د ماشوم تر مخ خو به موبايل نه کاروئ؟/ ډاکټر نويد خپلواک

0 868

ورځنیو مصروفیتونو اکثریت مور و پلار له اولادونو لېرې ساتلي دي او د اولادونو لویه هیله دا وي چې پلار به یې ماښام راځي او دوی به ورسره غورې کوي، د دفتري مېرمنو اولادونه هم ورته هیلې لري.
په تازه کې د بوسټن میډیل سنټر له لوري په یوې څېړنه کې ښوول شوې چې د ماشومانو په موجودیت کې ځانونه له موبایلونو سره مصروفول د ماشومانو په ذهن منفي اغېز پرېباسي.
ماشومان په مور و پلار حق لري او دا د والدینو مسوولیت دی چې خپلو اولادونو ته هم وخت ورکړي، خو د ټولنیزو رسنیو مصروفیتونو مور و پلار له ماشومانو لېرې کړې دي او د څېړنې د مالوماتو په اساس ورځ تر بلې دغه فاصله مخ په زیاتېدو ده.
ډاکټران وایي، که څه هم دا ډېره ستونزمنه ده چې د هوښیارو موبایلونو په زمانه کې دي څوک د دې وسایلو له کارولو منع شي او د مالوماتو له تر لاسه کولو دې محروم شي، ځکه هره شېبه تازه مالوماتو ته اړتیا وي، خو والدینو ته توصیه کوي چې د کارولو لپاره یې مهالوېش ولري او له کاره کور ته د ستنېدو پر مهال په تېره بيا ماسختن چې ماشومان د مور و پلار مینې ته انتظار وي باید دوی د برېښنایي وسایلو له کارولو ډډه وکړي او دا وخت خپلو ماشومانو ته ورکړي.
ډاکټر جیني راډسکي وایي، د ماشومانو په مخکې له موبایلونو سره مصروفیت د هغوی پر اخلاقو هم منفي اغېز کوي او دغه شان ماشومان ډېر سپین‌سترګي لویېږي.
څېړونکې ډله سپارښتنه کوي چې که په دې وخت کې له ټلویزیون سره هم ځان مصروفوئ، باید داسې پروګرامونه پکې وګورئ چې ماشومان یې هم درسره ولیدلای شي.
له دې سره د مور و پلار دغه کار ماشومان د هوښیارو موبایلونو کارولو ته تشویقوي او په کم عمر کې د موبایل کارول د ماشومانو روغتیا ته جدي زیان اړوي.
همدا ډول د مور و پلار په دې کار سره ماشومانو ته دا خبره یقیني کېږي چې مور و پلار ته کوم اهمیت نه لري او هغه څه چې غواړي هغه ترسره کوي.
څېړونکې ډله وایي، د مور و پلار له لوري له هوښیارو ټلیفونونو سره مصروفیت د دوی د وخت سیسټم هم ګډوډوي چې په دې سره ماشومان زده کوي چې وخت چندانې مهم نه دی او دا د دوی راتلونکي ژوند ته سور څراغ دی

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply