له ازبکستانه د بهرني سیاست پیلول

0 717

اېمل پیاوړی

د اقتصادي چارو کارپوه او پاکستانی سناتور ډاکټر ریاض احمد چوهدري وایي : ” یو چا له اشرف غني  په لومړیو ورځو کې وپوښتل خپل بهرنی سیاست له کومه ځایه پیلوې؟ غني د خپل یو شمالي ګاونډي هیواد [ازبکستان]نوم یاد کړ، ټولو خندلې مګر موږ  سخت ټکان وخوړ، ځکه موږ پوهېدو چې غني څه وایي؟“

له ازبکستانه د افغانستان د بهرني سیاست په رښتیا هم ډېرو ته مسخره معلومېده، ځکه د دوی توقع دا وه چې ولسمشر غني به د امریکا، انګلستان، چین، استرالیا، جاپان یا کوم بل مطرح او پرمختللي افغانستان نوم واخلي چې افغانستان ته یې زیات خیر ورسېږي، مګر ولسمشر غني د نورو د توقع برعکس د افغانستان زیات خیر له ازبکستانه د بهرني سیاست په پیلولو کې لیده.

ولسمشر غني د څو دلایلو په اساس ازبکستان انتخاب کړ. لومړنی دلیل یې دا وو چې غوښتل یې له منځنۍ اسیا سره د افغانستان د یو سل او څو کالو شلېدلې یا شلول شوې اړیکې بېرته له سره ورغوي. د دغو اړیکو رغاول د افغانستان لپاره څو اړخیزې ګټې لري. د بېلګې په توګه افغانستان به بېرته د منځنۍ اسیا په څأور لاره بدل شي او له همدې لارې به ان اروپا هیوادونو ته ځان ورسوي. د ټرانزیټ، انرژۍ، سوداګرۍ، زیربنا او نورو سیمه ییزو پروژ، او اقتصادي همکاریو پر مټ به افغانستان زیاته ګټه ترلاسه کړي.

له ازبکستانه د افغانستان د بهرني سیاست پیلول په حقیقت کې پر پاکستان د اقتصادي او ترانزیتي اتکا ختمول و، ځکه خو ډاکټر چوهدري وایي له دې خبرې سره موږ ټکان وخوړ، مګر نورو خندل. مګر د نورو خندا هم د خوښۍ خندا نه و، د مسخرو خندا وه، هغوی ته دا یوه مسخره اېسېدله.

مګر د څلورو کالو په تېرېدو سره موږ ولیدل چې ولسمشر غني له ازبکستانه د خپل بهرني سیاست د پیلولو له برکته په بېلابېلو برخو کې داسې لاسته راوړنې او پرمختګونه لري چې سیمه او نړۍ ورته حیرانه ده. پاکستان او ایران ورته اندېښمن دي. چین او منځنۍ اسیا ورته خوښه ده، ځکه د دوی لپاره دا فرصت برابر شو چې خپل ګاز، انرژي او نور توکي له دغې لارې څخه نړیوالو بازارونو ته ورسوي، ولسمشر غني داسې مهم ګام پورته کړ چې هم یې افغانستان او هم یې سیمې ته ډېر خیر ورسېده.

جمهور رئیس غني وایي: ”ما ډېرې هلې ځلې وکړې تر څو ګاونډي هېوادونه د راتلونکي لپاره په یو لیدلوري کې دخیل کړم. د افغانستان له پولو څخه بهر د تروریزم او جرمونو مخنیوی د سیمې په ګټه دی. زموږ ځینو هڅو نیتجه ورکړې ده، د چين، هندوستان او مرکزي اسیا هېوادونوتر منځ د ګډو ګټو په هکله پوهاوی شته دی. د ایران او روسیې سره د یو ګټور تعامل لپاره هم پر یوې پروسې کار کوو. پاکستان تر اوسه هم یوه استثنا ده، خو بیاهم پاکستان سره د سولې په برخه کې د دولتونو په ډول د یو ګټور ډیالوګ لپاره هېله‎من یوو.

د اقتصادي ډیپلوماسۍ له لارې مونږ غواړو د مخابراتو، سړکونو، برېښنا او ګاز نل لیکو په واسطه خپلو ګاونډیانو سره ونښلول شو او هغوی ته وښیو چې افغانستان یو ګټور موقیعت او د یوې څلور لارې حیثیت لري. یو باثباته افغانستان د سیمې او اسیا په ګټه دی.

شاعر اقبال وایي: اسیا د ځمکې او اوبو یو رګ دی. افغان ملت یې زړه دی. د افغانستان ثبات د اسیا ثبات، او بې ثباتي یې د اسیا بې ثباتي ده.  “

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply