یوه مصري هلک له پیرۍ سره واده کړی

0 1,584

 

لیکونکی: الشیخ ابوعلي

ژباړه: کمالپوري

دا کیسه په ۱۳۹۵ لمریز کال چې ۱۹۸۰ زیږدیږ کال د اپریل میاشتې سره سمون خوري پېښه شوه چې دې پېښې په مصر او ګاونډیانو کې یو شور، ځوګ راپورته کړ چې دا بیا یوه وتلي لیکونکي استاد اسماعیل په خپل کتاب(انسان او اشباع ی جن) کې راونغاړل.

نوموړي داسې کاږي، یوه سړي چې نوم یې عبدالعزیزمسلم شدید او ۳۳ کاله عمر یې درلود، ځان یې په ابو کهف نوماوه له ځانګړو ځواکونو سره یوځای شو او د سویس کانال په شدیده جګړه کې یې د ملا تیر ټپي شو او دا ټپي کېدل یې د دې لامل شول چې نوموړی فلج شي، ده د جګړې ډګر پرېښود او خپل کلي ته ستون شو، څو له خپل مور او پلار سره پاتې عمر تېر کړي.

په هماغه شپه چې نوموړی ډېر غمځپلی په خپلې خونې کې پروت و، ناڅاپه یوه ښځه یې ولیده چې سپینې جامې یې اغوستې وې او سر یې په بل سپین ټوکر پیچلی و، پر سپین دیوال راڅرګنده شوه، نوموړي ګمان کاوه چې هسې سترګو به یې کوم انځور جوړ کړی وي، خوپه بله شپه همدا مېرمنه بیا راغله او دا ځل یې ځان په انساني شکل مجسم کړی و او د ابو کهف بسترې ته ورنږدې شوه او ویې ویل:

ای ځوانه!

نوم مې حاجت دی او باوري یم چې ستا د فلج د ناروغۍ درملنه کړی شم، خو په یوه شرط چې زما د لور سره به واده کوئ؟

ابوکهف ځواب ورنه‌کړ، ځکه تلوار او وحشت له نوموړي د ویلو ژبه اخېستې وه او نوموړی یې په خؤلو کې ډوب کړی و.

ښځې بیا خپله خبره تکراراو پسې یې وغځوله چې زه د پیري له ذاته مسلمانه یم او ستاسو په څېر د فلج انسانانو مرستې ته لېواله یم، په همدې ټکو ویلو سره نوموړې له کړکۍ نادرکه شوه.

ابوکهف دا پېښه چاته تکرار نه کړه او ویریده چې څوک پرې د لیوني ګمان ونه کړي.

په بله شپه پېرې مېرمن حاجت راغله او بیا یې خپله خبره تکرار کړه، خو ابوکهف ونه توانېد پریکنده ځواب ورکړي.

بله شپه بیا راغله او ویې ویل چې یوازینۍ زما لور ده چې تاسره نیکمرغه کیدای شي او تاسې له خپله رنځه پورته کولی  شي.

ابوکهف وخت وغوښت چې په دې اړه به فکر وکړي وروسته یې دروازه او کړکۍ بندې کړی چې ویې لیدل حاجت او لور یې په دیواله خونې ته رادننه شول او نوموړي ته راغلل او تر سهار ورسره کیناستل.

په هماغه شپه چې ابوکهف نجلۍ ته وکتل، دنګې ونې، سپین رنګ او سرو اننګو یې خوند ورکړ او د «ها» کلمه یې وکاروله او ورته یی وویل چې ستاسو شرط ماته قبول دی.

حاجت د واده تیاری ونیو او په بله شپه له ډول-سورني او موسیقۍ سره واده ترسره شو.

په بله ورځ چې ابوکهف ته د مور، پلار او ورونو ور پام شو، ګوري چې نوموړی روغ رمټ دی او په خپلو پښو درومي خوښ شول، خو ابوکهف د دې پېښې داستان چاته ونه وایه.

دې خوښي یې تر ډېره عمر ونه‌کړ، ځکه د ابو کهف عادت، کړه وړو توپیر وموند، هغه په خپله خونه کې کیناسته او له ضرورته پرته بهر نه راووت، خپل ټول اړتیاوې همالته په خونه کې پوره کولې لکه ډوډۍ خوراک، د خونې ځانګړی تشناب او داسې نور…

ورونو یې ور پام چې په خونه کې هېڅ څوک ښکاري نه او دی غږیږي او فکر یې کاوه چې خپل عقل یې له لاسه ورکړی دی خو هغه له خپلې ناوې سره په خوند او مزو کې و.

نو اوس ایا تاسو باور لرئ چې داسې پېښه هم کله شوې؟ خو زه وایم چې دا ريښتونې کیسه ده خو ستاسو نظر هم مهم دی  .

ژباړه: کمالپوري

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply