د «بې بې سي» سره حبیب منګل بیا شکري باد کړي

0 675

– پوهنمل حاجي محمد نوزادي

                            څو شیبي وړاندي مي د نوموړي راډیو سره د شورویانو د یرغل په اړه د ښاغلو حبیب منګل ، فاروق اعظم او انتظار خادم خبري وارویدې . د نورو څخه که تیر سم ، خو حبیب منګل افغانستان ته د شوروی سره اردو د راننوتلو د انګیزې او نژدی لس کاله وروسته بیا بیرته د هغوی د وتلو د علت په هکله داسی شکری باد ته ورکړې : د افغانستان حکومت ۱۴ ځله د کرملین څخه غوښتنه وکړه چی د تروریزم سره د مقابلې په موخه خپلی قواوي افغانستان ته را ولیږي . هغوی هم دا ومنل او را و یی لیږل . له افغانستانه ددغو قواوو وتل بیا د هغوی د ماتي له مخي نه ، بلکه د ژنیو د هوکړو پر بنسټ تر سره شوه .

   راشئ پدې اړه څو خبرو ته پام وکړو :

۱ ــ وطنوال او نړیوال ټول پوهیږي چي هغه مهال د تروریزم څخه د دومره تهدید موضوع اصلا مطرح نه وه .او بل داچي ایا تروریزم د هغوی د راتلو پر وخت خپور شوی وو او که د وتلو ؟
۲ ــ د افغانستان د حکومت لخوا د قواوو د غوښتني په اړه هیڅ ډول تحریری سند وجود نلری او ۱۲۰ زره تنه عسکر د دومره تجهیزاتو سره و یوه هیواد ته د ساده تلیفوني غوښتنی له مخی لیږل اصلا منطقی خبره نده . نپوهیږم دا ښاغلي افغان دیپلومات لږ فکر کوی کنه   .
۳ ــ ایا د کرملین او منګل صاحب په نظر د افغانستان دولت د حقوقی لحاظه قانونی بڼه درلوده ، کنه ؟ که حکومت قانونی وو ، بیا دوی ولی تر ټولو کارونو د مخه یو قانونی دولت چي دوی یې په غوښتنه راغلي وه ، نسکور کړ ؟ که ددوی په نظر قانونی نه وو ، بیا دوی څنګه ددومره ستر کار پخاطر د یوه غیر قانونی دولت ساده تلیفوني غوښتنه و منل ؟ ( چی هغه هم نده شوی  ) .
۴ ــ  د ښاغلي دیپلومات نه پوښتنه کوم ، که د یوه هیواد دولت قانونی او یا غیر قانونی وی ، بل هیواد چی هیڅ ډول ضرر یې هم ور څخه لیدلی نه وی ، د هغه د چپه کولو حق لري ؟ ابداً نه .
۵ ــ د شوروی دلومړي لاس لیکوالانو لکه مایوروف او نورو لخوا لیکل شوی کتابونه و ګوری ، هغوی په ډاګه ویلی چی هدف شپاړسم جمهوریت وو ، او دا کار د داسی پر وطن مینو مشرانو لکه نور محمد تره کی او حفیظ الله امین په وجود کي امکان ندرلود . ځکه یې نو تره کی په دسیسه سره له منځه واخیست او د امین پر ضد یې تحریکونه پیل کړه چی یو په بل پسې ناکام او وټکول سول . وروسته یې مسقیمه حمله پر وکړه ، هغه یې د خپلو بیګناه معصومو بچیانو سره یو ځای په شهادت و رساوه او خپل لاسپوڅی رژیم یې د افغانستان پر خلګو و تپی .
۶ ــ د ښاغلي منګل نه پرته ، ټوله نړۍ پوهیږي چي د افغانستانه د سره اردو وتل د هغوي د ماتي له مخي وه او د ژنیو هوکړی یې ځانو ته د اوړو پزه کړه
۷ ــ د شوروي پارالمان په ۱۹۹۰ کال په خپله علني رسمي غونډه کي د افغانستان اشغال د کرملین یوه نه بخښونکي تاریخي تیروتنه و بلل .
۸ ــ ښاغلی حبیب منګل چي د شورویانو ماته نه مني ، مانا یې داده چی د افغانانو د وطنپالني احساس او د هغوی میړانه نه مني . ده ته پدې سن کي د یوه دیپلومات په توګه نه ښائیدل پر دغو ټولو واقعیتونو چي یو ماشوم هم پرې پوهیږي ، سترګي پټي ، بی مسؤلیته څرګندوني و کړي او د نړیوالو په سترګو کی خاوری و پاشي . دا یوازی زما نظر نه بلکه هغه څه دي چي ټولي نړۍ ته مالوم دي او هیڅوک دده غوندي سترګي ور باندي پټولای نسي  . دی باید پدې پوه وی چي دا خاوري یوازی پخپلو سترګو کي پاشی ، د نورو سترګي ړندی ندي او هرڅه ویني .

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply