سوله راځي؛ د بسوګۍ واده دا ځل تيار ښکاري

0 762

که څه هم لازمه دا ده چې د هېواد، سیمې او نړۍ په کچه د افغان حکومت او امریکا هڅې باید چټکې شي، خو له هغه وروسته چې د افغان سولې پروسې په برخه کې د پاکستان، سعودي عربستان، اماراتو او دوحې په ګډون د امریکايي او طالبان استازیو تر منځ په ابوظبۍ کې غونډه وشوه او ټاکل شوې وه په دوام یې بله غونډه د سعودي په جدې ښار کې جوړه شي، ایران ته د طالب پلاوي تر سفر وروسته د طالبانو دریځ بدل شو او د جدې په غونډه کې یې له ګډونه انکار وکړ.
طالبانو هغه مهال د جدې پر ځای په دوحه کې له امریکايي استازیو سره غونډې ته لومړیتوب ورکاوه، خو امریکا ورسره و نه منله، دا غونډه و نه‌شوه او وروسته بیا د امریکا او طالبانو دریځونه یو د بل پر وړاندې هم توند شول.
طالبانو اعلامیه خپره کړه چې امریکا ورسره پر اصلي موضوع چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتل دي، خبرې نه کوي او د سیمې هېوادونو تر فشار لاندې یې نیولي دي، خو د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد وویل، که طالبان سوله غواړي، ورسره خبرې اترې کوو، خو که جګړه کوي، جګړې ته یې هم تیار یو.
زلمي خلیلزاد او په افغانستان کې د ناټو ځواکونو قومانداني طالبانو ته ګواښ وکړ چې د سولې پر ځای، پر جګړه د ټینګار په صورت کې به دوی د افغان دولت، په تېره بيا امنیتي او دفاعي ځواکونو تر څنګ ودرېږي او د جګړې په ډګر کې به یې وځپي.
له دغو ناندریو وروسته داسې انګېرل کېده چې ګواکې د افغان سولې روانه پروسه له خنډ او ځنډ سره مخ شوې، خو پاکستان ته د افغان سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد تر سفر وروسته، د امریکا او طالبانو استازي پرون یو ځل بیا په دوحه کې سره جرګه شوي او پر افغان سوله یې خبرې کړې دي.
طالب ویاند ذبيح‌الله مجاهد هم پر خپله ټوېټرپاڼې د دې غونډې پخلی کړی او ویلي یې دي چې نن به هم دوام وکړي.
اوس د نړيوالو چارو شنونکي وايي، د افغان سولې پروسه پر مثبت لوري روانه ده او په دې برخه کې د هېواد، سیمې او نړۍ په کچه ذهنیت جوړ دی، خو په وینا یې افغان حکومت او د امریکا متحده ایالات باید روانې هڅې نورې هم چټکې کړي.
د نړيوالو چارو شنونکی انتظار خادم وايي، د افغان سولې په اړه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د استازي زلمي خلیلزاد تر څنګ، د امریکايي سناتورانو او چارواکیو اوسنی دریځ او جدیت ښيي چې د افغان سولې د بري لپاره هیله‌مندي شته.
د خادم په وینا، د امریکا حکومت او چارواکي یې باید د پاکستان په اړه یوازې پر څرګندونو بسنه و نه کړي، بلکې د پاکستان له مجبوریتونو باید پوره ګټه واخلي او اړ يې کړي چې د افغان سولې کاميابي ته دوی او افغانانو ته د رښتینې ملګرتیا لاس ورکړي.
انتظار خادم زیاتوي، له طالبانو سره باید د سولې خبرې اترې همداسې دومداره وساتل شي او افغان حکومت ته هم په کار ده چې د هېواد په کچه نور انسجام هم را منځ ته او د پاکستان پر وړاندې داسې ډېپلوماسي غوره کړي چې له مخې یې، دغه هېواد د افغانستان په لپاره خپله تګلاره بدله کړي.
په همدې حال کې د سیاسي چارو شنونکی محب‌الله دریځ د امریکا له لوري پر پاکستان او وسله‌والو فشار د افغان سولې د بري اصلي لامل بولي او وايي، اوس طالبانو د سولې په اړه خپل دریځ بایللی او همدا لامل دی چې د افغان سولې پروسه منظمه مخ ته نه ځي.
د ده په وینا، وسله‌وال طالبان باید له افغان حکومت سره د مخامخ خبرو لپاره وهڅول شي او تر هغو چې دا ډله له افغان حکومت سره د سولې مېز ته حاضره نه‌شي، دا پروسه کاميابي ته نه‌شي رسېدای.
دا په داسې حال کې ده چې وسله‌والو طالبانو وړمه ورځ د لوګر د والي پر موټریز کاروان او پرون هم د میدان‌وردګ په مرکز میدان‌ښار کې پر امینتي ځواکونو موټربم برید وکړ چې له کبله یې لسګونه امینتي ځواکونه شهیدان او ټپیان شول.
د شنونکیو په باور، د افغان سولې د روانې پروسې پر مهال، د طالبانو له لوري دا ډول بریدونه نه یوازې منطقي نه دي، بلکې دې پروسې ته زیان هم رسوي چې په وینا یې، باید ډډه ترې وکړي.

سرخط ورځپاڼه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply