مونږ او زدکړه / هدايت فريد 

0 632
 
زدکړه د هر انسان یوه بنسـټیزه رښته ( حق) ده. زدکـړه ژونـد دی، ناپوهـي په ژونـدوني مـرګ دی. زمونږ د وروسته پاتـې کېـدو يو ستر لامل د زدکړو نه تر لاسه کول دي. زمونږ ډېرى هـېوادوال لـه زدکړو بې برخې دي، ځینې ورسره لېوالتيا نه لري او ځینې هم زدکړې کوي خو ګوډې ماتې…دا په دې مانا زمونږ ډېری هېوادوال تر لسم، یوولسم… ټولګيو پورې زدکړې په ډېرې سختۍ سره وکړي خو بیا هم ارزښت نه ورکوي. ګڼ شمېر هېوادوال د یو لړ ستونزو په پایله کې نورو اروپايي هېوادونو ته کډوال کېږي.دلته د زدکړې د ارزښت په اړه يوه ډېره په زړه پورې کيسه ستاسو چوپړ ته وړاندې کوم.
ښاغلی شيو چرن د هند د راجستان ولایت اوسېدونکی دی. نوموړی هېښنده (عجیبه ) رېکارډ جوړولو ته خورا ډېر نږدې دی. د خــپل عمر پړاو يې سلیزې او د پاتيالي کېدو ( ناکامېدو) پړاو يې نیمې سلیزې ته نږدې دی. نوموړی ۸۲ کلن دی، بوډا دی، خــو ولې لا هـم د ژوند په وروستي پړاو کې زدکړې ته ارزښت او لومړيتوب ورکوي. اوسمهال د لسم ټولګي زده کوونکی دی. خلک مخته ځي خو ولې دی له بده مرغه ۴۷ ځلې ازموينه ورکوي بیا هم يوولسم ټولګي ته نه بریالی کېږي. تر دې دمه يې واده نه دی کړی په ژڼیتوب کې یې ژمنه کړې وه چې تر لسم ټولګي وروسته به واده کوي. البته ښه طالع( قسمت) به نلري. له کال ۱۹۶۹م څخه را پدېخوا په پرلپسې ډول ازموينه ورکوي او په پرلپسې ډول پاتيالی کېږي.
نوموړی په دې عمر کې هم زده کړو ته ارزښت ورکوي ځکه خو ستر يوناني اند پوه( فیلسوف) اپلاتون وايي چې زدکــړه بايد د ژوند د لومړي پړاو څخه پيل، د ژوند تر وروستي پړاو پورې بايد دوام ولري.نو له خپلو ټولو هېوادوالو څخه مې هيله دا ده چې زدکړو ته لومړيتوب ورکړي او دغه د سولې ارمانجن ملت د هوسا او په ځان بسیا ژوند څښتنان کړي. دا هېواد مونږ ته او مونـږ دې هېواد ته ډېره اړتيا لرو.ليکنه رالنډوم او د بودیزم د مذهب بنسټګر بودا په دې خبره يې پای ته رسوم.
زدکړه د خپل ژوند لومړی اصل وګرځوئ او خورا ډېر لومړيتوب ورته ورکړئ تاسو چې اوسمهال هم په زدکړو بوخت ياست بايد دا لړۍ همداسې دوامداره واوسي. يوازې او يوازې به همدا بسنه وکړي چې د مړستون تيږه مو د زده کړيالۍ بریلیک ( سند ) شي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply