طالبانو خپلې ټولې مرمۍ وډزولې

0 1,853

یوه میاشت مخکي ډېرو افغانانو ته نه وه معلومه چې د طالبانو په سیاسي شاجور کې څو او څه ډول مرمۍ دي او غواړي چېرته یې وډزوي. ان په دوحه کې له امریکایانو سره تر څلورم پړاو خبرو وروسته هم د افغانستان د حکومت او سیاست د سر کوپړۍ په دې نه پوهېدې چې طالبان افغانستان په کومه بېړۍ کې سپروي او دوی یې کوم ساحل ته رسول غواړي.
خو په ماسکو کې دوی خپلې روسۍ پپشې پر هغو افغان سیاستوالو وډزولې چې یوه نیمه پېړۍ یې ورسره په افغانستان کې توده جګړه وکړه او په لسګونو زره افغانانو د دوی دواړو اړخونو په لارښوونو د تل لپاره له دې نړۍ او خپلو کورنیو سره مخه وکړه او خپل سرونه یې د داسې کسانو په نوم قربان کړل چې اوس یې دواړه غاړې د یادولو وړ هم نه بولي.
د طالبانو په روسي شاجور کې پوره پنځه مرمۍ وې او داسې ښکاري چې سختې ورځې ته یې یوه هم پرې نه ښوده او ټولې یې په پرلپسې وويشتې. د دوی ډزونکي لوبغاړي هم په سیاسي لحاظ هغومره وړتیا لرونکي نه بلل کېږي چې په داسې سترو سیاسي ډګرونو کې دې له خپلې ژبې سره سم اشاروي حرکتونه وکاروي.
طالبانو په لویه کې پنځه غوښتنې رامخې ته کړې چې درې یې د افغان حکومت له مطلقو واکونو ګڼل کېږي او دوې نورې یې له امریکا سره ګډې کولای شي، خو دوی ادرس غلط کړی او د حکومت پر ځای یې له داسې کسانو د مرستې تمه وکړه چې په تېرو ۱۷ کلونو کې هم تر بل هر چا ډېر وسله‌وال طالبان ووژل او د دوی هرې غوښتنې ته یې لغته ورکړه.
په نویو غوښتنو کې د طالبانو د سیاسي دفتر رسمي کول چې طالبان باور لري دا کار د سولې چاره ګړندۍ کولای شي او دغه غورځنګ ښکاره ادرس موندلای شي، د دوی دا غوښتنه هغه ټولې ادعاوې غلطې ثابتوي چې ګنې شپېته په سلو کې افغانستان د دوی په واک کې دی او یا دوی له نړۍ سره ازاده راکړه ورکړه کولای او اړيکې جوړولای شي، د طالبانو دویمه غوښتنه د خپلو زندانیانو خوشي کول دي چې نږدې ټول یې له افغان حکومت سره بندیان دي، د کابل او طالبانو تر منځ د خبرو د پیل په صورت کې یې خوشې کېدل ممکن دي.
درېیمه غوښتنه د ملګرو ملتونو له تور لیسټه د طالبانو د نومونو ليرې کول او د بندیزونو پای ته رسول دي چې دا چاره هم د ولسمشر اشرف غني حکومت له نړیوالې ټولنې سره په ډېر اسانه کولای شي.
څلورمه غوښتنه یې په افغانستان کې د اسلامي حکومت را منځ ته کول چې افغانستان کې له څو کوچنیو اصلاحاتو پرته اوس هم دا چاره عملي ده او کېدای شي هیڅ افغان ورسره مخالفت ونه لري.
پنځمه او اصلي غوښتنه یې د بهرني عسکرو د وتلو لپاره د زماني جدول اعلانول او وتل دي چې دا کار یې د کابل او امریکا ګډه چاره بلل کېږي چې ټرمپ یې په اړه ضد او نقیض خبرونه ورکړي دي او ولسمشر غني ان د کابل په کنفرانس کې په ورته موضوع طالب اړخ ته پرې د خبرو وړاندیز وکړ.
تر ماسکو ناستې وړاندې تصور دا و چې طالبان د زور له لارې واک ته رسېدل او د اسلامي امارت سیسټم پر افغانستان واکمنول غواړي، خو ښکاره شوه چې دوی د شريعت د پلي کولو پر ځای په اسلامي نظام ټینګار لاره چې دا د دوی په نظر کې ستر بدلون بلل کېږي.
د ۱۹۹۰مو کلونو په وروستیو کې د دوی ټوله هڅه په افغانستان کې د شریعت نافذول وو، چې د نارینه وو لپاره د ږیرې خرېیل پکې د شرعې خلاف نه منونکی عمل بلل کېده او په مدرسو سربېره په ښوونځیو کې پر زده کوونکيو د لنګوټې تړل هم جبري چاره وه.
همدارنګه له کوره د ښځو بهر کېدل او کار کول د شریعت خلاف عمل بلل کېده او هیڅ مېرمنې له محرم پرته د سفر اجازه نه درلوده، د انځور اخیستل د طالبانو په ټوله واکمني کې غیر شرعي چاره وه او ټلوېزیون پکې بند وو.
د اساسي قانون پرځای یې د شریعت پر عملي کولو ټینګار کاوو او په ټول قضايي سیسټم کې پرېکړې پر شریعت کېدې او دا چاره هغو کسانو ترسره کوله چې له دیني مدرسو فارغ وو، هغوی د شریعت د عملي کولو په نوم پر خلکو په زور لمونځونه او اسلامي مناسک ادا کول او مخ لوڅې مېرمنې یې په کېبلونو وهلې.
د ماسکو له ناستې وړاندې په افغانستان کې ډېرو تصور کاوو چې که طالبان د شرعي نظام په را منځ ته کېدو بیا ټینګار وکړي دا کار د افغانستان د سولې خبرې پېچلې کوي او کېدلای شي تر ټولو لوی سردرد مېرمنو او نجونو ته جوړ کړي او ځوان نسل جبراً د ږیرې پرېښودو ته اړ کړي او د ښځو د کار او مخ پټولو موضوع ته نوی لوری ورکوي، خو ښکاره شوه چې طالبان له خپلو پخوانیو مفکورو او تګلارې په شا شوي او دوی د مجاهدینو په څېر یوازې اسلامي سیسټم د افغانستان لپاره کافي بولي چې هیڅوک یې مخالفت نه کوي او د ډېرو نورو هېوادونو لکه، پاکستان، ایران، عربي نړۍ او نورو په څېر به په اسلامي چوکاټ کې د انسانانو ټول بشري حقونه او ازادي خوندي وي.
له افغانانو سره د نجونو د زده کړو، د ښځو د کار، او کوچنیو کوچنیو شرعي احکامو د عملي کېدو له اړخه ممکنه اندېښنې ته ځواب وویل شو، خو له ټلوېزیون او تصویر اخیستلو سره اوس دوی لېوالتیا ښيي چې طالبان ډېر بدل شوي او پخواني خیالونه یې په کوپړۍ کې ټال نه وهي او په واک کې له شریکېدو وروسته به دوی هم د پخوانیو مجاهدینو په څېر په ټولنه کې جذب او ډېر څه به یې اوبه شي.

سرخط ورځپاڼه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply