مذاکرات او تيرې ترخې تجربې/ ډاکټر زیرک یوسفي

0 673


نن په دوبۍ کې د متحده عربي اماراتو، امريکې متحده آيالاتو‬، سعودي عربستان ، پاکستان او طالبانو ناسته ده. ويل کيږي چې د حکومت مذاکراتی ټيم هم دوبۍ ته رسيدلی دی.د پاکستان د حضور په اړه په دې برخه کې غواړم يو څو مهمې عملي تجربې له تاسې سره شريکې کړم. ځکه دوی تل مخرب رول لوبوي.

لومړۍ تجربه، داسې مذاکرات مخکې هم ترسره شوي، خو پاکستان يې تل د سبوتاژ هڅه کړې ده. د مري مذاکرات، څلور اړخيزه -چين،امريکا، افغانستان او پاکستان مذاکرات يې بيلګې دي.

دويمه تجربه، که چيرې له پاکستان څخه د مرستې غوښتنه شوي وي، هغوی اکثره جعلکاري کوي او هغه طالبان مذاکراتو ته راولي چې دوی پرې اغيز لري خو بيا هغوی په طالبانو کې نفوذ نلري- د چين د اورمچي مذاکرات، د دوبۍ او سعودي مخکيني مذاکرات يې بيلګې دي. ملا جليل، ملا حسن او ملا عبدالرزاق پکې ګډون کړی و

دريمه تجربه، کله چې پاکستان په مذاکراتو کې شتون ولري، طالبان څو څو وارې څنګ ته کوي، خپلو خبرو ته يې نه پريږدي او په استازولۍ يې داسې خبرې کوي چې هوکړه ناممکنه شي. د فرانسې، توکيو، اورمچي، او مري مذاکرات يې ښې بيلګې دي. حتی داسې استخباراتي کسان ورسره راولي چې نه پريږدي افغان پلاوی او د طالبانو استازي سره يوازې وويني او ګډ لمونځ وکړي، ځکه نه غواړي دواړه خواوې يو بل سره حقيقتونه ووايي.

څلورمه تجربه، د طالبانو په مذاکراتي ټيم کې د بې صلاحيته کسانو ګومارل د دې لامل کيږي چې دوی بيرته له توافقاتو ډير ژر انکار وکړي، داسې مخکې شوي ممکن دا ځل و نه شي.

پنځمه تجربه، که چيرې پاکستان پوه شي چې افغان حکومت او طالبان هوکړې ته نږدې کيږي، له مذاکراتو وروسته ډير ژر داسې يو کار ترسره کوي چې مذاکرات سبوتاژ کړي. مذاکراتو ته په نږدې کيدو سره د طالب مشرانو نيول او ګواښل، د سعودي له مذاکراتو وروسته د مولوي عبدالرقيب وژل، د مري له مذاکراتو سره سم د ملا عمر د مرګ افشا کول، د دوه اړخيزه علماو د کنفرانس په درشل کې د سميع الحق وژل يې ښکاره بيلګې دي.

شپږمه تجربه، پاکستان په مذاکراتو کې هڅه کوي پر شکلياتو او پروسو بحث وکړي، اصلي موضوعات وځنډوي او ليرې ليرې نيټې وټاکي، دا د وخت له ضايع کولو پرته بل څه نه وي، څلور اړخيزه ناستې، APAPPs، درې اړخيزه ناستې او نورې دوه اړخيزې ناستې يې بيلګې دي.
کيدای شي دا ځل داسې ونه شي خو زموږ مذاکراتي بې تجربې ټيم بايد دې مسائلو ته متوجه وي چې بيا دوکه نه شي.
و ماعلينا الا البلاغ

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply