ناشوني، شوني کړئ / محی الدین دلیل

0 610

اوف هلکه، یو خو ته مدام په دې کار لګیا یې،دا خو زه درته وایم، ولله که یې شل کې. ځه ځه یاره، وايي اسونه ېې نالول،چونګښو هم پښې جګې کړې. جالبه نه ده، دا ډول خبرې حتما د هغو خلکو له خولې اورېدلی شو، چې فکر یې د ناشوني کلیمه منلې وي. که چېرې انسان د زړه له قصده، د یو کار د ترسره کولو هوډ ولري، نو ضرور به یې ترسره کړي، او فکر به یې دا ومني چې، هو، ناشوني کارونه هم شوني دي. ټومي لسورډا وایي؛ د ممکن او ناممکن توپیر د انسان په اراده کې ده، په دې مانا چې هوډ او اراده غښتلې وي، نو د هر کار ترسره کول به درته ممکن او شوني ښکاري، ولې که هوډ مو غښتلی نه وي، هماغه کار به درته ناممکن ښکاري. د شونتیا فکر پیدا کولو لپاره لاندې نکتې در پېژنو.

هوډ او اراده مو غښتلې کړئ.

دا چې هر کار په هوډ او اراده سره پیلېږي، نو اړینه ده غښتلې او پیاوړې اراده ولرو. د غښتلې او پیاوړې ارادې د پيدا کولو لپاره له محدودوونکو باورونو تېر شئ. د بېلګې په ډول زما قوم کې تر اوسه چا دا کار نه ده کړی، نو ولې یې زه وکړم، که چېرې مو دا ډول باور په ذهن کې و، نو دا مقید یا محدود  باور بلل کیږي، چې کولای شي ستاسو هوډ او نیت کمزوی کړي. بل اړین کار چې باید ترسره یې کړی، په ځان باور دی، یعنې دا چې تاسو په دې اند واوسئ چې هو، ددغه کار د ترسره کولو جوګه یئ.

د فکر په غښتلتیا او مثبتګرایۍ باندې کار وکړئ.

له معنوي لحاظه ، د فکر مثبتوالی او قوت، ددې لامل کېږي، ډېر کارونه چې تاسو ته ناشونې ښکارېدل، شونې شي. د فکر قوت په تجربه کولو، لوست او مطالعې، فکر کولو، لیکلو او مشاهده کولو سره ډېرېږي. نو له دې څو ټکو څخه هېڅلکه هم صرف نظر مه کوئ.

د بریالیو خلکو کیسې او د ژوند ډول ولولئ.

د بریالیو خلکو کیسو او ژوندلیکونو په لوستلو سره انسان تشویق او هڅېږي، د هغوی پیاوړې اراده ددوی اراده هم پیاوړې کوي. د هغوی د ژوند لوړې ، ژورې درس درکوي، او په پایله کې دې نتیجې ته رسېږی، چې مونږ هم د هغوی، په څېر کولای شو دغه ذهني غرونه له مخې لرې  او بریاوو ته ورسېږو. د بېلګې په ډول آډېسن د ګروپ جوړولو کې ۹۹۹ ځله کامیاب نشو، مګر ۱۰۰۰ ځل یې وکولای شو خپله موخه لاسته راوي او ګروپ جوړ کړي. هغه د خپلې دغې تجربې په پای کې وویل چې زه ۹۹۹ ځلې ناکام شوی نه یم بلکې زه ۹۹۹ ځله په دې و پوهېدم چې ګروپ په دې ډول نه جوړېږي. نو ددې جملو په لوست په انسان کې هوډ قوي کېږي، او ویني چې هر کارشونی دی خو، وخت او صبر ته اړتیا لري.

لږ تر لږه ورځ کې دوه ساعته مطالعه وکړئ

انسان ته لکه څنګه چې خواړه او څښاک اړین دی، په همدې ډول ورته لوست او مطالعه اړینه ده. کله چې مونږ مطالعه کوو، له نوو حقایقو، تجربو، مهارتونو، عقایدو، افکارو او نورو سره مخامخ کېږو، چې نوموړي کولای شي زمونږ د فکر د شونتیا اړخ پیاوړی کړي.

ټولنیزو شبکو ته په اندازه وخت ورکړئ.

د نوو څېړونو پر بنسټ د ټولنیزو شبکو ډېره کارونه د انسان په اصطلاح هوايي کوي، او له ریښتوني ژوند او فکر کولو څخه فاصله ورکوي. هغه تاسو هڅوي ترڅو نورو غوندې پیاوړي شي، ولې عمل درڅخه اخلي، نو که چېرې عمل نوي ،اراده عملي کېدونکې نده. ددې پرځای چې ټولنیزې شبکې ډيرې وکاروئ، ځینې برېښناپاڼې (سایټونه)، چې مطالعوي توکي خپروي، له ځانه سره پلان کې ونیسئ، او محتویات یې په ورځني ډول لولئ.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply