د سولې شورا اصلي خبره وکړه

0 649

د افغانستان د سولې عالي شورا پر زلمي خلیلزاد غږ وکړ چې له طالبانو سره دې خپلې لیدنې کتنې را لنډې او ژر تر ژره دې يې یوې نتېجې او هوکړې ته ورسوي. د سولې شورا د طالبانو او امریکا تر منځ د خبرو اترو اوږدوالي ته د افغانستان د کړکېچ د سوله‌یز حل د بې‌لارې کېدو له اړخه اندېښمنه ده او باور یې دا دی چې که افغان حکومت دغو خبرو ته ژر ور دننه نه‌شي دغه هیله بښونکي بهیر ته زیان رسېږي او پر افغان حکومت د خلکو بې‌باوري زیاتېږي.
دا لومړی ځل دی چې د افغانستان د سولې شورا د زلمي خلیلزاد او طالبانو د لیدنو کتنو د دوام په اړه خپله ژوره اندېښنه په ډاګه کوي. په یوه وروستي خبري کنفرانس کې د سولې شورا ویاند وویل چې د سولې د خبرو اصلي غاړه افغان حکومت او طالبان دي او امریکا باید خپله معامله او خبرې له وسله‌والو طالبانو سره په نږدې راتلونکي کې پای ته ورسوي.
د شورا ویاند احسان طاهري تمه وکړه چې په نن سبا کې د واشنګټن او طالبانو تر منځ پر هغو ټولو مسایلو خبرې پای ته ورسېږي چې له تېرو څو میاشتو راهیسې د دغو دوو غاړو تر منځ روانې دي. اوس ښکاري چې پاکستان په دغه بهیر کې د یوه اغېزناک اسان‌چاري په توګه کښته او پورته کېږي.
په کابل کې ډېر دا اندېښنه لري چې که د امریکایانو او طالبانو تر منځ راشه درشه په اوسني ډول د پاکستان پر غوړېدونکو ټغرونو روانه وي، ممکن د افغانستان پر راتلونکي داسې معامله وشي چې منل یې کېدای شي افغان حکومت ته ستونزمن شي.
اوس افغان حکومت له خبرو اترو بشپړ منزوي بلل کېږي او ټول مالومات د امریکا له چینله نامستقيم تر لاسه کوي چې ښکاري د خبرو او مالوماتو ډېرو جزییاتو ته لاس‌رسی نه لري.
په پیل کې طالبانو او واشنګټن داسې تصویر ورکړ چې دواړې غاړې له افغانستانه د امریکايي عسکرو پر وتلو خبرې کوي او د دې موضوع تر حل وروسته به د افغانستان پر راتلونکي خبرې اترې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ وشي.
د کابل تمه دا وه چې طالبان به له امریکایانو سره د خپلو بندیانو، تور لېسټ په اړه په دريو څلورو ناستو کې یوې هوکړې ته ورسېږي او تر هغه وروسته به افغان چارواکي، طالبان او امریکا درې په درې په افغانستان کې د امریکايي عسکرو پر راتلونکي سره جرګه شي او پر دې مهمه موضوع تر تفاهم وروسته به افغانان په خپلو کې د خپل هېواد پر برخلیک چنې سره ووهي.
روانو پرمختیاوو او اوږدېدونکو خبرو اترو ته په کتو له کابل سره شکونه په ډېرېدو دي. له روان وضعيته ښکاري چې بالاخره د افغان غاړې د صبر کاسه په نسکورېدو ده او فکر کوي چې د امریکایانو او طالبانو تر منځ روانه راشه درشه نوي اړخونه خپلوي او که دوی څو نورې میاشتې له خبرو په څنډه پاتې شي؛ نو کېدای شي لوبه د دوی له کنټروله بېخي بهر او دا بهیر بل ډول مسیر ته برابر شي.
د ولسمشر غني د حکومت هیله او د سولې د شورا غوښتنه دا ده چې امریکایان د افغانانو له وسله‌والو مخالفانو سره پر هغو مسالو خبرې و نه کړي چې په دوی پورې اړه نه لري. په دې مسالو کې د دوحې دفتر رسمي کېدل، د افغانستان د راتلونکي څرنګوالی، ټاکنې، له افغان زندانونو د طالب بندیانو خوشې کول او له طالبانو سره د دوی جوړجاړی هغه مسالې ګڼي چې د افغان حکومت او طالبانو استازي په خپلو کې خبرې پرې کولای شي.
د سولې په شورا کې منابع داسې فکر کوي چې د زلمي خلیلزاد او طالبانو د خبرو ځنډېدل یو شمېر سیمه‌یزو لوبغاړيو او هېوادونو ته په دغه بهیر کې د ور ګډېدو زمینه برابروي او خبرې اترې ورسره پېچلې کېږي. اشاره یې په دوحه کې د امریکا او طالبانو تر منځ له دوه پړاو خبرو وروسته د پاکستان هڅو ته ده چې په ابوظبۍ ناستې سره یې لوبې ته د نوي اړخ ورکولو هڅه وکړه او د سعودي او اماراتو په ورګډولو سره یې د طالبانو پر سر له هغوی د میلیارډونو ډالرو مرسته او پور تر لاسه کړ.
پاکستان هڅه وکړه چې د دوحې وروستۍ ناسته په پاکستان کې تنظیم او د ای‌اس‌ای د جاسوسانو تر نظر لاندې هر څه تر سره شي.
سره له دې چې په وروستیو ورځو کې پاکستاني رسنیو په اسلام‌اباد کې د طالب او امریکايي پلاوو تر منځ د کېدونکې ناستې خبرونه خپاره کړل، خو طالبانو د جدې او اسلام‌اباد پرتله دوحه د خپل موقف او خبرو لپاره مناسب ځای وباله او په ډاګه یې کړه چې د دوی او امریکایانو تر منځ د شوې هوکړې پر اجنډا له ښاغلي خلیلزاد سره جرګه شول.
سره له دې چې د سولې بهیر ډېر پېچلی او په څلورو ناستو کې ترې د ډېر څه د تر لاسه کېدو تمه نه کېږي، خو په افغانستان کې سولې ته د خلکو تندې ته په کتو سره ډېر خلک هیله لري چې د دغو منډو ترړو نتېجه ژر په ډاګه شي.

سرخط ورځپاڼه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply