د وارسا پوځي تړون لنډه پېژندنه/ سیف الله هلمند

0 673

د وارسا د تړون بشپړ نوم د (د ختيځي اروپا دهېوادونو د متقابلو مرستو تړون) دی، چي د پولينډ په پلارمينه (ورشو) کي د البانيا، چکسلواکيا، بلغاريه، ختيځ المان، هنګري، پولنډ، رومانيا او شوري اتحاد ترمنځ لاسليک سو، د ختيځي اروپا د سوسيالستو هېوادونو څخه يوازي يوګوسلاويا وه، چي د دې تړون غړيتوب يې ونه مانه، ددې تړون دجوړيدو اصلي سبب د پاريس هوکړه ليکونه وو، چي دلويديځو قدرتونو ترمنځ په پاريس کي ترسره سوي وو، چي د همدغو هوکړو پر بنسټ لويديځ المان ته په ناټو کي ځای ورکړل سو، دناټو دهمدي پرمختګ دمقابلي او غبرګون لپاره شوروي اتحاد د ختيځي اروپا هېوادونه پرځان راټول او د وارسا پوځي تړون يې رامنځته کړ، ترڅو دوی هم له دې لاري دناټو او لويديځ بلاک دمخ پر ډېريدونکي نفوذ مخنيوی وکړي او دختيځي اروپا دا سوسياليست هېوادونه دلويديځ داحتمالي يرغل څخه وساتي، د دې تړون دغړيو هېوادونو د وسلوالو ځواکونو د رهبری لپاره واحده پوځي قومانده وټاکل سوه، چي دمسکو په وسيله لارښوونه ورکول کيده، د دې تړون له مخي پريکړه وسوه، که چېري دتړون پر يوه غړي هيواد دکوم بهرني هيواد له خوا يرغل وسي، بايد نور غړي هېوادونه په ګډه دمظلوم د ظلم پر وړاندي دفاع وکړي.                                                                     

همدارنګه د دې تړون په يوه ماده کي دا هم ياد سوي وو، چي ديو بل په کورنيو چارو کي به لاسوهنه نکوي او ديو بل خپلواکي او ملي حاکميت ته به په درنه سترګه ګوري، خو په عمل کي داسي نه و، په ۱۹۵۶ زيږديز کال کي په هنګري او په ۱۹۶۸ زيږديز کال کي په چکسلواکيا کي دشوروي اتحاد په لاسوهني سره نوموړی قانون په عملي ډول تر پښو لاندي سو، خو دشوروي اتحاد چارواکو بيا هم نه منله او ادعا يې کوله، چي له دوی څخه په رسمي ډول غوښتنه سويده، د ورشو دتړون له مخي شوروي اتحاد خپل پوځي شتون ته په غړيو هېوادونو کي مشروعيت ورکړ، خپل پوځونه يې په يادو هېوادونو کي ځای پرځای کړل، د نړيوالو قوانينو پر خلاف يې دهېوادونو په کورنيو چارو کي لاسوهني پيل کړې، چي وروسته بيا په څو هېوادونو کي دشوروي اتحاد دپوځونو شتون دخلکو د اعتراض سرمخ سو او دشوروي پر وړاندي د پاڅونونو سبب سو، پدي ډله کي له پولنډ او هنګري څخه يادونه کولای سو. دا تړون چي د پولينډ په پلازمېنه ورشو کي دشلو کالو لپاره لاسليک سوی وو، په ۱۹۷۵ زيږديز کال کي دا موده يو ځل بيا دشلو کالو لپاره لاسليک سوي وه، په ۱۹۷۵ زيږديز کال کي دا موده يو ځل بيا تمديد سوه، خو دتړون کورني ستونزي د دې سبب سوې، چي تر دريم ځل تمديده ونه رسېږي. په ۱۹۶۱ زيږديز کال کي په رسمي توګه البانيا خپله مرسته او ملاتړ دتړون څخه راکم کړ او په ۱۹۶۸ زيږديز کال کي په رسمي ډول له تړون څخه ووتل. چکسلواکيا په ۱۹۵۶ زيږديز کال کي هڅه وکړه، چي دورشو له تړون څخه ځان خلاص کړي، خو ونه توانيده، رومانيا او چکسلواکيا په ۱۹۶۴زيږديز کال کي يو ځل بيا هڅه او کوښښ وکړه، چي د وارسا له تړون قوماندانی او مشری په جوړښت کي بدلون راولي، په همدي جريان کي فنلينډ ته هم بلنه ورکول سوه، چي د وارسا دتړون غړيتوب ترلاسه کړي، خو فنلينډ ونه منل ولي ژمنه يې وکړه، چي ناپېلی يا بيطرفه به پاته سي، په ۱۹۸۹ زيږديز کال کي کله، چي په ختيځه اروپا کي دپاڅونونو او اوښتونونو لړۍ راپيل سوه، نو د ورشو تړون هم دخپل ژوند وروستيو پړاونو ته ورسېدی، دختيځ المان په بهرکيدو او دشوروي اتحاد په ړنګيدو سره نوموړی تړون هم په عملي ډول له منځه ولاړ او ددې تړون ډېری غړيو په ناټو کي دغړيتوب غوښتنه وکړه، وروسته دورشو دتړون غړيو هېوادونو هر يو لکه چکسلواکيا، پولنډ، هنګري چي وروسته بلغاريا هم ورسره ملګرۍ سوه، اعلان يې وکړ چي په بشپړه توګه د ورشو له تړون څخه لاس پريمنځي. په پاي کي نوموړي هېوادونه په پراګ کي سره راټول او د ۱۹۹۱ زيږديز کال دجون پر لمړۍ نېټه يې د وارسا پوځي تړون يواځي په رسمي ډول ړنګ او لغوه اعلان کړ او په دې توګه دسړي جګړي دعمر په پوره کيدو سره د وارسا تړون عمر هم پوره او ميدان يوازي شمالي اتلانتيک سازمان يا ناټو ته پاته سو، چي تر نن پورې فعال او عملاً پر کار بوخت دي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply