په افغانستان کې د ايچ ای وي ايډز ګواښونکی حالت

0 1,069

ثناءالله سلیم

د افغانستان په څير دودېزه ټولنه ګې چې اکثره خلک يې غريب او جګړو ځپلې ايډز او دې ته ورته د نورو مزمنو او ساري ناروغيو انتقال زيات شوی.

خو دعامې روغتيا وزارت لخوا  دايچ ای وي او نورو وژنکو ناروغيو د کنترول په برخه کې کوم قاطع تصميم ندی نيول شوی.

له ایچ ای وي ایډز سره د ملګرو ملتونو د مبارزې د ګډ پروګرام د اټکل له مخې (اوسمهال په افغانستان کې شاوخوا ۶۹۰۰ کسان په ایچ ای وي یا ایډز اخته دي او دغه وزارت له دغې ډلې یوازې ۲۷۰۰ تنه تشخیص او راجسټر کړي دي.)

خودغه اټکل تخمیني دی، شاید په دغه ناروغۍ داخته ناروغانو شمير په افغانستان کې خورا ډېر او د اندېښنې وړ وي.
که څه هم په افغانستان کې د ایډز ناروغۍ پېښې زياتې شوې خو په نوره نړۍ کې یې ګواښونکی حالت تر دې هم بدتر دی.

ځکه اوسمهال په نړۍ کې شاوخوا ۳۶ میلیون کسان د “ایډز” په ناروغۍ اخته دي او یواځې تیر کال دغې ناروغۍ یو میلیون کسان وژلي دي.

کارپوهان اټکل کوي چې تر ٢٠٣٠ میلادي کال پورې به ١٠٠ میلیونه نور وگړي هم د ایچ ای وي  په ویروس اخته شي.
خوپه افغانستان کې دوه لسېزو څخه زیات جنګ، د سواد دکچې کموالي، په بېساري ډول دغربت موجوديت، داخلې او خارجي مهاجرتونه، دمخدره موادو شتون، خلاص سرحدات، او دزرقي معتادینو دشتون زیاتوالی دايچ ای وي د بېساري خپریدو عوامل دي.

د ايډز اعراض او نښې:

اعراض:
د وزن له لاسه ورکول.
ديوې میاشتې څخه زيات اسهالات.
له يوې میاشتې څخه زیاته تبه او نور…

علايم:

لمفاوي عقداتو غټوالی، دومداره ټوخی، دخولې او ستوني کانډيډيازس او دبدن په مختلفو برخو کې خارښت لرونکی سوروالی اونور…
د ايچ اي وي دخپریدو لارې:
د جنسې يوځای والي پواسطه لکه:
ښځې نه سړي ته، د سړي نه ښځې ته، همجنس بازان او د خولې پواسطه .
د مور څخه ماشوم ته:
د امیدوارۍ پرمهال، د زېږون پر مهال او د شيدو ورکولو پرمهال.
د وینې پواسطه:
د وینې انتقال، مشترکې ستنې او سرنجونه استعمالول، منتن جراحي او طبي وسايلو استعمالول
خال وهنه او غوږونو سوري کول او ترافيکي پېښو پواسطه.

څومره وخت نيسي چې د ناروغۍ اعراض او علایم ښکاره شي؟

کله چې وایروس دانسان بدن ته داخل شي د خوندیتوب یا دفاعي سیستم سره  مبارزه کوي ، له شپږ کلونو څخه تر اته کلونو پورې وخت نېسې ترڅو د ناروغۍ لومړني اعراض اوعلایم ښکاره شي چې دغه پړاو ته د اېچ ای وي پټ پړاو وايي.

د اېچ ای وي د پټ پړاو له پای ته رسېدلو وروسته د ناروغ د بدن خوندیتوب يا دفاغي سیستم سخت زیانمنېږي او بدن د نورو ناروغيو په مقابل کې هيڅ ډول دفاعي قوه نه لري.

نو په دې دلیل ډاکټران سپارښت کوي، که کوم کس  نامشروع جنسي اړیکې لري او یا یې منتنې ستنې او منتن طبي سامان استعمال کړی وي ، او  له امله یې د اېډز یا اېچ ای وي اعراض او علايم ولري، نو باید له ځنډ پرته طبي مرکزونو ته لاړ شي! تر څو د ناروغۍ دشتون او نه شتون په اړه معلومات ترلاسه کړي، که نتېجه منفې وه ډېره ښه ده، خو که خدای مه نتيجه مو مثبته راووته په دې هم مه مایوسه کېږه ځکه هر افت او مصيبت دالله ج له طرفه وي.

زموږ په هېواد کې خلک یواځې په دې فکر کې دي چې ايډز یواځې دجنسي اړيکو له لارې انتقالېږي.
کوم کس چې په ايډز اخته وي سم له واره پرې د نامشروع جنسي اړیکو دلرلو تور پورې کوي.

خو داسې نه ده په افغانستان کې ځيني داسې خلک په دې ناروغۍ اخته شوي چې دهر  ډول نامشروغ اړيکو څخه پاک دې، خو بيا هم په دغه ناروغۍ اخته دي، دغه کسانو ته شاید وایروس دنايانو دچړو دوینې د انتقال، د منتنو طبي سامان الاتواو یا په کومه ترافيکي پېښه کې انتقال شوی وي.

دغه انګېرنه بې ځايه زموږ په ټولنه کې دود شوې، بايد ټول په شریکه ددغه مبتذله او بېځايه انګېرنې په له منځه وړلو کې مبارزه وکړو، او هغه کسان چې په ايچ اي وي اخته  دي باید  دانساني کرامت او همدردۍ له  مخې په  درنده سترګه ورته وګتل شي.تر څو خپل پاتې ژوند له دغه وژونکې ناروغۍ سره يو ځای په ښه شان مخته يوسې.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply