په انساني پرمختګ کې د ښځې رول/ نورمحمدثاقب

0 735

په ټولنه کې د ښځې د اهمیت په اړه به له وړاندې کافي معلومات لرئ نو ځکه يې دلته په هراړخیز ارزښت باندې بحث نه کوو خو د ټولنیز ژوند له اړخه د ښځې پر رول لنډ بحث ته ادامه ورکوو. د انساني پرمختګ د پياوړتیا لپاره د ژوند په چارو کې د نارینه او ښځینه ګډه همکاري هر اړخېز ګټور اغېز لري. که د ټولنیزو ستونزو په حل کې ښځو ته د انسان په توګه رول ورکړل شي؛ لېرې نده، چې په آسانۍ سره به موخه ترلاسه کیږي او تصمیم نیونه به داسې ښکلا ولري لکه څرنګه چې د ښځې په شتون سره زموږ کورونه ښایسته او ښکلي شوي دي.

خو ښځې په ټولنه کې هغه مهال د یوه فعال او اغېزمن انسان په توګه رول لوبولی شي چې یو شمیر انساني حقوقو څخه برخمنې وي او د سالم بشر په توګه دوامداره تقویه شي. ښځه هم د نارینه په څېر حقوق لري او پام ورته کول ډیر ضروري دي. د بېلګې په توګه که ښځو ته د ارزښتونو په رڼا کې آزاداي ورکړل شي، د ښوونې او روزنې حقوق ورکړل شي، د ټولنې په تصمیم نیونه کې د نظر حق او ونډه ورکړل شي، په ټولنه کې د شخړو د حل کوونکي رول لرلو اجازه ورکړل شي او همدرانګه که ښځو ته د روغتیا، د مناسبې غذا او د هر اړخېزې پالنې چانسونه په واک کې ورکړل شي نو کیداشي چې د بشپړ معیاري او ګټور کادر په توګه په انساني پرمختګ کې ثابتې شي.

یو څرګند او اهم رول چې نن سبا یې په ډیرۍ ټولنو کې ښځینه لوبوي هغه د ماشومانو لومړنۍ روزنه ده. د کورنیو په غړو کې د نورو پرتله مور د ماشوم سره ډیر وخت پاتې کیږي او په روزنه کې یې پام اړونکی رول لوبوي. په دې پوهیږو چې ماشوم د ټولنې راتلونکی څراغ دی. ماشوم د ټولنې راتلونکی خادم دی. د ټولنې راتلونکی رهبر او مدیر دی نو پالنه او روزنه یې آړینه ده. انسان د ماشومتوب په دوره کې تل کاپي کوي. خبرې او نظريې د خپلو مشرانو څخه کاپي کوي. د تحلیل قوت یې په دغه دوره کې پياوړی نه وي. که ماشومان په خپله دوره کې علمي اوعبرت لرونکي مفکورې له مور څخه خپلې کړي نو د راتلونکي پياوړتیاوو لوړولو او پرمختګ لپاره به په ښه شان سره چمتو شوی وي. که ماشومان په کمزورو او ناسالمو لارښوونو سره وروزل شي نو راتلونکی به یې ستونزمن وي. په دې اساس په کار ده چې د ښځو د پياوړتیا لپاره د پام وړ ګامونه پورته کړل شي او صلاحیت ورکړل شي ترڅو د یوه خواخوږي بشر په ډول نورو سره په ټولنه کې همدرده واوسي.

ډیر نور دلیلونه شته چې له امله یې نارینه د ښځو د پياوړي کولو لپاره قانع کیدی شي. مثلاً  که له یوې خوا اقتصادي پرمختګ د ټولنې د بهبود لپاره لازمي ضرورت دی. له بې خوا د اقتصادي ودې لپاره زراعتي پراختیا اساسي فکتور ګڼل شوی دی، چې په زراعتي پراختیا کې د ښځې رول هم  په نسبي توګه ډیر اغېزمن ثابتیږي. هغه ټولنې چې انساني حقوقو په کې وده کړي وي، مساوات په کې عادلانه توګه ویشل شوي دي او د تاوتریخوالي کچه په کې ټیټه وي؛ ښځې یې هم نسبت راحته وي او د سالم خدمت کولو جوګه وي.

دا حقیقت دی چې په وروسته پاتو هیوادونو کې چیرته چې د تعلیم کچه ټيټه ده؛ ښځینه تر ډیره د ستونزو سره مخ وي. د بشر په توګه نه ورته کتل کیږي. له انساني بنیادي حقوقو څخه برخمنې نه وي او د تاوتریخوالي ښکار وي. خو پورته څرګندونو ته په کتو سره ضروري ده، چې د هرې ټولنې نارینه د ښځوحقوقو ته ځانګړی پام وکړي او د ښځو د پياوړتیا لپاره بېلا بېلې پالیسۍ  او پروګرامونه ایجاد او د تطبیق ملاتړ یې وکړي ترڅو روښانه راتلونکی ولري. په خاص ډول په رسمي ادارو کې پکار ده، له مرد سالارۍ څخه ډډه وشي او د ارزښتونو مطابق ښځینه کادرونو ته د کار کولو زمینه مساعده شي ځکه چې په ځينو ادارو کې د ټولنو د کولتور او نورو نورمونو ته په کتو سره د نارینه پرتله ښځینه کارمند ډیر موثر پاتې کیدای شي. د بېلګې په توګه که یوه ښځه د سیاسي او حقوقي ادارې نماينده ګي وکړي کولای شي ډیره بې پرې او باانصافه خدمات وړاندې کړي او د بشر د حقوقو رښتیني مدافع شي او که د روغتون په نسایي او ولادي وارډ کې د نارینه پر ځای ښځینه متخصصین، ډاکټران او نرسان کار کوي؛ نو ناروغان به ډیر راحت وي. همدارنګه که د نجونو په لیسه کې ښځینه ښوونکي دنده ولري نسبت ښې ثابیتیدلی شي.

د ښځو د پياوړتیا پروګرام د یوې برخمنې نظر تاسو سره شریکوم. “پخوا زه صرف یوه عادي ښځه وم، چې یوازې د خاوند پر عایداتو چلیدم او د کورنۍ لپاره مې خپل هېڅ ډول عاید نه درلود. اوس زه د ټولنې رهبره یم. د عایداتو حاصلوونکي یم. یو شان مسولیت او ونډه اخیستونکې یم. د ښځو د پياوړتیا پروګرام له ما سره مرسته وکړه چې خپل غږ پيدا کړم، خپل قوت پيدا کړم او خپله ټولنه پيدا کړم.”

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply