د لپټاپ د بطرۍ په اړه څو مهمې سپارښتنې

0 671

جاوید احمد

پر داسې مهال چې بریښنا نه وي او د لپټاپ له بطرۍ څخه کار اخلئ، که چیرې مو دا لس ټکي په پام کې ونیول نو د لپټاپ بطرۍ به مو تر ډیره کار وکړي. آن دا چې تر خپل ځانګړي وخت یې وړاندې کارولی شئ.

۱. لومړی باید وویل شي، چې د لپټاپ د بیطرۍ کیفیت تر ډیره د لپټاپ په ډول پورې اړه لري. نو هڅه وکړئ، لپټاپ مو د یو ښه او پیژندل شوي کمپنۍ راونیسئ. د مثال په توګه، HP, Dell, Toshiba …

۲. هیڅکله د لپټاپ بیطرۍ مه پریږدئ، چې تر ۲۰ فیصده کمه شي. یعنې کله مو چې د لپټاپ د بیطرۍ چارج ۲۲ فیصدو ته راورسیږي، نو خپل کمپیوټر هایبرنیټ Hibernate او یا هم بند Shut Down کړئ.

۳. پر داسې مهال چې بریښنا نه وي، د لپټاپ د سکرین یا پردې نور (رڼا)  کمه کړئ، تر څو مو د بیطرۍ چارج تر ډیره کار وکړي.

۴. هغه پروګرامونه چې د پردې تر شا په کار لګیا وي ودروئ، د مثال په توګه، Antivirus، Google Desktop او نور ټول دې ته ورته پروګرامونه وردوئ. دا پروګرامونه تاسو د Notification Area یا په کوم ځای کې چې ساعت او تاریخ وي له هغه ځای یې بندولی شئ.

۵. د USB موږک، کیبورډ، لوډسپیکر، او نورې هغه پرزې چې د باندنۍ پورټونو له لارې له لپټاپ سره تړل کیږي، بیلې کړئ. یعنې لایونونه یې له لپټاپ څخه وباسئ. ځکه دا ټولې پرزې د لپټاپ د بیطرۍ انرژي ژر مصرفوي.

۶. که چیرې ستاسو د لپټاپ د RAM حافظه جګه وي، امکان شته چې د بیطرۍ چارج په کمه اندازه مصرف شي. نو تل د جګ RAM  لرونکي لپټاپونه راونیسئ.

۷. که غواړئ، CD یا هم DVD پر داسې مهال کار کړئ، چې پر بیطرۍ کار کوي، نو CD  یا DVD مو هارډیسک ته کاپي کړئ او بیا یې کار کړئ.

۸. د بیطرۍ غاښونه پاک وساتئ: د بیطرۍ هغه غاښونه چې د لپټاپ سره د بریښنا اړیکې قایموي، پاک وساتئ. په دې ډول هم بیطرۍ تر ډيره کار کوي.

۹. لپټاپ مو د Sleep پر ځای Hibernate کړئ، ځکه په لومړي حالت کې د بیطرۍ چارج په مصرفیدو وي، خو دوهم حالت یا Hibernate  کې چارج نه مصرفیږي.

۱۰. لپټاپ په داسې ځای کې کیږدئ، چې ګرم نه شي. که چیرې تاسو لپټاپ یخ وساتئ نو د لپټاپ بیطرۍ به مو تر ډیره بریده کار وکړي.

یادونه: پر داسې مهال چې بریښنا نه وي، نو په لپټاپ کې له یوه زیات کار مه ترسره کوئ. د مثال په توګه، که چیرې سندره اورۍ نو لیکل مه کوئ، یا که لیکل کوئ نو بیا سندره مه اورئ.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply