افغان سوله، پاکستان ته د سروزرو مرغۍ

0 811

له هغه وروسته چې د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې پاکستان مېشتې جیش‌المحمد ډلې پر هندي ځواکونو برید وکړ او له کبله یې له څلوېښتو ډېر پوځیان ووژل شول، دې پېښې د دواړو هېوادونو تر منځ د ناندریو تر څنګ، احتمالي کړکېچ ته لار هواره کړې ده.
د هند لومړي وزیر نرېندرا مودي خپلو ځواکونو ته اجازه ورکړې چې له پاکستانه یې د غچ اخیستلو پلان جوړ کړي، خو اسلام‌اباد بیا د یوه لیک په وسېله له ملګرو ملتونو غوښتي چې د دواړو هېوادونو تر منځ راپورته شوی کړکېچ حل کړي.
دغه راز په افغانستان کې د پاکستان سفیر زاهد نصرالله تازه ویلي، که هند د کشمیر د برید په ځواب کې د پاکستان پر وړاندې نظامي لارې چارې وکاروي، د افغان سولې روانه پروسه به زیانمنه شي.
سره له دې چې د هند او پاکستان کړکېچ له افغانستانه ډېر لرې او دا د دواړو هېوادونو خپله موضوع ده، پاکستان ولې هند ته د ځواب ورکولو پر ځای له افغان سولې او افغانانو غچ اخلي!؟
پاکستان له تېرو شاوخوا څلورو لسیزو راهیسې د افغانستان په قضیو او بدمرغیو کې پوره لاس لري او پر سر یې د خپل هېواد لپاره معاملې کړي، خو افغانستان یې په خپل ناسم نیت او تګلارو نه یوازې څو ځله په کنډواله بدل کړی، بلکې زموږ د هر ناورین او جګړې ريښه له اسلام‌اباده راوځي.
اوس چې افغان حکومت او امریکا د افغان سولې لپاره سره لاس یو کړی او غواړي په افغانستان کې روانه جګړه پای ته ورسوي او څه نا څه په ‌دې برخه کې پرمختګ هم شوی، خو پاکستان بیا هم د افغانانو له دې مهمې پروسې سره ناسم چلند کوي، کله پر افغان حکومت او امریکا شرطونه ږدي، کله طالبان د سولې مېز ته حاضر کړي، خو کله یې بیا مخه نیسي او په بېلابېلو بڼو د افغان سولې په مخ کې خنډونه جوړوي او نه غواړي چې اسانه دا پروسه بریالۍ شي.
که څه هم افغانستان له هند سره ښې دوستانه اړیکې لري او امریکا هم د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره په خپله تګلاره کې خپل سټراټېژیک هېواد بللی، خو دا په دې مانا نه چې پاکستان دې خپله هره مرداري له افغان سولې سره غوټه او د نورو هېوادونو پر ځای دې له دې مهمې پروسې او افغانانو غچ واخلي.
افغانستان یو خپلواک هېواد دی او پاکستان دې هڅه نه کوي چې د افغان سولې روانه پروسه چې د افغانانو هیلې ور پورې تړلې، له هند سره په خپل کړکېچ ګډه کړي، بلکې خپلې ستونزې په خپله حل کړي.
د پاکستاني چارواکیو دا څرګندونې ښيي چې لا هم نړيوالې ټولنې، په ځانګړې توګه امریکا په افغانستان کې د روانې جګړې د پای ته رسولو چې تر شا یې د دوی مستقیم لاس او ملاتړ دی او د سولې له پروسې سره رښتینې همکاري ته نه ‌دی اړ کړی او همدا لامل دی چې د افغانانو له دې ملي او مهمې پروسې یې خپله لنګه غوا جوړه کړې ده.
له یوې خوا یې د افغانستان د کړکېچ په حل کې د همکاري په نوم له عربانو پیسې راټولوي، بل ‌خوا امریکا په خپلو تشو ژمنو غولوي، د دې تر څنګ طالبان او د سولې په روانه پروسه کې په خپل رول پر افغان حکومت فشار راوړي او هڅه کوي چې په دغه پروسه کې خپلې موخې او ګټې خوندي کړي، اوس یې دا دی له هند سره د خپل کړکېچ له حل سره غوټه کړه!
که څه هم روښانه ده، خو د افغان سولې له پروسې سره د اسلام‌اباد دا ډول چلند ثابتوي چې دا پروسه اوس هم د دوی په لاس کې ده، طالبانو ته چې څه رنګ ساز ووهي، هغوی هماغسې څڼې ورته اچوي؛ نو په ‌کار ده چې په افغانستان کې د سولې د بریا لپاره پر پاکستان جدي فشار را شي او په زوره اړ کړل شي چې د خپلو موخو او ګټو لپاره د دې پروسې د کارولو پر ځای یې له بریا سره رښتینې مرسته وکړي.
تر هغې چې پر پاکستان فشار را نه ‌شي او د افغانستان په اړه د خپلې تګلارې بدلېدو او د افغان سولې په برخه کې رښتینې مرستې ته اړ نه کړل شي، د سولې روانه پروسه به اسانه بریالۍ نه شي.

سرخط ورځپاڼه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply