غزل / ذکیه باران

0 636

خپل مین زړګی په ځنځیرونو تړم نه کیږي
دغه لیونی په ځنځیرونو تړم نه کیږي

څه وکړمه ټوله یې د زړه په سر خوړلې یم
غم دې لکه سپی په ځنځیرونو تړم نه کیږي

زه که دا سړی په زلفو ټینګ کړمه ښوریږي نه
زه که دا سړی په ځنځیرونو تړم نه کیږي

مړاوې شمه ته چې راته برندې برندې وګورې
څه وکړم زمری په ځنځیرونو تړم نه کیږي

زه د ایوب لور یمه ذکیه یمه یعقوبه تره!
ستا ښایسته بچی په ځنځیرونو تړم نه کیږي

ذکیه باران

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply