پر کرزي بيا چپن اوږده شوه؛

حکومت نه لويه جرګه را غواړي، نه لنډمهالی حکومت مني

0 898

پر کرزي بيا چپن اوږده شوه؛

حکومت نه لويه جرګه را غواړي، نه لنډمهالی حکومت مني

د افغان سولې پروسې برخه کې له وروستیو هلو ځلو او پرمختګونو سره هم‌مهاله د لنډمهالي حکومت جوړولو او د لویې جرګې راغوښتلو بحثونه هم تاوده شوي او وخت ناوخت د سولې پروسې د بریا لپاره دا دواړه موضوعات د حکومت د یو شمېر مخالفو سیاستوالو د ژبې پر سر اوړي را اوړي.
په ماسکو کې د وسله‌والو طالبانو د استازیو او د پخواني ولسمشر حامد کرزي په ګډون د یو شمېر سیاستوالو په ګډون تر دوه ورځنۍ غونډې وروسته چې ښايي پکې د لنډمهالي حکومت جوړولو په اړه هم د دواړو لوریو تر منځ خبرې شوې وي، حامد کرزي یو ځل بیا له یوې روسي رسنۍ سره په مرکه کې د افغان سولې پروسې د بریا او د یو شمېر نورو ستونزو پر سر د بحث لپاره د لویې جرګې په راغوښتلو ټینګار کړی دی.
کرزي دغه راز د افغان سولې په پروسه کې د روسیې او چین ښکېلولو غوښتنه هم کړې او ویلي یې دي چې په دې برخه کې باید د ټولو اړخونو نظرونه واخیستل شي او د حکومت او طالبانو تر منځ پر یو شمېر مسایلو هم هوکړه وشي.
تر کرزي وړاندې په ابوظبي او قطر کې د امریکا او طالبانو د استازیو تر منځ د سولې خبرو اترو پر مهال د ولسمشري ټاکنو ځنډولو او د لنډمهالي حکومت جوړولو په اړه داسې اوازې خپرې شوې چې دواړو لوریو پرې هوکړه کړې ده.
که څه هم د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد دا موضوع رد کړه، خو د حکومت یو شمېر مخالفو سیاستوالو د دغو اوازو ته هوا ورکړه او پر حکومتي چارواکیو یې نیوکه کوله چې د واک د دوام لپاره د سولې پروسې په وړاندې خنډونه جوړوي.
خو ولسمشر اشرف غني په ځلونو د افغانانو پر مالکیت پر بین‌ الافغاني خبرو اترو ټینګار کړی او ویلي یې دي چې د تلپاتې سولې راتلو لپاره هر رنګ انعطاف او قرباني ته چمتو دی چې په وینا یې دا سوله باید په افغانستان کې د روانې جګړې د پای ته رسېدو لامل شي او د افغانانو ارزښتونه په‌کې قرباني نه‌شي. ولسمشر دغه راز د لنډمهالي حکومت له جوړېدو سره هم کلک مخالفت ښودلی دی.
اوس د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش د ماسکو تر غونډې او د حامد کرزي تر خبرو وروسته د لنډمهالي او انتقالي حکومت پلویانو او غوښتونکیو ته غوڅ ځواب ورکړی او ویلي یې دي چې افغانستان د لنډمهالي حکومت د ازمویلو ځای نه‌ دی.
نوموړي چې د شنبې په ورځ په کابل کې له افراطي تفکر سره د مبارزې په دویمه غونډه کې خبرې کولې، د لنډمهالي حکومت د مخالفت تر څنګ ویلي چې د یاد حکومت جوړول او د اساسي قانون تعدیل د هېواد له ثبات سره مرسته نه‌شي کولای.
سرور دانش طالبان هم په بهانو جوړولو تورن کړي او زیاته کړې یې ده چې دا ډله کله د اساسي قانون تعدیل غواړي، کله د لنډمهالي حکومت خبرې کوي او کله هم افغانستان اشغال شوی بولي.
په همدې حال کې د مدني ټولنې ګډې کاري ډلې، د ښځو سیمه‌ییزې شبکې او د ښځو د عدالت غوښتنې کمېټې پرون په کابل کې د یوې خبري غونډې پر مهال که څه هم د لنډمهالي حکومت او لویې جرګې راغوښتو په اړه مخالفت وښود، خو ټینګار یې وکړ چې په دې اړه د سلا کېدو پر مهال دې دغه موضوعات دې د شپږو میاشتو اوربند په ترڅ کې ټول‌پوښتنې ته وړاندې او په دې اړه دې د خلکو غوښتنې او لیدلوري واخیستل شي.
بل اړخ د سیاسي چارو شنونکی حمیدالله احساس هم د لنډمهالي حکومت او لویې جرګې رابلل د هېواد په ګټه نه بولي او وايي، یو شمېر پخواني چارواکي او د حکومت مخالف سیاستوال د هېواد راتلونکې پر ځای، د خپلو ګټو غم پر سر اخیستي دي.
د احساس په وینا، د افغان سولې پروسې د بریا لپاره د لنډمهالي حکومت او لویې جرګې راغوښتل نه، بلکې د بین ‌الافغاني مذاکراتو پیل او په دې برخه کې د دواړو لوریو ژمنتیا مهمه ده چې باید پرې ټینګار وشي او د ټولو اړخونو لپاره يې هڅه وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د طالبانو استازيو په مسکو کې له یو شمېر افغان سیاستوالو سره په دوه ورځنيو خبرو اترو کې د اساسي قانون پر تعدیل ټینګار کړی و.

سرخط ورځپاڼه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply