چین ته د پاکستان نژدېکت به څه پایلې ولري؟ / زبیر افغان

0 835

په همدې اونۍ کې میډیا داسي خبرونه ور کړل چې چين په پاکستان کې څلور مختلفې پروژې مخته وړي او د دې لپاره ۶۰ میلیارده ډالر په کار دي چې ټول به د چین له لوري ور کول کېږي. له پاکستان سره د چین دومره اقتصادي خواخوږي د خدای لپاره نه ده او نه د چین غوندي هیوادونو ته تر خپل اقتصاد بل شی مهم ښکاري؛ ځکه نن د هر هیواد زور د هغه اقتصاد دی نو چين په پاکستان کې یوازي خدای پاري پروژې نه عملي کوي. تر هم وړاندي دا خبر نشر سوی وو چې چین او پاکستان به خپل منځي سوداګري په خپلو کرنسیو کوي یاني راکړه ور کړه کې به ډالر نه استعمالېږي.

دا دواړه خبرونه د نتیحې له اړه زموږ لپاره جالب دي او  پاکستان و چین يې په خپلو اقتصادي اړیکو کې مهم پرمختګ بولي؛ خو دلته بل داسي قووت هم سته چې دا هر خبر ورته د خطر زنګ دی. د امریکا متحد ایالات له چین سره سخته اقتصادي سیالي لري او د چین بر مالونو يې تعرفه هم لوړه کړې ده او د یوه شرکت مشره يې هم کاناډا کې د امریکا په امر نیول سوې ده. پاکستان له ۲۰۰۱ کال څخه د امریکا تر پوره نفوذ لاندي بلل کېده او د همدې لپاره امریکا له هغه وخته تر ۲۰۱۷ کاله پوري ۳۳ میلیارده ډالر مرسته ور کړې ده.

نن که پاکستان د متحده ایالاتو د سیال خوا ته مخ ګرزوي نو متحده ایالاتو ته به په هيڅ صورت د منلو وړ نه وي. پر پاکستان یوازي امریکا هم اغېز نه لري بلکي د متحده ایالاتو نژدې متحد بریتانیا هم پر پاکستان ښه ډېر اثر لري. یوه بله نکته دا هم ده چې د پاکستان یو بل پياوړی ګاونډی هند له امریکا او اسرایلو سره ښه روابط لري او په دې سیمه کې د امریکا یو پياوړی دوست ګڼل کېږي. پر پاکستان د پشار لپاره هند هم یو اپشن دی چې متحد ایالات به د خپل پشار په وخت کې حتما کار ترې اخلي.

که پاکستان له چین و متحدو ایالاتو سره د اړیکو په متاوزن ساتلو ونه توانېده نو زما په اند هغه شر به پيښ چې زموږ خیر به پکې وي. متحدو ایالاتونو پر پاکستان د پشار لپاره څو اپشنه ساتلي دي او نن يې وخت دی چې کار ترې واخلي.

لومړی اپشن زموږ په هیواد کې هغو بلوڅانو ته سرپنا ور کول چې له پاکستان سره د سیاسي قدرت او د بلوچستان د طبیعي زیرمو پر ويش شخړه لري. دا بلوڅ کډوال هر وخت د پاکستان خلاف په هر میدان کې استعمالېدای سي او د دې زیاتره مشران په امریکا او اروپا په ځانګړي ډول بریتانیا کې اوسي.

دویم اپشن له پاکستان سره د امریکا نغدې مرستې دي چې بندېدا يې پاکستان حتما له ستونزو سره مخوي، متحد ایالات هر وخت دا خبره کوي او څو پلا يې پاکستان د ته د اخطار په ډول دا خبره یاده کړې هم ده.

درېيم اپشن هند دی چې د متحدو ایالاتو په اشاره به هر وخت پاکستان ته په اقتصادي، سیاسي او نظامي ډګرونو کې مشکلات جوړوي او وخت ناوخته يې دا کار کړی هم دی.

څلورم اپشن د متحدو ایالاتو لپاره سعودي عرب او د سعودیانو متحدین عرب ممالک هم دي. عربو له پاکستان سره هر وخت مرستې کړې دي او د پاکستان پر نظامي ادارو او په سیاسي ګوندونو کې د مخکني لومړي وزیر نواز شریف پر ګوند هم زیات اغېز لري.

پنځم اپشن پر پاکستان ځيني بندیزونه او محدودیتونه دي چې پاکستان له مشکلاتو سره مخ کولای سي.

شپږم اپشن د افغانستان روان جنګ دی چې لوی قووت پکې د طالبانو بلل کېږي، دا یو تحمیلي او ډیزاین سوی جنګ دی چې متحد ایالات او پاکستان دواړه پکې خپل اهداف لري. له دې لارې پاکستان له امریکا میلیاردونه ډالر مرسته اخیسته او هر وخت يې د افغانستان حکومت تر پشار لاندي راوستی دی او په اقتصادي لحاظ هم پاکستان ته مفید وو ځکه چې دلته روان جنګ هر څه له منځه وړل او زموږ هیواد چې له هر ډول تولید څخه پاته سوی وو نو د پاکستاني مالونو لپاره یو ښه بازار وو چې هر ډول بې معیاره توکي پکې په سمه بیعه خرڅېدل.

د سیمې له حالاتو چې زه څومره خبرېږم او په اړه يې د مطبوعاتو شننې اورم یا لولم نو تر اوسه پر پاکستان د پشار لپاره ځيني واړه ګامونه متحدو ایالاتو اخیستي دي چې ډېر موثر نه دي تمام سوي. یو مثال يې د سعودي د ولیعهد محمد بن سلمان له لوري د سلفي پروژې د پای اعلان وو چې د همدې پروژې له لارې سعوديانو پاکستان ته د پیسو ناوه ور کږه کړې وه او پاکستان کې میشتو سلفیانو هم په میلیونونو ریالونه له سعودي هر کال د همدې دعوت په نوم پاکستان ته وړل چې اوس زما د مالوماتو له مخې سعودي کلک بندیز پر لګولی او نور د دې پروسې پای اعلان سوی دی او سعودي پاکستاني سلفیانو ته د مرستې پر ځای له دوی غواړي چې له حرمینو د دفاع لپاره د سعودي په ملاتړ یمن ته ولاړ سي او هلته د دوی تر مشري لاندي وجنګېږي.

د بلوڅانو له اپشنه هم لیږ استفاده سوې ده، په ګوادر کې د چینايي کمپنۍ څو انجنیران بلوڅانو مړه کړل او دا کار که څه هم د دې سترې پروژې په وړاندي لوی خنډ نه دی خو که متحده ایالات وغواړي نو دا تهدید زیاتولای هم سي.

د بندیزونو او محدودیتونو له اپشنه هم تر یوه حده ګټه اخیستل سوې ده، پاکستان مذهبي ازادیو ته د نه احترام له امله په تور لیست کې اچول سوی دی او له نړۍ وال بانک څخه د پور اخیستلو په هڅه کې هم د متحدو ایالاتو په اشاره ناکام کړل سو چې دا د پر پاکستان د پشار لپاره دوې تودې او اغېزناکې څپيړې وې چې اثر به يې پاکستان کې حتما ښه ډېر محسوس سوی وي.

له اخیري اپشنه هم متحد ایالات مجبور دي چې ګټه واخلي. ځکه اوس پاکستان له چین سره په اقتصادي اړیکو کې هغه سرحد ته رسېدلی دی چې نور يې را ګرزېدل ممکن نه دي او که را ګرزي نو د چین له لوري به تر همدومر پشار لاندي راځي. پاکستان اوس د متحدو ایالاتو او چین ترمنځ د اړیک پاللو توازن له لاسه ور کړی او نور به د زمانې څرخی د هغوی په ګټه نه څرخي. بلکي د زمان هر ګړی به د پاکستان لپاره یو ناهیلی کوونکی زیری ور کوي او له بدو به د بدو شیبو انتظار کوي.

د متحدو ایالاتونو انډیوالي له یوه هیواد سره تر هغو وي چې د دوی ګټو ته يې خطر نه وي متوجې کړی او امپریالیزم په خپله جوړه کړې طرحه کې بریالی روان وي، کله چې هر هیواد د دې ګټو په وړاندي خطر جوړېږي نو هغوی ته هماغه مهال دښمن دی او له منځه وړل يې د دې امپریالیستي دولت له مهمو موخو څخه دي.

پاکستان نن تر غرب شرق ته د نژدې کېدو ډېري هڅې کوي، په پاکستان کې د بي بي سي د یوه راپور له مخې د چینايي ژبې د زدکړې ۶۰ مرکزونه جوړ سوي دي چې دا په خپل وار له چین سره د پاکستان پر زیاتېدونکو اړیکو یو ښکاره ثبوت دی.

د پاکستان له لاسه به نور د طالب هغه سوټی اخلي چې که پاکستان غوښتي وای افغانستان به يې پر هر خوږ ځای په واهه. د طالب د جنګ لپاره امریکا هم په افغانستان کې دننه مصارف کول او هم يې د نړۍ وال بانګ پوروړی پاکستان پر پښو درواوه. په افغانستان کې ۱۳۰ میلیارده ډالر د دوی له وینا سره سم مصرف سوي دي او پاکستان ته يې ۳۳ میلیارده ډالر مرسته ور کړې ده چې ټول ټال يې ۱۶۳ میلیارده ډالر کېږي. دا خورا لوی رقم دی، په دې ډالرو یو درست هیواد جوړېدای سي البته چې د تعمیر لپاره مصرف سي، خو له بده مرغه چې دلته دا ټول مصرف د تخریب او انسان وژنې د طرحو لپاره سوی دی.

دا چې پاکستان له متحدو ایالاتو مخ اړوي نو هغوی به يې هم حتما ځواب ور کوي، له بلوچستانه را کډه سوي بلوڅ زموږ او د پاکستان لیکې ته خورا نژدې پراته دي او د پاکستان استخبارات يې له دې امله نه سي تخریب کولای چې متحد ایالات پرې خپه کېږي او هيڅ اجازه يې نه لري. اما بل لور ته بیا په کابل کې د استخباراتو پر رییس برید کولای سي چې دا دوه ټکې خورا د خور وړ دي. د کابل پر اداره هر ډول برید باندي متحد ایالات پاکستان ته غاښ نه سپينوي خو د یوه بلوڅ وژل ورته د زغم وړ نه دي، له دې امله پاکستان د طالب په لاس پر کابل هيڅ رحم ونه کړ خو په سپين بولدک کې څلور زره کورنۍ بیا له لیکې سره بیخي نژدې د پاکستان له ظلمه په امن دي؟!

زه په دې باور یم او د دې لپاره دلایل هم لرم چې د طالب جنګ به نور پای مومي، د داعش په نوم وړه ډله به هم په افغانستان کې د امریکا د پاتېدا لپاره نړۍ ته بانه وي، هم به پاکستان د طالب په شان اغېز نه پرې لري او د امریکا مثلث دښمن ته به يې هم له اړتیا سره سم د اوخ په شان ور ښکاره کوي. د هیواد شمالي او شمال ختیځې سیمې داعش ته ور کول د همدې لپاره دي چې هم چین وګواښي او هم منځنۍ اسیا ته د تلو شعار ور کړي او روسیه و ایران دواړه وډار کړي. چین په خپل هیواد کې پر ایغور مسلمانانو ساحه راتنګه کړې ده او د بدخشان ولایت ته يې ګڼې کورنۍ مهاجرسوي دي چې دا هم له داعش سره د چین او روس خلاف د بریدونو په تنظیم کې مرسته کولای سي. لنډه دا چې داعش به هم دلته د امریکا د اوږدې پاتېدا بانه وي او هم به د مثلث دښمن د ډارېدا وسیله.

له پاکستانه د امریکا خپه کېدا زموږ لپاره خیر پیښوي. د پاکستان له اقتصادي انحصاره زموږ خلاصون، تر اروپا پوري موږ ته د ترانزیټ لار پرانیستل، چابهار بندر پر ایران له لګيدلو بندیزونو مستثنا کول او… د دې ثبوتونه دي چې له متحدو ایالاتو سره د پاکستان شر زموږ پخیر دی. له دې امله نو متحده ایالات نور نه دلته پر نظامي چارو زیات لګښت ته اوږه ور کوي او نه پاکستان ته مرستې ور کولای سي او د پاکستان اقتصادي وضعیت نه له وخته داسي وو چې په افغانستان کې دومره لوی جنګ مخته یوسي او نه د امریکا په وړاندي پاکستان غوندي یو درېیمه درجه هیواد دا جرأت لري، چین او روس دا کار نه سي کولای نو پاکستان خو يې سوچ هم نه سي کړای.

د منځني ختیځ کړکیچ هم د دې باعث سوی چې متحده ایالات هلته پر روانو حالاتو تمرکز وکړي او دلته روانې کشالې ته اختتام ور کړي، له دې امله چې ایران او روسیه تر افغانستان هلته ښه په ګونډو کېدای سي، د سوريې په جګړه کې ایران او روسیه خپل نظامي پوځونه لري او د نظام خلاف پر جنګېدونکو ډلو هوايي بمبارونه کوي. شل له خدای څه غواړي؟ دوه لاس او دوې پښې، متحد ایالات په دې پوهېدل چې تر ساړه جنګ وروسته روسیه بیا ورو-ورو د دوی مخې ته درېدل غواړي، د همدې لپاره باید داسي ځای ته راکش کړل سي چې د پخوا په شان بیا له پښو واچوله سي، سوریه يې تر ټولو بهترین ځای دی چې د امریکا لپاره د کرايې جنګیالي پکې ډېر دي، قطر او سعودي کې دوی نظامي اډې لري او د عربو له اوبو څخه هر وخت د هر څه لپاره استفاده هم کولای سي، امریکا د دې جنګ لپاره وختي لا محاسبه کړې ده او د ایران و روس لپاره د یوه ښه سبق تابیا يې نیولې ده. نور په افغانستان کې ډېر ځان ښکېلول نه غواړي او دوه ځایه مصارف دوی ته هم مناسب نه مالومېږي، له دې امله يې هم منځني ختیځ کې له روس او ایران سره ځان اخته کړی دی او هم يې په اکراین کې د روسيې لپاره ستونزې جوړي کړې دي. په افغانستان کې د داعش نقشه او عراق و سوریه کې د هغوی مرکزونه د همدې لپاره دې چې متحد ایالات هم خپل دښمن په دې بانه وټکوي او هم د منځنۍ اسیا طبیعي زیرمو ته لاس رسی په پيدا کړي. د عربو د تیلو له کمېدا سره متحد ایالات او بریتانیا پوهېږي چې نور به د تیلو مرکز دغه واړه له نطامي ځواکه خلاص هیوادونه وي، که سوریه کې متحدو ایالاتو روسیه او ایران پښیمانتیا ته مجبور کړل نو لیرې نه ده چې د منځنۍ اسیا هیوادونه به هم د روسيې له لاسه په اساني ووزي او په اکراین کې په لاس وهنه به هم روسیه دومره ګرمه کړې چې دا مشکلات به يې د کور دروازې ته ور ورسوي. د روس، ایران او چین په مقابل کې د متحدو ایالاتونو د بریا چانس له دې امله زیات دی چې یو خو په دې ډګر کې متحد ایالات یوازي نه دي بلکي له اامریکا او اروپا دواړو نور لوی قووتونه يې ملاتړ هم کوي، بله نکته داده چې نه یوازي اروپا و امریکا کې ملاتړي لري بلکي اسیا کې يې هم متحدین سته، افغانستان کې يې هسي هم نهه نظامي اډې دي، هند يې نژدې متحد او دوست دی، اسرایل يې په هر حال تر اغېز لاندي دي، سعودي او د سعودي متحدین او همداراز يې قطر په دې مبارزه کې ملاتړي دي، بلکي که واضح ووایو هغوی که غواړي کنه، خو له مجبوریته به د امریکا د متحدو ایالاتونو ملاتړ ته رادانګي او دا هر څه د روس، ایران او چین د بریا چانس ډېر کموي.

زموږ د کشالې د حل لپاره روانې خبرې ماته هیله بښونکې دي. حتمي نه ده چې په بیخي لنډ وخت کې دې مهم پرمختګونه وسي، مګر کېږي به حتما. د پاکستان لپاره یوه شرمونکې خبره دا هم وه چې لومړي وزیر يې اعلان کړی وو چې امریکا او طالبان به د پاکستان په کوربه توب دلته خبرې وکړي مګر نن دوشنبه هغوی په اماراتو کې خبرو ته سره کېناستل دا پاکستان ته یو بل اخطار ور کول دي چې تاسو د مزي نیولو او را ټولولو واک نه لرئ موږ چې هر ځای وغواړو هلته به د ناستې زمینه سازي کوو. دا کال ژمی به ځيني مهم پرمختګونه کېږي، د سولي ټوله پروسه پای ته رسول خو ستونزمن کار دی اما اوږدمهاله لار به يې ورته جوړېږي. اوس دا مهمه ده چې زموږ حکومت له دې موکې څنګه استفاده کوي او په دې نازکو شرایطو کې څنګه کولای سي چې په یوه وخت کې هم له متحدو ایالاتو سره ښې اړیکې وپالې او هم نور همسایه و نژدې هیوادونو په خپه نه کړي؟ که څه هم دلته به د امریکا نفوذ زیات وي او حکومت به د خپل تصمیم په نیولو کې له خورا لویو خنډونو سره مخېږي مګر د هیواد، ملت او ایینده لپاره باید ځانونه کلک کړي او له زیانه د بچ کېدا لپاره ډېري ډغرې ووهي.

د یوه سوکاله او امن افغانستان په هیله!

۲۰۱۸/۱۲/ ۱۷

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply