عظیم جهادي او مذهبي مشر حضرت صبغت الله مجددی/ فضل الله رشتین

0 1,034
عظیم جهادي او مذهبي مشر حضرت صبغت الله مجددی
داسې څوک به په افغانستان کې نه وي چې د حضرت صاحب له نوم سره آشنا نه وي ، نه یواځې په هیواد کې دننه بلکه په ډیرو بهرنیو او په خاص ډول اسلامي هیوادو کې هم د حضرت صبغت الله محددي نوم  لکه لمر روشان ؤ .  مستطاب  حضرت مجددي ذ افغانستان د جهاد علمبردارؤ،  ستر دیني عالم ؤ،  یو ستر اجتماعي شخصیت ، د ښو اخلاقو خاوند یو مشرؤ ، د فضیلت خاوند یو عالي مقام شخصیت ؤ، دغه ستر زعیم تیره ورځ د اوږدې ناروغۍ له امله ځان حق ته وسپاره .
له بزرګوار حضرت صاحب سره زما پژندکلوي پنځه څلویښت کاله سابقه لري . ما جناب حضرت صاحب د لومړي ځل لپاره په کویټ کې ولید . د ۱۹۷۴ میلادي کال ؤ . حضرت صاحب کویټ ته راغلی ؤ ، له چا څخه یې پوښتنه کړې وه چې آیا د کویټ په پوهنتون کې افغان محصلین شته ؟ نو په جواب کې  ورته ویل شوي وو چې یواځې یو محصل شته او نوم یې فضل الله رشتین دی . حضرت صاحب فورا هدایت ورکړ چې  دې محصل پسې لاړ شئ او هغه راولئ . په ما پسې د پوهنتو لیلیې ته سړی راغی او راته یې وویل چې ځان تیار کړه چې  حضرت صاحب ته ځو ، هغه غوښتي یې .  زه هم ډیرخوشحال شوم په منډه مې ځان تیار کړ او د رالیږل شوي سړي سره لاړم . هوټل ته ورسیدو نو هلته مې د لومړي ځل لپاره له جناب حضرت صاحب سره ولیدل . حضرت صاحب په ډیره مهربانه انداز سره وویل چې زویه ته د لوی رشتین صاحب زوی یې ؟ ما ورته وویل چې هو زه د هغوی برخوردار یم . بیا يې راڅخه د درس او سبق په اړه پوښتنې وکړې او ماته یې وویل چې ښه سبق ووایه چې د پلار په شان لوی عالم شې . زما دلچسپي له حضرت صاحب سره د همدې وځئې نه پیدا شوه .  بیا په کال ۱۹۸۵ کې زه د حضرت صاحب د ملي نجات د جبهې  په تنظیم کې دا خل شوم ، زه بیا په کویټ کې د دې تنظیم نماینده وم . ما  د جهاد وږمې په نم یو اخبار چلاوه چې دا میاشتنی اخبار به په پیښور کې چاپیده او کویټ ته به رالیږل کیده . په جناب حضرت صاحب باندې ډیر سخت ګران وم .   کله چې به له کویټ نه پیښور ته په سفر تلم نو په پیښور کې به د حضرت صاحب حضور ته ورتلم .
کله چې زما خدای بخښلی پلار علامه پوهاند رشتین بابا  د ۱۹۹۸ میلادي کال د نوامبر په ۲۶ په پیښور کې وفات شو نو جناب حضرت صاحب د فاتحې لپاره کورته راغی ،  حضرت صاحب په یوه کوټه کې کیناست . قران شریف یې واخیست او د قران په تلاوت یې پیل وکړ . درې ساعته یې د قران شریف قرائت وکړ . زه راغلم او ورته مې وویل چې تاسو راشې هغه بلې لویې  خونې کې کینۍ خو حضرت صاحب وویل چې نه همدلته ښه یم . زه خپل قرائت کوم . 
یږه ورځ د کابل په قرغه کې د حضرت صاحب کور ته لاړم ، له ماسره یو دوه ډاکټران او د صحت عامې اداري رئیس هم ملګري وو . مونږ  مسول کس ته وویل چې حضرت صاحب خبر کړي ،  مسول کس لاړ و او حضرت صاحب ته یې وویل چې میلمانه راغلي دي . حضرت صاحب خپل مسول شخص ته وویل چې میلمنو ته ووایه چې حضرت صاحب له هرات څخه ستړی راغلی دی ، اوتاسو سره لیدی نه شي ، ما مسول شخص ته خپل کارت ورکړ او ورته مې وویل چې حضرت صاحب  ته ووايي چې فضل الله رشتین له کویټ نه راغلی دی ،  دا مسول شخص لاړو او حضرت صاحب ته یې زما کارت ورکړ ، حضرت صاحب مسول شخص ته وویل جې هله زر کوه رشتین صاحب او ورسره میلمانه په مهمان خانه کې کینوه . مونږ مهمانخانۍ ته لاړو او هلته کیناستو ، یو څو دقیقې پس حضرت صاحب راغی او مونږ سره کیناست ،  میلمنو ته یې داسې وویل : زه له هرات څخه ستړی راغلی یم ، ما نه غوښتل تاسو سره ووینم خو خبر شوم چې رشتین صاحب راغلی دی نو د ده په خاطر مې خپل مسول شخص ته وویل چې میلمانه په صالون کې کینوي . دا رشتین صاحب په ما ډیره ګران دی ، ډیر مخلص دی او زمونږ د تنظیم یو فعال غړی دی .
په دې مجلس کې یو چا پوښتنه وکړه چې حضرت صاحب ستاسې الوتکه چا ویشتلې وه ، هغه وویل چې حکمتیار نه وه ویشتلې ، یو چا ویشتلې وه  ، حضرت صاحب د بل چا نوم هم یاد کړ .

یوه بله خاطره به یاده کړم : 
درې کاله د مخه یوه پنج شنبه قرغې ته ورغلم ، د ماڅپښین لمونځ مو وکړ ، نو له لمونځ نه پس حضرت صاحب ارګ ته تللو . هلته د استقلال ورځ لمانځل کیدله ، حضرت صاحب راته وویل چې رشتین صاحب ته به هم له مونږ سره ځې . ما ورته وویل چې حضرت صاحب زه خو دعوت شوی نه یم ، حضرت صاحب وویل څرنګه چې نجیب جان او ذبیح جان له ماسره ځي همداسې به ته هم ځې ، ته مې هم زوی یې ، له حضرت صاحب سره په موټر کیناستم او ارک ته لاړ و ، هلته مې له مراسمو نه پس د خارجه چارو له وزیر او نورو وزیرانو او چارواکو سره ولیدل .  حضرت صاحب هلته اتمر صاحب ته وویل چې رشتین صاحب به په کویټ یا قطر کې سفیر کوو . نو ستا خاصه توجه غواړم. اتمر صاحب وعده وکړه خو بیا ورسته هیڅ معلوم نه شو،
حضرت صاحب محترم ولسمشر ته یو لیک ولیکلو او په لیک یې داسې ولیکل :  زه د ملی نجات د جبهې لپاره یو سفارت غواړم او د دې سفارت لپاره فضل الله رشتین معرفي کوم . متاسفانه چې ولسمشر دغه لیک ته توجه ونه کړه او په همدې وجه حضرت صاحب له ولسمشر څخه خپه و . البته نور وجوهات هم وو . د نجات د جبهې هیڅ کوم مهم غړی په دولت کې د وزیز ، یا سفیر وظیفه نه لري .
زه د ملي نجات د جهې د دارالانشا غړی یم . ډاکټر ذبیح الله مجددی د دارالانشا رئیس دی ، ډاکټر ذبیح الله مجددي ډیر ښه شخصیت دی ، د جبهې چارې همدې پر مخ وړي .
په هر حال نورې په سل هاو خاطرې لرم چې په لنډه لیکنه کې نه ځایږي .
ما په تیرو پنځه څلویښتو کالونو کې حضرت صاحب مطالعه کړ ، ما په ده کې کوم داسې څه نه دي لیدلي چې هغه  د وطن د عامه ګټو خلاف وي ، وطن ورباندې ګران ؤ، . خلک ورباندې ګران وو . حضرت صاحب ته دا مهمه نه وه چې څوک په کوم تنظیم کې دی ، هر څوک چې به یې لیدلو ته ورغی نو ښه رویه به یې ورسره کوله او هر کار به یې ورته د توان مطابق کولو . هیڅ چاته یې منفي ځواب نه ورکولو .
په هیواد کې په بد امنۍ سخت خپه و ،  تل به یې د وطن خبرې کولې . له کرزي صاحب ا  اشرف غني څخه خپه ؤ ، ویل به یې چې ما د دوي ملا وتړله او دوي مې جمهوري ریاست ته ورسول خو ریلست ته له رسیدلو ورسته یې ماته شا کړه او زما یو نفر ته یې هم غټه څوګۍ ورنکړه .
حضرت صاحب د افغانستان لپاره یو غنیمت و ، د هغه ځای څوک نیولای یا ډکولای نه شي ، د هغه ځای به تر ډیرې مودې خالي وي ، حضرت صاحب د خپلې کورنۍ او خلکو لپاره یو برکت ؤ . یو فاضل شخصیت و ، د نوموړي فضیلت په ډیرو مشرانو کې نشته ، لاسونه یې د چا په وینو رنګ شوي نه وو ، هر چاته یې بخښنه کوله ، ډیر پاک زړه یې درلولود ، د لوی زړه خاوند ؤ ،  د سخاوت صفات پکې وو ، همدردي او دلسوزي یې درلودله ، ښه ایماندار مسلمان ؤ ، لمونځونه او عبادتونه یې کول ، د شپې به تهجد ته پاڅیدلو ، خپل اولادونه او د کورنۍ غړي به یې  عبادت او د خدای اطاعت ته تشویقول . حضرت صاحب ته ما د خپل پلار په سترګه کتل . دعا به ورته وکړو چې خدای پاک د هغه قبر منور ولري ، او هغه ته دې په جنت علیا کې یو ښه ځای ورکړي ، آمین
د حضرت صاحب د ژوند په تاریخچه به په بله لیکنه کې رڼا واچول شي

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply