عباس ستانکزی: د افغانستان اساسي قانون بايد تعديل شي

0 945

عباس ستانکزی:

د افغانستان اساسي قانون بايد تعديل شي

د ستانکزي نظام قولاً اسلامي، خو عملاً ”کړنې“ يې اسلامي نه وې. د اساسي قانون د تعديل لپاره خپله ۱۷ – ۱۸ کلنه نامشروع جګړه څنګه توجيه کوي؟

که د افغانستان د مخکنيو او اوسني حکومت اساسي قانون اسلامي نه وي، نو خپله مسلماني دې ثابته کړي. که د ګاونډي هېواد د لارډ ميکاييل قانون اسلامي وي، نو دی به هم مسلمان وي

لیکوال: سيد حسين پاچا

کرزی وستانکزی :

غونډې ته د طالبانو د پلاوي مشر عباس ستانکزي وويل، د افغانستان اوسنی اساسي قانون نه مني ځکه چې د لوېديځو هېوادونو له لوري پر افغانستان تحميل شوی دی.

ستانکزي، چې د مسکو تر تېرې غونډې يې ږيره يو څه اوږده کړې ښکارېده، د افغانستان اساسي قانوني غيراسلامي وباله، ويې ويل، بايد د بهرنيو پوځيانو له وتلو وروسته نوی اساسي قانون جوړ شي چې په افغاني ارزښتونو او اسلامي معيارونو برابر وي.

ده له تور لېسته د طالب مشرانو د نومونو ايستل، د بنديانو خلاصون، د طالبانو لپاره د رسمي دفتر پرانېستل، د اساسي قانون تعديل، د اسلامي نظام جوړول او د سولې د خبرو ضمانت کول د طالبانو اصلي غوښتنې وبللې.

ستانکزي د طالبانو د تحريک پر ضد د تبليغاتو د پای ته رسېدو غوښتنه هم وکړه.

ستانکزي دا هم وويل، که سوله وشي له نورو ډلو سره يوځای به اسلامي اساسي قانون او افغان شموله نظام جوړ کړي.

پخواني ولسمشر حامد کرزي وويل چې دوی آزاد، خپلواک او د بهرنيانو له حضور او مداخلې پرته يو افغانستان غواړي، داسې افغانستان چې د هغه په خبرو له نړۍ او ګاونډيانو سره هم ښې اړيکې ولري.

پخواني ولسمشر وويل، سوله د افغانانو په خپلو لاسونو کې ده او که دوی خپله قدام وکړي نو هېڅ بهرنی پر دوی بل څه نشي ور تپلی.

کرزي طالبان وروڼه وبلل او هيله يې څرګنده کړه چې د مسکو غونډه په افغانستان کې د سولې له ټينګښت سره مرسته وکړي.

دوه دوه مخې – زنګوهلې او سولول شوې څېرې په مسکو کې

ستانکزی :

د افغانستان اوسنی اساسي قانون نه مني، ځکه چې د لويديځو هېوادونو له لورې پر افغانستان تحميل شوی دی.

ښاغلی ستانکزی دې خپل اسلامي قانون تثبيت کړي چې د چا له لورې پر دوی او د دوی له لورې پر ولس راتپل شوی دی؟ دوی چې په پيل کې علماء راټول کړي وو هغه لګښت چا ورکړی وو؟

د مولانا محمد خان شيراني، مولانا فضل الرحمان، مولانا سميع الحق، مولوي سراج الحق او ان د شيخ حسن جان د لرليد ترمينځ ښکاره واټن تر سترګو کيږي.

که غنی لاسپوڅی وي، نو کرزی هم لاسپوڅی دی، نو ستانکزی خو بيا د لاسپوڅو لاسپوڅی دی. دی خو لا په دغه مرتبه کې هم نه راځي. يو څوک چې د لاسپوڅو لاسپوڅی وي، نو د هغه خپلواکي به څه وي؟ په اسلامي ارزښتونو ان له فقهي پلوه په نکاح کې ((کفو/سيال)) يا په بله مانا د ”انډول“ سپارښتنه شوېده.

تېر ته په کتو موږ مجاهدينو ته خو دا د خپلې نکاح واک چا رانه کړ، نو نننيو طالبانو ته به د خپلې نکاح واک کله څوک ورکړي؟

ستانکزي :

”د بهرنيو پوځيانو له وتلو وروسته نوی اساسي قانون جوړ شي چې په افغاني ارزښتونو او اسلامي معيارونو برابر وي“.

د نوموړي د ”اسلامي امارت“ د مشر تابه مشر ملا صاحب په ټاکڼه کې قرآني ارزښت له پامه غورځول شوی. د مشر ملا صاحب په انتخاب کې قرآني مزاحمت وو، ولې هغه قرآني مزحمت ته پاملرنه ونه شوه؟ نژدې يوه نيمه لسيزه دغه قرآني مزاحمت بابيزه وګڼل شو. رسنيو ته پر مړي دروغ وويل شول. ان تر دې چې د الله تعالی لعنت پر دروغژن ويل کيږي او لعنت د الله تعالی له رحمته د لېرېوالي يا د شړلو په مانا دی، لکه په ((انک رجيم؛ وانک عليک لعنتي الی يوم الدين))، نو طالب ته د خپلې اسلامي دعوې باوجود د رب العالمين دغه سخته او زغرده خبره بې ارزښته ښکاري، نو د داسې خلکو اسلامي نظام به څه وي چې خپله يې سپکاوی کوي؟

که د جناح د لارډ مياکائيل قانون منو، نو بيا پخپل کې څه ستونزه ده؟ ستانکزی بايد په سړه سينه دوه ټکو ته سوچ وکړي :

  • د قانون تعديل
  • د ده نامشروع او تپل شوې جګړه

د قانون تعديل په اختلاف نظر کې راځي، ان تر دې چې د جنګ په بدر کې د حضرت عمر رضی الله تعالی عنه او د الله تعالی خوښه يوه وه، خو د ابوبکر صديق رضی الله تعالی عنه او د پېغمبر صلی الله عليه وسلم بله وه. دا خو د دې مانا نه ورکوي چې خدای مه کړه عمر رضی الله تعالی عنه د پېغمبر صلی الله عليه وسلم مخالف وو. د طالب نامشروع او ورباندې تپل شوی جنګ دا جُرم او ظلم دی. دا دواړه ځانته جلا مفاهيم او جلا احکام لري.

د پاکستان مخکېني نظامي ديکتاتور پروېز مشرف طالبان د برتانيا له ګارډين ورځپاڼې سره په يوه مرکه کې تر سختې پوښتنې لاندې راوستي. طالب نه ځان سپينولای شي او نه خپلې نامشروع جګړې ته مذهبي مشروعيت ورکولای شي. د طالب ملي – اسلامي صبغه له سياسي و مذهبي پلوه سخته زيانمنه او داغمنه شوې ده چې تداوي يې ګرانه ده.

ستانکزی :

له تور لېسته د طالب مشرانو د نومونو ايستل، د بنديانو خلاصون، د طالبانو لپاره د رسمي دفتر پرانېستل، د اساسي قانون تعديل، د اسلامي نظام جوړول او د سولې د خبرو ضمانت کول د طالبانو اصلي غوښتنې وبللې.

د ستانکزي دغه غوښتنې د حکومت سره تړاو لري، نو دی چې د نورو دروازې ټکوي او خپل کور ورته پردی ښکاري، نو دا يې خپله سرزوري ده چې کوي يې. دی بايد دغه غوښتنې له حکومت سره د بين الافغاني تفاهم په صورت کې مطرح کړي نه د نورو د تفاهم او سلا مشورې په صورت کې. ده خپل لوری غلط کړی او بايد خپل لوری وپېژني او هسې بېځايه دلته او هلته وخت په خبرو تېر نه کړي.

ستانکزی چې تېره مخينه يې د تېر رژيم له خلقي ايډيولوژۍ سرچينه اخلي، يا په بله مانا چې خپله هم په پوست کې پاک نه دی، او ديني مخينه هم نه لري، نو دی به څنګه د اسلامي ارزښتونو او معيارونو درناوی او دفاع وکړای شي؟ د اسلامي نظام لپاره پر اسلامي ارزښتونو پوهاوی اړين دی، نه مندوبات. که ږيره وپګړۍ موږ د اسلامي نظام لپاره شرط وګنو، نو بيا خو سيکهان له موږ ښه مسلمانان دي.

إبن تيمه رحمه الله وايی :

الله ينصر الدولة العادلة وإن كانت كافرة، ولا ينصر الدولة الظالمة وإن كانت مؤمنة.

طالب ظالم وو، ځکه يې حکومت پايښت ونه کړ. دا چې له چا سره د طالب په نوم ظلم شوی او زنداني شوي او يا نوره صدمه فزيکي صدمه يې ليدلې، پخوانی ولسمشر کرزی او څارګره اداره ISI دې يې ځواب ووايی. طالب ولې له غني سره سوله نه کوي؟

طالب دې په دې نه خوشاليږي چې موږ اسلامي نظام جوړوو. الله تعالی عدالت خوښوي نه ظالم دولت. طالب د شريعت په نوم د اسلامي حدودو په جاري کولو کې سخت لوی ظلم د ولس په تېره بيا د مېرمنو په حق کې کړی دی. دوی بايد ولس او خلکو ته د دوی حقوق ورکړی وای او د ژوند سهولتونه يې ورته برابر کړی وای. خلک يې بېروزګاره او درپه دره يې کړل، نو څنګه يې پر ولس شرعي حدود جاري کول؟ اسلامي ارزښتونه هېڅکله په داسې شرايطو کې چا ته اجازه نه ورکوي چې ترسره يې کړي؟

ستانکزي :

د طالبانو د تحريک پر ضد د تبليغاتو د پای ته رسېدو غوښتنه هم وکړه.

دا يې هم وويل، که سوله وشي له نورو ډلو سره يوځای به اسلامي اساسي قانون او افغان شموله نظام جوړ کړي.

له چا سره حکومت جوړوي؟ يو مجرم او کراييکښ دی خپله دی او له نورو مجرمينو او داړه مارو سره ګډ حکومت جوړوي. که مجرم نه وي، ولې له حکومته ډار خوري؟ ولې له مخامخ او نېغ پر نېغه خبرو ترا خوري؟ او که څوک يې نه پرېږدي؟

اسلامي اساسي قانون خلقۍ ايډيولوژۍ ته اړتيا نه لري او نه د اسلام مبارک دين دومره سپک دی چې نن يې يو خلقی دفاع کوي. قرآن د ((ليتفقهوا فی الدين)) حکم کوي. علماء پر دې پوهيږي چې د ټولنې لپاره ديني، سياسي واقتصادي پوهاوی څومره اړين دی.

پخواني ولسمشر حامد کرزي :

دوی آزاد، خپلواک او د بهرنيانو له حضور او مداخلې پرته يو افغانستان غواړي، داسې افغانستان چې د هغه په خبرو له نړۍ او ګاونډيانو سره هم ښې اړيکې ولري.

پخواني ولسمشر وويل، سوله د افغانانو په خپلو لاسونو کې ده او که دوی خپله قدام وکړي نو هېڅ بهرنی پر دوی بل څه نشي ور تپلی.

کرزی بايد دا درک کړي چې ولې حاجي عبدالحق ووژل شو او ته پاتې شوې؟ چا له يو سر او دوه غوږو سره يوځای ارګ ته ورننه ايستې او فهيم ته يې ورحواله کړې؟ کرزی ځان د حضرت عيسی عليه السلام په بڼه ويني که څنګه ((وايدناه بروح القدس)) او که همدې بهرنيانو ارګ ته وردننه کړ، نو څنګه دی ځان خپلواک بولي او څنګه د دوی له مداخلې پرته يو افغانستان غواړي؟ دا څوارلس کاله حکومت يې د چا په زور وکړ؟ که داسې وي، نو بيا خپلې څوارلس کلنې دورې ته څه توجيه ورکوي؟

که د ګاونډيانو سره ښې اړيکې غواړي، نو شل ځله يې د کابل واسلام اباد هوايي تنابونه وشلول، خو يو ملا عبدالغني برادر يې له پاکستانه راخوشې نه شو کړای. د زرداري غوندې يو لوفر دی د ماشوم غوندې په خوږو خبرو تېر ايست او څه يې ترې بود نه کړل.

په شنګهايي او ځېنو نورو ځايونو کې دې هسې بېځايه خوله پرانېسته چې ځان دې خام کړ، نو نور به درباندې څه باور وکړي؟

کرزي طالبان وروڼه وبلل او هيله يې څرګنده کړه چې د مسکو غونډه په افغانستان کې د سولې له ټينګښت سره مرسته وکړي.

په ژوند کې پخپله خبره ودرېدل ښه شی دی. دومره تذلذل هم خوند نه کوي چې کله يې ”وروڼه“ او کله يې ”دښمنان“ کړې. انسان بايد پر خپله ژبه کلک ودريږي. دومره بېثاتي، خوف وتطميع هم خوند نه کوي، لکه ښاغلي کرزي چې شروع کړې ده. ځکه خو ترې د چا حيا نه کېده او نن يې عُقده اخېستې ده.

پاملرنه :

ښاغلی کرزی او ورسره تللي سياسي مخالفين خو به له طالبه بښنه وغواړي او طالب به يې د نورو په سپارښتنه وبښي، خو طالب به ولس څنګه وبښي؟ دوی خو ولس وژلی، له ولس سره به څه کوي؟ له افغان وياړلي مشر ډاکټر محمد اشرفغني سره مخالفت او سوله نه کول د تېر رژيم ډاکټر نجيب الله د وخت يادونه راتازه کوي. تاسې يو ځل زموږ د تېر جهادي دور له يو مخکښ ونامنونکي جهادي مشره زده کړه وکړئ چې که هغه ښادي ليدلي وي، نو تاسې به يې هم ووينئ!

په درنښت

سيد حسين پاچا

عباس ستانکزی: د افغانستان اساسي قانون بايد تعديل شي

http://www.taand.com/archives/120100

عباس ستانکزی: طالبان پر ټول افغانستان ولکه نه غواړي

https://www.bbc.com/pashto/afghanistan-47140139

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply