د افغان طالبانو پلاوي تهران کې له ايراني چارواکو سره کتلي

0 578

د افغان طالبانو پلاوی له ایراني چارواکو سره د خبرو لپاره د دغه هېواد پلازمېنې تهران ته رسېدلی دی. د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند بهرام قاسمي یوې خبري غونډې ته د وینا پر مهال ویلي چې د طالبانو استازي د یکشنبې په ورځ تهران ته تللي او هلته یې د بهرنیو چارو وزارت د مرستیال عباس عراقچي په مشرۍ له ایراني پلاوي سره خبرې کړې دي. قاسمي دغه خبرې مهمې بللې او ویلي یې دي چې موخه یې د افغان دولت او طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو لپاره د زمینې برابرول دي. ایران ته د طالبانو د پلاوي سفر په داسې حال کې دی چې تهران په وروستیو کلونو کې له طالبانو پر ملاتړ تورنېږي. د طالبانو پخوانی مشر ملا منصور هم له ایران څخه پاکستان ته د راستنېدو پر مهال د بې پیلوټه الوتکې په یوه برید کې وژل شوی و.

پر ټویټر د طالبانو د ویاند ایران ته د طالبانو د پلاوي د تائید خبر

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply