د کيوبا د ميزايلو بحران / ژباړه: سيف الله هلمند

0 653

ګراهام وايي چي د کیوبا د ميزايلو بحران يوه داسي پېښه وه، چي پر ټولو اړخونو باندي يې اغېز کاوه.

کله چي شوروي اتحاد او د امريکا متحده ايالتونو د کال ۱۹۶۲ په اکتوبر کي د کيوبا د ميزايلو پر سر د يو بل پر وړاندي سنګر ونيوئ، نو دغه کړکېچن جنجال ديارلس ورځي په بر کي ونيولي چي شوروي اتحاد او د امريکا متحد ايالتونه يې مقابل اړخونه وه، دغي ديارلس ورځي د نړۍ په تاريخ کي هغه ورځي دي چي د ګراهام په وينا به که چېري جګړه پېښه سوي واي نو سل ميليونه امريکايان، د سل ميليونه څخه زيات روسان او هم به په ميليونونو اروپايان وژل سوي واي.

د شوروي اتحاد او د امريکا متحدايالتونو ترمنځ د نوموړيو ميزايلو پر سر کړکېچ تر دې اندازې ورسېدئ چي د دواړو لوريو ترمنځ حتی اټومي جګړه پېښه کړي. دغه تاوتريخوالي تر هغه وروسته کش واخيستئ چي کله د سيپټامبر مياشت ۱۹۶۲ کال کي متحده ايالتونه پدې وپوهيدل چي شوروي اتحاد د خپلو ځينو خاصو اهدافو لپاره په کوبا کي په مخفيانه توګه اټومي ميزايل نصب کړي دي. دغه ميزايل شوروي اتحاد په دوه زره کيلومټري کي په داسي شکل سره نصب کړي وه، چي د امريکا متحده ايالتونو لوي ښارونه د نيويارک او واشنګټن څخه تر چيکاګو پورې يې ټول په نښه کولائ سول. خروشچف پخپل خاطرو کي ليکلي دي، چي امريکا متحده ايالتونو زموږ هيواد تسليم کړ او اوس به دوئ دا درک کړي وي چي د چا د ښمن د هغه په نښه کولو کي ميزايل نصبوي، نو څه احساس کوي.

دغه بحران ټول ډيپلوماټيکي ښکېلتياوي، پوځي مانورې او نور سياسي هغه د دوه زبر ځواکونو منځ  د ۱۹۶۲ د اکټوبر د شپاړسمي او اته ويشتمي ياني د ديارلس ورځو لپاره يې دوام وکړ، چي په پای کي د شوروي اتحاد واکمن کريشچوف په کوبا کي نوموړي توغندی لېري کړي. د کوبا د ميزايلو بحران د سړې جګړې د سترو کړکېچونو څخه يو دی، چي نړيوالي اړيکي يې يو ډېر جنجالي حالت ته ستنې کړي وي.

د شوروي اتحاد موخه په کوبا کي د ميزايلو د نصب څخه داوه، چي په کيوبا کي د ملګري فيډل کاسټرو کمونيسټ حکومت د امريکا د پېښيدونکي بريد څخه وژغوري او بل د کمونيسټي ساحې د پراخوالي غوښتنه وه چي شوروي اتحاد د اسيا او اروپا څخه وروسته غوښتل د کمونيزم لمن تر امريکا ورسوي. دواړو لوريو تر سختو ډيپلوماټيکو مانورو او سياستي مشورو وروسته د يو بل سره ليکونه تبادله کړل، د اکټوبر دمياشتي پر شپږوېشتمه کروشچيف يو ليک د متحده ايالتونو د وخت ولسمشر کينډي ته ولېږه، په کوم کي چي وړانديز سوئ وه چي شوروي اتحاد به د کيوبا څخه خپل نصب سوي ميزايل لېري کړي، خو د امريکا مشران به ژمنه کوي چي په کيوبا کي لاسوهنه او بريد نه کوي. په تعقيب سره بله ورځ بيا د شوروي اتحاد يو ليک متحده ايالتونو ته ولېږه چي شوروي به د کيوبا ميزايل لېري کړي، که چېري د امريکا متحده ايالتونه د ترکيې څخه خپل ميزايل لېري کړي. بالاخره نوموړی بحران د اکټوبر پر اتويشتمه نېټه په ۱۹۶۲ کال کي پايته ورسېدئ.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply