خو…… یوه ورځ زه هم بوډا شوم

0 640


هندی شاعر: ګلزار نظم
ژباړه: کمالپوري

———————–
عمر څومره په ښه انداز پر څېرې راکېوزي
او څومره ښه نښانه ګرځي
ورو ورو دې ټنډه پرانېزي
د سترګو په ګوښو کې دې لارې ځغلوي
او بیا ورو ورو یې نور هم غځوي
اوښکې بیا خپل لار په کې رانیسي
او په اننګو دې راتېریږي
دا ټول د عمر نښانې دي
هغه ورو ورو ستا د عمر لنډیز جوړوي
چې له ښه نه ښه ترین ته ورځي
خو د عمر دا سفر یو اړخیز نه دی
څنګه چې مخکې ځې، د تېرو یادو تصویرونه دې ترمخه کېږي
کله دې زړه غواړي چې لاړ شه، له تېرو یادونو سره یوځای شه
اویا دې د دې تېر یاد سره یوځای پلی شه او پر پل یې پل کېږده، کله چې تر شا ګورم نو په بازار کې مې نرې کوڅه تر سترګو شي.
له ښوونځي یو تښتېدلی هلک ګورم چې خپل ښوونکی یې ښه نه ایسېږي
هغه به کله چې د کتاب عکسونه لېدل، څېره به یې خندانه وه
د چنار ونې په ښاښو کې نښتې پرې شوې باډیوه او دده ځوړنده څېره چې کله به یې په لاس راغله او کله نه.
خو…… یوه ورځ زه هم بوډا شوم
ښه فکر نه دی؟ 
ژباړه: کمالپوري

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply