منځلاريتوب (وسطیت) / زبیر افغان

0 615

لغوي و اصطلاحي مانا:

د پاس عنوان لپاره عربي کي اعتدلال یا وسطیت الفاظ کارېږي. دا له وسط څخه جوړ دی او ګڼې ماناوي لري، (الوسطية مأخوذة من مادة وسط ، وهى كلمة تدل على العدل والفضل والخيرية والنصف والتوسط بين الطرفين .)(۱) وسطیت له وسطه اخیست سوی، چي  عدل، فضل، غوره، نیم او د طرفینو مابینځ ته ویل کېږي. قران کریم هم د وسط (۲)لفظ د محمدي امت په صفاتو کي راوړی. دا چي وسط هلته څه مانا ور کوي په اړه يې ګڼشمېر نظرونه او اراء موجود دي. چا د منځلاریتوب مانا ترې کړې او نورو بیا د غوره یا ښه په مانا اخیستی. زما په اند محمدي امت دا دواړه صفات لري، قران کریم بل ځای د امت لپاره د (کنتم خیر امة)(۳) الفاظ هم کارولي. له دې جوتېږي چي د دې امت غوروالی په همدې منځلاریتوب کي دی. اعتدال د عدل له مادې څخه دی چي په چارو کي میانه روي و منځلاریتوب اعتدال بلل کېږي.

اصطلاحي مانا کي يې هم لغوي مانا رعایت سوې ده، ګڼ تعریفونه يې وړاندي سوي دي چي مفاهیم تقریبا سره نژدې دي. د تحلیل عن مفهوم الوسطیة في الفقه الاسلامي لیکوال وايي: حالة – خطابية أو سلوكية محمودة تعصم الفرد من الميل إلی جانبی الإفراط و التفريط.(۴) د وینا او عمل هغه غوره حالت دی چي فرد له افراط و تفریطه خوندي کوي.

افراط تر حد تجاوز ته وايي، او تفریط بیا کموالی دی، له دې هر یوه چي ځان وساتل سي، دا بیا وسطیت یا منځلاريتوب دی. پاس د لغوي او اصطلاحي ماناو او د قران کریم له ایاتونو څخه مالومه سوه چي د اسلامي دين اساس پر وسطیت ښودل سوی، د اسلامي دین ښکلا همدا منځلاریتوب دی چي که څوک يې په افراط تر حدودو ګام اړوي یا هم په تفریط؛ نو د دین یو مهم امتیاز او اساس له پام اچوي چي د اسلامي دین یوه مهمه ځانګړتیا او بنسټ دی.

منځلاریتوب په قران او سنت کي:

د الله تعالی په کتاب او رسول الله په سنتو کي د منځلاریتوب په اړه ډېري لارښوونې موندل کېږي. پخوانیو مفسرینو او فقهاؤ چي په دې اړه بحثونه کړي دي، لومړی يې د قران کریم له دې ايته را پيلوي:

وَكَذَلِكَ جَعَلْنَاكُمْ أُمَّةً وَسَطًا لِتَكُونُوا شُهَدَاءَ عَلَى النَّاسِ(۵)

ژباړه: او تاسو مو منځلاری امت کړئ چي پر خلګو شاهدان سئ.

دې امت ته پر نورو امتونو د شاهدۍ امتیاز ور کول هم د همدې منځلاریتوب له امله دی. منځلاریتوب یو ډول انساني فطرت دی، انسان که زیات خوراک وکړي ستونزې ورته جوړوي او که لیږ وکړي بې انرژۍ کېږي، خو که افراط و تفریط ونه کړي، له دواړو زیانونو به خوندي وي. منځلاریتوب یوازي په دین کي اړین نه دی، بلکي د ژوند په ټولو برخو کي انسان او ټولنه ورته اړتیا لري. پښتانه یو متل کوي: مه دومره تریخېږه چي ځوک دي وغورزوي او مه دومره خوږېږه چي خلګ دي وخوري. بلکي میانه روي اړینه ده.

د خدای د غوره بندګانو په صفاتو کي الله تعالی وايي:

وَالَّذِينَ إِذَا أَنْفَقُوا لَمْ يُسْرِفُوا وَلَمْ يَقْتُرُوا وَكَانَ بَيْنَ ذَلِكَقَوَامًا (۶)

ژباړه: او دوی چي کله نفقه کوي؛ نه اسراف او نه کمبود کوي، بلکي میانه روي غوره کوي.

همدې ته ورته یو بل ايت کي هم رغلي دي:

وَلَا تَجْعَلْ يَدَكَ مَغْلُولَةً إِلَى عُنُقِكَ وَلَا تَبْسُطْهَا كُلَّ الْبَسْطِ فَتَقْعُدَ مَلُومًا مَحْسُورًا (۷)

ژباړه: او مه له صدقې څخه یو مخیز لاس اخله او مه يې پوره پرانیزه نو به ملامت سوی پښیمانه سې.

له دې ایاتونو څخه مالومه سوه چي په خیرات کي میانه روهي لازمي ده، نه دي بیخي بخیل جوړېږي چي هیڅ نه ترې بیلېږي او نه دي داسي کوي چي له ډېره اسرافه وروسته خپله هم پښيمانه وي او نور يې هم ملامت کړي. بلکي غوره او ښه حالت يې منځنی دی چي نه ځان زیانمن کړي او نه ټولنه بې خیره پرېږدي.

د منځلاریتوب تګلاره د اسلام د نزول مهال هم عملي سوې ده. د الله کتاب په یوه پلا نه دی نازل سوی، نه داسي کېدل چي ورته اړتیا به وه خو الهي قراني پيغام به نه راتلی. بلکي د قران کریم نزول په ۲۳ کاله کي وسو چي د میانه روهۍ یو بهترین مثال دی. په یوه پلا د قران نزول پر خلګو د عمل او زدکړې له مخې بوجېدی او ټولنه يې له اعتدال څخه د تشدد لور ته وړه. له دې څخه حتما د فرد په خپل شخصي ژوند او له ټولنې سره په تړلو مواردو کي تشدد رامنځته کېده او دا وېره هم موجوده وه چي ځینو اصحابو له رسول الله څخه مخ اړولی وای ځکه انسان په یوه وار د ډېر بوج پورته کولو توان نه لري او فطرت يې همداسي جوړ دی. که بیا د اړتیا مهال احکام ځنډیلي وای هم به يې ټولنه د سموالي او سمون پر ځای تشنج ته وړې وای. ځکه د قران کریم احکام له عملي ژوند او چارو سره تړلي وو چي د خلګو ترمنځ د ستونزو د حل و فصل پریکړې ور پوري تړلې وې، نو ځنډېدا يې هم حتما له ستونزه خالي نه وه. یوازینۍ د عدم تشدد لار يې همدا د منځلاریتوب او اعتدال لار وه چي قران د همدې تګلارې له مخې په ۲۳ کاله کي نازل سو.

رسول الله په خپل دعوت او عملي لارښونو کي هم د قران کریم تګلاره عملي کوله، په یوه وار يې خلګ تر بوج لاندي نه راوستل. په یوه حدیث کي دي:

عَنِ ابْنِ عَبَّاسٍ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُمَا، قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ لِمُعَاذِ بْنِ جَبَلٍ حِينَ بَعَثَهُ إِلَى اليَمَنِ: «إِنَّكَ سَتَأْتِي قَوْمًا مِنْ أَهْلِ الكِتَابِ، فَإِذَا جِئْتَهُمْ فَادْعُهُمْ إِلَى أَنْ يَشْهَدُوا أَنْ لاَ إِلَهَ إِلَّا اللَّهُ، وَأَنَّ مُحَمَّدًا رَسُولُ اللَّهِ، فَإِنْ هُمْ طَاعُوا لَكَ بِذَلِكَ، فَأَخْبِرْهُمْ أَنَّ اللَّهَ قَدْ فَرَضَ عَلَيْهِمْ خَمْسَ صَلَوَاتٍ فِي كُلِّ يَوْمٍ وَلَيْلَةٍ، فَإِنْ هُمْ طَاعُوا لَكَ بِذَلِكَ فَأَخْبِرْهُمْ أَنَّ اللَّهَ قَدْ فَرَضَ عَلَيْهِمْ صَدَقَةً، تُؤْخَذُ مِنْ أَغْنِيَائِهِمْ فَتُرَدُّ عَلَى فُقَرَائِهِمْ، فَإِنْ هُمْ طَاعُوا لَكَ بِذَلِكَ فَإِيَّاكَ وَكَرَائِمَ أَمْوَالِهِمْ، وَاتَّقِ دَعْوَةَ المَظْلُومِ، فَإِنَّهُ لَيْسَ بَيْنَهُ وَبَيْنَ اللَّهِ حِجَابٌ» (۸)

ژباړه: له ابن عباس رض څخه روايت دی چي رسول الله ص معاذ بن جبل یمن ته لېږه ورته وې ویل: ته د اهل کتابو یو قوم ته ورځې، کله چي ورسې، بلنه ور کړه چي دوی شاهدي ور کړي له الله پرته بل معبود نه سته او محمد د الله رسول دی. که يې په دې کي ستا اطاعت وکړ، بیا خبر ور کړه چي الله تعالی پر دوی په یوه ورځ او شپه کي پنځه وخته لمونځ فرض کړی دی. که يې دا هم در سره ومنل، بیا خبر ور کړه چي الله پر دوی زکات فرض کړی دی، له شمتنو به يې اخیستل کېږي او بې وزلانو ته به يې ور کول کېږي. که يې دا هم در سره ومنله، نو د هغوی له غوره مالونو ځان ساته، د مظلوم له ښرا وډار سه، بېشکه د ده او الله ترمنځ هيڅ پرده نه سته.

له دې حدیث څخه موږ ته د میانه روۍ بهترین مثال په لاس راځي. رسول الله ص له دې سره چي دا احکام نازل سوی ول، مسلمانانو په همدې وخت کي عملي کول، مګر یو نوي مسلمان ته يې په یوه وار ډېر احکام نه وړاندي کول. رسول الله په خپل عملي او قولي سنتو ثابته کړې وه چي دین اسانه دی. الله تعالی د قران کریم د نزول مهال خپل مخلوق ته روښانه کړه چي الله د اسانۍ اراده لري سختي نغواړي. اعتدال انسان په نارمل حالت کي ساتي او تشدد انساني طبیعي نارمل حالت له منځه وړي، ځکه نو نارمل انسان هغه لار غوره کوي چي اسانه او ګټوره وي. نارمل انسان د خلګو په خبرو کي فکر کوي او ښه يې ترې اخلي او بدې يې ایله کوي، مګر د احساساتو مهال څوک نه سي کولای چي حواس پر ځای وساتي او د ګټې و ناګټې خبرې سره تفکیک کړي، له دې امله قران کریم د دې لاندي صفت لرونکي کسان د زیري وړ بللي دي:

فَبَشِّرْ عِبَادِ الَّذِينَ يَسْتَمِعُونَ الْقَوْلَ فَيَتَّبِعُونَ أَحْسَنَهُ أُولَئِكَ الَّذِينَ هَدَاهُمُ اللَّهُ وَأُولَئِكَ هُمْ أُولُو الْأَلْبَابِ (۹)

ژباړه: زماهغو بندګانو ته زیری ور کړه چي وینا ته غوږ ږدي، نو د ښې وینا پيروي کوي. همدوی الله هدایت کړي او همدوی د عقل خاوندان دي.

د بل وینا ته غوږ ښودل او ښه يې منل تر نورو يې تېرېدل خپله د اعتدال یو غوره مثال دی. د قران کریم په دغو مفاهیمو کي د عدم تشدد فلسفه نغښتې ده. د قران کریم ډېر تمرکز پر استدلال او غوږ ښودلو دی. له دې امله چي قران کریم په معجز ډول رسول الله ته ور کول سوی له دې امله يې پر اعتدال، عدم تشدد، منځلاریتوب او تعقل و منطقیت ډېر ټینګار کړی دی. ان قران کریم ویلي، د بدۍ په ځواب کي د نیکۍ اعلا مثال وړاندي کړئ چي سخت دوښمن به دي ټینګ دوست سي. (۱۰) عدم تشدد فطري حالت دی، په فطري حالت کي د خدای معرفت او خلګو ته د ګټو رسولو چانس تر هغو استثنائي حالاتو یو په څو چنده وي چي کله ناکله د په بیړنیو وختونو کي رامنځته کېږي. د منځلاریتوب تر ټولو لویه ښېګڼه دا ده چي انساني کرامت پکي خوندي کېږي، د انساني وینې توینې مخنیوی کېږي او انسان په خپل فطري حالت کي وي او هر څه ته تر یوه حده د واقعیت او حقیقت له زاويې ګوري، خو کله چي منځلاریتوب څوک ایله کړي یا افراط یا تفریط ته مخه کړي، نو هرو مرو يې یوه عقده په مخه کوي چي حقیقت ته په رسېدلو کي ډېر وخت د انسان په وړاندي د هغه خپله ذهني عقده خنډ سوې ده. له دین سره د دغسي چلند په اړه رسول الله منعه کړې ده:

عَنْ سُوَيْدِ بْنِ غَفَلَةَ، قَالَ: سَمِعْتُ عُمَرَ بْنَ الْخَطَّابِ، رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ: يَقُولُ: قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ «» إِيَّاكُمْ وَالتَّعَمُّقَ فِي الدِّينِ؛ فَإِنَّ اللَّهَ عَزَّ وَجَلَّ قَدْ جَعَلَهُ سَهْلًا، فَخُذُوا مِنْهُ مَا تُطِيقُونَ، فَإِنَّ اللَّهَ عَزَّ وَجَلَّ يُحِبُّ مَا دَامَ مِنْ عَمَلٍ صَالِحٍ وَإِنْ كَانَ يَسِيرًا “ (۱۱)

ژباړه: سوید بن غفله ویل چي له عمر بن الخطاب رض مي واورېدل ویل يې چي رسول الله ص وویل: په دين کي له غلو کولو ډډه وکړئ، ځکه الله دین اسانه کړی دی، نو له خپل وس سره سم عمل په وکړئ، بېشکه الله تعالی ته نیک دوامداره عمل خوښ دی که څه هم لیږ وي.

په دې حدیث کي رسول الله ص پر یوه عمل د استقامت او دوام لپاره بهترینه نسخه وړاندي کړې ده. که څوک تر طبیعي حالت ور اضافه ډېر کار وکړي نو ترې خسته کېږي او اخیر ځني پاتېږي، بل لور ته که څوک عمل بیخي نه کوي، نو سوکه سوکه د نورو اعمالو ایله کولو ته هم اړ کېږي ځکه چي ده تساهل خوښ کړی دی. دا نسخه د دونیوي کارونو په اړه هم صدق کوي. که دونیاوي کارونه ډېر وسي هم خستګي رامنځته کوي او که بیخي صرف نظر سي نو انسان بیا تر حد زیات لټۍ ته اړ کېږي. ښه لار يې دوامداره کار دی چي له وس سره سم وي. دا اصل هم په دین کي د تطبیق وړ دی او هم په دونیوي چارو کي.

لنډیز:

انساني تجربه موږ ته په ګوته کوي چي د ستونزو په وړاندي هغه وخت د بریا چانس زیات وي چي کله يې پر ټولو اړخونو په ساړه دماغ فکر وسي او دا کار یوازي په منځلاریتوب(عدم تشدد) کي ممکن دی. ځکه د افراط پلویان د عواملو له مخې له منځني حالته وتلي او د تفریط دا همداسي در واخله. انساني اذهان حقیقت ته په رسېدو کي هسي هم له بلا ستونزو سره مخېږي، که د اعتدال لار ورکه کړي او د عیني ستونزو تر څنګ په رواني او ذهني مشکلاتو کي هم راګير سي نو حقیقت ته رسېدل يې که محال هم نه وي بیخي ډېر ستومنزمن خو هرو مرو دی. د دې لپاره چي په دین او دونیا دواړو کي بریا تر لاسه کړو باید د عدم تشدد په فلسفه ځانونه پوه کړو. د دین او دونیا او د دونیا و اخرت دواړو لپاره دا یوه ګټوره تګلاره ده چي د بریا ژوندي مثالونه يې موږ په هند، پاکستان او سویلي افریقا کي لیدلي دي. خدای د همدې امر کړی، دین يې د همدې اصل په روڼا کي را لېږلی، رسول يې د همدې اصل د تطبیق لپاره ۲۳ کاله عملي مبارزه وکړه او په انساني تجربو کي موږ د دې تګلارې هغه ګټې ولیدې چي په نورو لارو يې تر لاسه کول له سختو پيچومو تېرېدل غواړي.

۲۰۱۸/ ۹/ ۸

۱) مجلة البحوث الاسلامیة، مسلسل شمېره: ۷۶، مخ: ۱۷۴، له رجبه تر شواله، کال: ۱۴۲۶هق.

۲) البقره: ۱۴۳.

۳) ال عمران: ۱۱۰.

۴) تحلیل عن مفهوم الوسطیة في الفقه الاسلامي: ۱۷۳.

۵) البقره: ۱۴۳.

۶) الفرقان: ۶۷.

۷) الاسراء: ۲۹.

۸) بخاري کتاب المغازي باب بعث ابي موسی و معاذ الی یمن قبل حجة الوداع حدیث نمبر: ۴۳۴۷.

۹) الزمر: ۱۸.

۱۰) الفصلت: ۳۴.

۱۱) امالي د ابن بشران، المجلس الثاني والاربعون حدیث نمبر: ۶۷، د دار الوطن ریاض چاپ، د چاپ کال: ۱۹۹۷م.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply