پي ټي ایم پاکستان ته لنډی مار شو

0 643

پاکستان د پښتون ژغورنې غورځنګ په هوارې شوې غالۍ پښې کېښودې او غواړي چې دPTM په نغري کې په بل شوي اور خاورې ور واړوي، څو د سر سر ځوانان یې ترخاورو لاندې کړل او هڅه کوي د دویم بنګلدېش د کیسې د تکرار مخه ونیسي، خو ښکاري چې د خاورو پر ځای ایرو ته تېل ور پاشي او لیرې نه ده چې ټول پاکستان پکې لولپه کړي.
د غورځنګ مشر منظور پښتین وايي د پښتنون ټبر په انسجام بوخت دی او ژر به د پاکستان د واکمن نظام پر ضد بغاوت اعلان کړي، هغه په یوه ویډیويي پیغام کې ویلي چې دا کار به څو اوونۍ او یا تر ډېره څو میاشتې ونیسي، خو خبرداری یې ورکړ چې په زړه کې د انتقام بل شوی اور به د پاکستاني نظام په وینو سړوي او د هر وژل شوي پښتانه په بدله کې به لس تر ۱۵ پاکستاني پوځیان له دې نړۍ رخصتوي.
هغه په خورا تونده لهجه د خپل تر ټولو نږدې ملګري ارمان لوڼي تر وژنې وروسته له نورو ملګريو سره په یوه مشورتي ناسته کې دا خبرې کوي او د اوږدې مبارزې هوډ ردوي او ښکاره وايي چې کوزو پښتنو اویا کاله انتظار ايستلی او نور نه غواړي چې پردي انصاف ته نور کلونه په تمه شي.
پاکستان پوره یوه کال وروسته لومړی وار د غورځنګ په مشرانو کې د لورلايي په ارمان وکړ چې د پښتون ژغورنې ریښې د خیبر پښتونخوا او وزیرستان په پرتله پکې ډېرې ټینګې نه دي.
ارمان د غورځنګ د کور کمېټې غړی او خور یې وړانګه د غورځنګ د بلوچستان د برخې ډېوه بلل کېږي چې پر ټوله جنوبي پښتونخوا يې رڼا خپره کړې ده. پاکستان هڅه کوي چې د غورځنګ د مشرانو په وژلو او نیولو د پښتنو په حجرو او بانډو کې را پورته شوې ولولې خاموشه کړي.
په دغه هڅه کې د غورځنګ ۱۸ مخکښ غړي چې ګلالۍ اسماعیل، عبدالله ننګیال او ادریس محسود هم پکې وو اسلام‌اباد کې د زندان د تمبو شاته واچول شول، ګلالۍ یې د پراخ نړیوال غبرګون وروسته خوشې کړه چې پکې افغان ولسمشر او د بښنې نړیوال سازمان غبرګون وښود همدارنګه وتليو نړیوالو رسنیو لکه الجزېرې او بي‌بي‌سي له پښتنو سره د پاکستان په تاوتریخوالي راپورورنه خپاره کړل، ادریس محسود پاکستاني پولیسو د اډیاله په نوم زندان ته رسولی چې نوم‌بدی بند بلل کېږي.
تر دې وړاندې ګلالۍ اسماعیل په تېر اکټوبر کې هم ونیول شوه او پر ټولنیزو رسنیو د پښتونو او بشري حقونو د فعالینو له غبرګون وروسته خوشې شوه، نوموړې د باخبره نجونو د یوې ټولنې مشري هم کوي، د جنوري په ۲۲ مه د غورځنګ د کراچۍ د برخې مشر عالمزېب محسود ونیول شو.
پښتنو د خپلو نویو راټوکېدلو ځوانو مشرانو د وژنې او نیونې په غبرګون کې د ځمکې د کورې پر هره برخه کې خپل غږ پورته او نړیوالو ته یې له پنجابي سر وټکاوو، خو د پاکستان پوځ هڅه کوي چې دغه اواز په ستونې کې خف کړي، خو منظورپښتین وايي چې ژر به د خپل غورځنګ سوله ییزې تګلارې ته د پښتنو په پېچلو دنګو غرونو کې نوی لوری ورکړي.
هغه په ډانګ پېلې وویل چې نور نو د ترحم لپاره انتظار نه‌شې ایستلای او ژر به د خپلو ملګريو لپاره راتلونکی تګلوری په ډاګه کړي، ډېر داسې فکر کوي چې د پښتنو په روان ناورین د پاکستاني واکمنو پوره سر نه خلاصېږي او غورځنګ ته د مبارزې له لوري د بدلولو اړتیا ده.
دا سې ښکاري چې PTM د یوه بشپړ بغاوت انګېزه په خپل ټبر کې را ژوندۍ کړې او د پنجابي واکداري او باداري اصلي څېره یې ځپل شویو څه باندې ۴۰ میلیونه پښتنو ته وښوول چې نه پاکستاني سیاستوال د دوی غږ او وینې ته ارزښت ورکوي او نه یې ړندې رسنۍ غږ اوري.
منظور پښتین وايي چې پنجابي د پښتنو دښمني ته ملا تړلې او دغه دښمني به یې ملا غوټه ور ماته کړي، د ارمان لوڼي له وژنې سره د نړۍ په لر او بر کې پښتانه یو ځل بیا را وپارېدل او د پنجابي حکومت د زبرځواکي پر ضد په ټولو پښتون‌مېشتو سیمو او ښارونو کې يې خپل اعتراض په ډاګه او د خپل ټبر د انسجام هوډ یې ښکاره کړ.
خو ښکاري چې پاکستاني امنیتي ځواکونو د پښتون ژغورنې په غورځنګ پسې ډانګ را پورته کړی او د سر سر مشران یې د نیونې او وژنې ليسټ ته ور اچولي دي، د پروفېسور ارمان جنازې ته د غورځنګ د مخکښو مشرانو د ور تلو مخنیوی کومه نوې خبره نه ده، بلکې تېر کال یې منظور پښتون او ورسره ملګري په الوتکه کې کراچۍ ته له تلو منع کړل.
نوې خبره دا ده چې د پاکستان د مرکزي پارلمان دوه مخکښ پښتانه غړي چې د منظور ترټولو نږدې ملګري دي لکه علي وزیر او محسن داوړ د ارمان جنازې ته نه پرېښودل او په پرله‌پسې د پاکستاني حکومت له داسې سپکوونو سره مخامخ دي چې د غورځنګ د تګلارې او ټولې لوبې د لوري د بدلون فکر یې له ټولو سره پراخ کړی.
د بل هر وخت په پرتله دا مهال په افغانستان او نړۍ کې له PTM سره د خلکو مینه او خواخوږي زیاته شوې او غورځنګ توانېدلی چې په یوه کال کې په یوه لوی تحریک بدل او د نړۍ په لر او بر کې پښتنو ته د حق غوښتنې روحیه ور په برخه او فکري لوری ورکړي.

سرخط ورځپاڼه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply