پاکستان داسې برنامه لري، خو دا په حقيقت سره يو خوب دی. پاکستان هڅه کوي چې دا خوب په حقيقت بدل کړي، خو دا هيڅ امکان نلري. اوس د افغانستان د حکومت اختيار له پاکستان سره نه دی. حکومت اوس په خپله خوښه خپلي پرېکړي کوي. طالبان راسي، سوله به وشي، په ګډه به سياسي قدرت ووېشل شي، خو د پاکستان ارمانونه به خاوري شي. د شيمي حالاتو ته په کتو سره ښکاري چې د افغانستان حکومت له يوې ډېري اساسي ستونزي مخ پر راوتو دی. که طالبانو سوله وکړي، پاکستان تاريخي ماته خوري، القاعده، داعش او حقانيان بيا نتېجه نه‌شي ورکولای.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply