کابل سوله له هيرامنډيي را باسي؟

0 715

افغانستان ولې له پاکستاني عالمانو سره په ګډه ناسته ټینګار کوي؟ که فرضا د افغان او پاکستاني دیني عالمانو ګډه ناسته وشي لکه چې د سولې شورا یې د توافق خبر ورکوي، ووايي چې افغانستان د بهرنیانو یا امریکا له خوا اشغال شوی او جګړه پکې مشروعیت لري؛ نو ایا افغان حکومت او دیني عالمان بیا د دغه ډول محتمل مرداري د راپېښېدو د پرېمنځلو وړتیا لري؟
ایا له پاکستاني عالمانو چې کابل یې د ای‌اس‌ای اشارو ته ګډېدونکي بولي، د دې تمه سمه ده چې د افغانستان د خیر لپاره به لاس په کار شي؟
د دې ټولو پوښتنو هوښیار او پر منطق ولاړ ځواب «نه» دی او پر دې مساله د افغانستان او پاکستان ټول ولس او سیاستوال ښه پوهېږي، خو حرانتيا دا ده چې د افغانستان د سولې شورا له پاکستان عالمانو د څه تمه لري.
دا لسم کال دی چې افغانستان له پاکستانه په هر سفر کې پاکستاني عالمانو ته ځولۍ غوړولې وي چې د خدای لپاره د هغو افغان عالمانو ملا ور وتړئ چې د افغان حکومت د دریځ ملاتړ کوي.
افغان حکومت په جاکارتا کې تېر کال له څو پاکستاني مذهبي عالمانو سره ګډه ناسته درلوده چې له ګډې خپرې کړې اعلامیې یې د مرچکو مربا جوړه کړه چې پر تر سره شوې ناسته یې د کابل پلاوی توبه‌ګار کړ. تر دې وړاندې د پاکستان د نوموتو مذهبي عالمانو له خوا په افغانستان کې جګړه روا بلل شوې او په لویو لویو ناستو کې د واکمنو حکومتونو په ستوني کې د افغانستان د واکمن نظام پر ضد د بغاوت ملاتړ شوی دی.
په تېرو ۱۵کلونو کې مختلفو افغان سیاستوالو په پاکستان کې نوموتو پاکستاني مذهبي مشرانو لکه مولانا فضل الرحمان، مولانا سمیع الحق او ځینو نورو ته د خدای روی ور وړی چې د افغانستان د ولس د وژنې له هڅونو لاس پر سر او د خپلو مدرسو شاګردانو ته د اسلام رښتینې لار ور وښيي او د افغانانو وژل روا و نه بولي.
خو ای‌اس‌ای د افغانستان د نابودي له قسمه نه دی را ګرځېدلی او له څلوېښتو کلونو راهیسې په لاس ورغلي فرصته یې اعظمي ګټه پورته کړې، خو نه پاکستاني مولاناګانو ته خدای پاک هدایت وکړ او نه یې د سرناخلاصو افغان غلامانو سرونه پر دې خلاص شول چې د چا لپاره خپل ورور وژني، مګر د دغه کړکېچ د د ابل اړخ افغان حکومت د مشرانو کپرۍ هم له بده‌مرغه پر دې نه خلاصېږي چې دا وړۍ نه‌شي شړۍ کولای او له پاکستاني ملایانو دې د خدای د رحمت هیله نه لري.
په تېرو ۴۰ کلونو کې پاکستاني عالمانو تل د خپل هېواد لپاره غږ پورته کړی او هڅه یې کړې چې افغان ځوانان په داسې جبهو کې وجنګوي چې د ای‌اس‌ای پښې د سیمې په لوبو کې نورې هم ټینګې شي.
له تېرو ۱۷ کلونو راهیسې پاکستاني عالمانو په هره ناسته او غونډه کې ښکاره د افغانستان دننه جګړې د سپېڅلتیا غږ پورته کړی او د دغې جګړې د لمبو د پراخېدو لپاره یې په چندو ټولولو ستوني وشکول، خو له دې ټولو ناخوالو سره سره هم د افغان سیاستوالو خوله د پاکستان د رحم پر لور کږه ده او تمه کوي چې پاکستاني دیني عالمان به له خپل مسیره را وګرځي.
په پاکستان کې نږدې ټول مذهبي عالمان افغانستان د امریکا له خوا اشغال شوی بولي او هر جومات یې د افغانستان د ورانۍ په روزنځایونو بدل کړی او د افغان کډوالو د جهاد د مهال کمپونه یې د افغان وژنې په داسې مرکزونو اړولي چې د خپلو او پردیو د وژلو فتواوې پکې صادرېږي او د ډېرو مسلمانانو د ژوند او مرګ پلانونه پکې ډیزاین کېږي.
په پاکستان کې ملایانو ته له څلور لسیزو را په دې خوا تر ټولو مهم ماموریت همدا ورکړل شوی چې په هندوستان او افغانستان کې د خپلو سیاسي او نظامي موخو د عملي کېدو لپاره د اسلام او کفر ټاپې تازه وساتي.
د دوی تر ټولو مهمه دنده په دواړو ګاونډیو هېوادونو کې د بغاوتونو اور ته لمن وهل او د دواړو نظامونو مخالفان په مدرسو کې تنظیمول او د داسې تندلارو روزل دي چې د خپل کور او ورور په وژنه وویاړي او هر څه له هغو عینکو وویني چې د دغو یو شمېر ملایانو له خوا ور په سترګو شوې وي.
خو په کابل کې د څو پاکستان ناپېژاندو سیاستوالو یو ارمان دا دی چې د پنجاب په اخور لوی شوي ملایان او مولویان دې د افغان ماشوم د وژنې ضد فتوا صادره او د افغانستان له سولې سره دې غاړې تازه کړي.
د پاکستاني دیني عالمانو مخینې ته په کتو به افغانان ممکن دغه ارمان له ځانه سره تر ځنکندنه ګرځوي او بيا به يې متاسفانه خاورو ته يوسي.
په پاکستان کې هغه اسلامپالي او جهادپالي ملایان چې په افغانستان کې ښوونځیو ته د نجونو تګ کفر ګڼي، په لاهور کې د هیرامنډيي په ګډون د پېښور د شمعې سینما او اسلام‌اباد، پینډۍ او کراچۍ هغه زرګونه مرکزونه د پاکستان د تاریخ ویاړ ګڼي چې د اسلام خلاف مردار کارونه پکې په خرپ کېږي.

سرخط ورځپاڼه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply