سندرغاړي عدنان سمیع څنګه خپل وزن له ۲۶۰ نه ۸۱کیلو ته راورساوه!

0 861

سندرغاړي عدنان سمیع څنګه خپل وزن له ۲۶۰ نه ۸۱کیلو ته راورساوه!

 

راپور: کمالپوري

 

عدنان سمیع له یوه هندي چاینل سره په مرکه هغه اوازې او خبرې رد کړې چې ګنې نوموړي د وزن د کمښت په اړه عملیات کړي او اضافي وازدې یې ایستلي او یا یې «Liposuction» کړی.

دی وايي په څلورو کلونو کې یې یوازې دا لاندې توکي په ځان درولي دي

۱ ډوډۍ

۲غوړي

۳ خوږه- شیرني باب توکي

۴ الکول

۵ وریژې

عدنان زیاتوي چې کله ۸۱ کیلو شوم پوه شوم چې انسان یم او خلکو هم ویل چې یو څوک راغی.

نوموړی د چاغښت یوه خاطره داسې بیانوي:

(کله به مې چې پر درزي یا ګنډونکي خیاط جامې ګنډلې نو دوه یا درې تنه به راڅخه چاپیر و او ناپ به یې راڅخه اخېسته، یا به چې کوم سندریزې نندارې ته تلم څو تنه به له ولو ونیولم ځینو به مې پښې تر موټره ورپورته کولې، دوه کاله مې یواځې په ناسته خوب کړی ځکه ویده کېدلای نه شوم او کله به ویده شوم د زړه وازدې به مې پر زړه راووښتل ساه به مې بند بنده کېدله.)

نوموړی په خپلې مرکه کې سپارښتنه کوي، هغه کسان چې غواړي خپل وزن کم کړي نورو ته په کتو دې هغه شان غذايي رژیم نه نیسي ځکه دی وايي چې دا رژیم یواځې ډاکټر «Nutritionist» ماته سپارښتنه کړې وه هغه څه دې وکړي چې ډاکټر ورته سپارښتنه کوي.

دی وايي کومو څیزونو چې ماته کار وکړ هغه به ستاسو په درد ونه خوري.

کمالپوري.

blob:https://www.youtube.com/0978a2a7-77a9-470c-bf88-da9d142a6f54

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply