د هيپاټايټس بې وایرس ولې مضر دی؟

0 1,286

ليکنه ثناءالله سليم-

د هيپاټايټس بې وایرس ولې مضر دی- واکسین څومره ګټور دي؟

افغانان د نورې نړۍ په نسبت زيات په ساري ناروغيو اخته کېږي، ځکه له يوې خوا غريب او له بلې خوا شخصي او محيطي حفظ الصحې ته پاملرنه نه کوي.

 تراوسه لا افغانان د وږیو، محتاجو، نالوستو او بې اتفاقه ملتونو په قطار کې دي، دغه ولږه او بدمرغي ده چې افغانان یې له يو بله جلا کړي او په طبي برخه کې یې له لویو ننګونو سره مخامخ کړي.

دهيپاټايټس بې وایرس چې عام خلک یې تور زیړی  بولي يوه ساري ناروغي ده چې له يو انسان نه بل انسان ته که شرايط ورته برابر شي په اسانۍ انتقال مومي.

هغه کسان چې په دغه ناروغۍ اخته وي روغو کسانو ته په لاندې ډول ناروغۍ انتقالولای شي.
د جنسې يوځای والي پواسطه لکه:
ښځې نه سړي ته، دسړي نه ښځې ته، همجنس بازان .
د مور څخه ماشوم ته:
د امیدوارۍ پرمهال، دزېږون پر مهال .
د وینې پواسطه:
د وینې انتقال، مشترکې ستنې او سرنجونه استعمالول ، منتن جراحي او طبي وسايلو استعمالول
خال وهنه او غوږونو سوري کول او ترافيکي پېښو پواسطه.
په افغانستان کې دهيپاټايټس بي وایرس چټک او زر خپريدو خلک له لوی ګواښ سره مخامخ کړي.
که څه هم په افغانستان کې ددغه وایرس دمخنیوی لپاره دروغتيا پالانو لخوا هڅې شوي خو بدبختانه اوس هم دغه وایرس په افغانستان کې په بې ساري ډول وجود لري او لا هم خپرېږي يا خو دغه ناروغي خلکو ته عادي ښکارې او یا ددغه ناروغۍ دمضروالي په اړه معلومات نه لري او حال داچې  هر کال په نړۍ کې ډېر کسان دهمدغه وژونکې ناروغۍ له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي.

خوپه افغانستان کې دوه لسېزو څخه زیات جنګ، د سواد د کچې کموالي ، په بېساري ډول د غربت موجوديت، داخلې او خارجي مهاجرتونه، دمخدره موادو شتون، خلاص سرحدات، او دزرقي معتادینو د شتون د زیاتوالي له امله د هيپا ټایټس بې وایرس پيښې زیاتې شوی.

په افغانستان کې خلک ددغه وژونکې ناروغۍ په مقابل کې واکسينو کولو ته اهمیت نه ورکوي.

چې واکسين يې يو ډېرد مهم ترينو واکسينونو له جملې څخه  دي، چې قیمت يې نسبتاً ارزانه خو ګټې يې ډېرې زياتې دي.
دغه واکسين دمختلفو کمپنیو له خواجوړېږی چې دوز يې کله  دانسان بدن ته لګول کېږي له څلورو څخه تر شپږو مياشتو پورې وخت نېسي کله چې واکسین وشي ددې په مقابل کې چې کوم معافیت تولېدېږي تر ديرشو کلنو دوام کوي.

خو ځينې وخت په هغه کسانو کې چې دهيپاټايټس بې په مقابل کې معافيت په اسانۍ سره نشي جوړولای پنځه کاله وروسته د يوې ستنې د لګولو ضرورت شته خو بايد په ياد ولرو کله چې دهيپاټايټس بې وایرس په مقابل کې دځان ساتنې په پلمه واکسين کېږی بايد مخکې له مخکې ورته تسټ اجرا شي په کومو حالاتونو کې  که تست مثبت شي باید دواکسينو د لګولو څخه ځان وساتل شي ځکه واکسين په هغه حالت کې انسان ته تطبقيږي چې انسان په هيپاټايټس بې وايرس مصاف شوی نه وي .

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply